کور / هراړخیز / ملي او فرهنګي موضوعات پوره غور او دقت غواړي

ملي او فرهنګي موضوعات پوره غور او دقت غواړي

کله چې په هېوادکې اساسي قانون اودهغه په رڼاکې يولړ نور قوانين اومقررات
نافذشول، دبيان دآزادۍ دتامينيدلوسره سم زموږ دهېواد فرهنګپال اولس
دلسګونو صوتي، تصويري اوچاپي رسنيو ترڅنګ دګڼ شمېرفرهنګي ټولنو جوړولوته
هم کوټلي اقدامات وکړل. چې داکار دافغانستان دفرهنګي ودې اوبشپړتيا په
برخه کې يومهم اوعمده اصل وپيژندل شو. بايد وويل شي چې نن ورځ دهېواد په
بېلابېلو ولاياتوکې فرهنګي ټولنې ايجاد شوي اوځوان شاعران، ليکوالان،
هنرمندان پکې په خلاق کارونو بوخت اولګيا دي. دافغانستان دبېلابيلو
ولايتونو له جملي څخه يوهم لويه پکتيا ده په دې معنى چې لويه پکتيا
دآزادو مطبوعاتو اورسنيو اوکلتوري غورځنګ درشد، ودې اوپرمختيا په لور
ګړندي اوچټک ګامونه اخلي اوهلې ځلې کوي هغه نيمګړتياوې (مادي اومعنوي
کمزورۍ) چې رسنۍ اوفرهنګي ټولنې يې ددري لسيزو جګړو اوغميزوپه ترڅ کې لري
اويايې درلودې له منځه يوسي اودمختلفو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي ستونزو
اعلاج وکړي کوم چې په دغه اوږده موده کې افغاني ټولنه په تېره بيا دلويي
پکتيا اولسونه ورسره لاس اوګريوان دي.
ددغه سيمو او ولايتونوخلک هڅه اوهاندکوي چې دبيګانه فرهنګونو منفي آغيزې
اواثرات له منځه يوسي اوپرځاى يي سوچه، اصيل اومثبت فرهنګ مستقرکړي. ددې
کار لپاره لازمه ده چې ژورنالست، ليکوال، شاعر، هنرمند په مجموع کې
هرفرهنګپال دنده لري چې دبيګانه، منفي فرهنګ پرخلاف قلم راواخلي اودقلم
په وسيله دوطن اووطنوالو په ګټه دزړه خبرې، حقايق اوواقعيتونه وليکي
اودافغاني دود اودستور، فرهنګ اوکلتورسره سم ليکنه وکړي، شعر ووايي او
داصيل فرهنګ انځورَوَنه وکړي اوله دې لارې څخه خپلې ټولنې اوخلکوته دچوپړ
مصدر وګرځي اوخپل رغنده اوسالم اهداف تشريح، دخپلې ټولنې نبض، مشکل
اوستونزه درک اوداکثريت خلکو معقول وړانديزونه، هيلي او ارمانونه په پام
کې ونيسي اوله سالم قضاوت نه کار واخلي ځکه خداى مه کړه که چېرې په ټولنه
کې يوشاعر، ژورنالست، ليکوال، تاريخ پوه پخپله ليکنه، شعر، څيړنه ياسپړنه
کې تېروتنه يامنفي قضاوت وکړي دټولنې اوخداى په نزد مجرم ګڼل کيږي، ولې
چې قلم سرښندنه، پرهيزګاري، صداقت اورښتينولي غواړي، يوليکوال اوفرهنګپال
بايددهېواد، سيمي اونړۍ له سياستونو اورازونو سره اشنايې ولري، دخپل
هېواد  اوهېوادوالو ملي ګټي په پام کې ونيسي، دهېواد دملي منافعو، ملي
دود اودستور، فرهنګ اوکلتور اوموضوعه قوانينو دتحفظ اورعايت په لاره کې
جداًُ متوجه وي اوخپل ديني اومذهبي اصول اوموازين دسترګو دکسې په شان
وګڼي.
 دبيلګې په توګه دتورې اوقلم خاوند، درزم اوبزم په ډګر کې دپښتني ټولنې
ستر اتل خوشحال خان خټک څلورسوه کاله پخوا دپښتنې فرهنګ دودې، پرمختګ
لپاره رغنده اوخلاقه هلې ځلې کړي دي، ده پخپلو ټولوعلمي، فرهنګي، اجتماعي
اوسياسي آثاروکې چې نږدې دوه نيم سووته رسيږي دافغاني کلتور اوفرهنګ
ستاينه اويادونه کړى ده چې پښتني اوافغاني ټولنه بايد دهغه دايډيالوژۍ،
ځانګړي سبک اومکتب پيروي وکړي اودنوموړي درزمي اوبزمي اشعارو اوکلياتو په
معني، مفهوم اومحتوا ځانونه پوه اوپه عمل کې پلې کړي . مطلب داچې ويلى شو
هيڅوک نشي کولاى يوازې په ژبه اوتشو شعارونوسره په دې اوهغه نامه ځان په
ټولنه کې مطرح کړي اوځان ته ځاى پيداکړي ځکه پښتون اوپښتونولي ځان ته
اصول، قواعد، قوانين، دوديز مراسم، عرف اوعادات لري، دسوچه اواصيل کلتور
لرونکي وي اوانساني ارزښتونوته درناوۍ اودهغوى رعايت اوپالنه دهرژمن
اومتعهد افغان مهمه دنده اومسئوليت ګڼل کيږي لکه څنګه چې موږ وليدل په
تېرو لسو کلونوکې زموږ په وطن کې دبيان آزادي يوڅه تامين شوه اوپه
تجربوسره مو مختلفې پديدې وکتلې اوداموهم وليدلې چې ځينو دبيان دآزادۍ
څخه منفي اوچا مثبته استفاده وکړه، ځينوله تبعيض اونژادي توپيرونوڅخه کار
واخيست خوځينو بيا دمعقول تفکر اوتدبر په رڼاکې سم عمل وکړ دساري په توګه
کله چې ډاکټر رمضان بشردوست چې زموږ دهېواد په هزاره توکم پورې اړه لري
اوتېرکال يې دولسمشرۍ لپاره ځان نوماندکړى و په پښتنې سيمو او ولايتونوکې
مخصوصاً اودهېواد په نورو ولاياتوکې عموماً دومره پښتنو ورته رايه اچولې
وې چې سارۍ يه درلود اوداسې استقبال اوهرکلى وشوچې نړۍ ورته ګوته په غاښ
حيرانه شو. بشردوست حتى سرحدى سيموته چې ظاهراً شرايط پکې هم ډير ستونزمن
و دوحشت اووېرې خبرونه خپريدل نوموړي هلته خپل کمپاين وکړ اوکمپاين يې هم
زيات بريالى و اودنړۍ خلکوته يې داوښودل چې سرحدي سيمي په تېره بيا لويي
پکتيا واقعاً دځانګړي تمدن، فرهنګ لرونکي اوپه سوچه کلتوري، ملي مسائلو
ولاړ اومتکي دى اودوى دپښتونولى له اصولو څخه نه تيريږي اوهمدارنګه نور
په لسګونو پښتنې صفات، ځانګړتياوې اوتجارب هم لري.
 اوس به راشو اووبه ګرځو اصل کيسې اومطلب ته اوهغه داچې زموږ فرهنګي
ټولنې اوکلتوري بنيادونه بايد نويو پديدو، نويو خبرو، اصيل سوچه فرهنګ په
پام کې ونيسي د ودې اوتکامل په خاطريې هڅه اوهاند وکړي، دداسې دودونو رسم
اورواجونو په غنا اوتکامل کې کوشش وکړي چې داکثريت افغاني ټولنې، په تېره
بيا زموږ دسيمو اوسرحدي ولاياتو دوياړونو، افتخاراتو اومباهاتو لامل
وګرځي اوخپلې ټولنې ته داسې مثبت بدلونونه اوتغييرات ورپه برخه کړو چې
داکثريت خلکو غوښتنه وي. نه داچې منفي اړخونو ته لاس واچوو چې داکثريت
خلکو دختم، تباهۍ اوبربادۍ لامل وګرځي اوپه دې خوشحال شو چې موږ دخلکو په
اذهانو، فکرونو اومغزونوکې پرازيت يا ويروس اوياپه بله ژبه مکروب وشيندو.
اوپه دې توګه تش په نوم شهرت ترلاسه کړو حال داچې نن دنړۍ په اکثرو
هېوادونوکې چې افغانستان هم پکې شامل دى، خلک دټولګټو کارونو، پروژو ملي
چارو سرته رسولوته تږي اودرياليزم ياواقعيت ګرايي په لور روان دي اوداسې
کارونه سرته رسوي چې ددوى پت اوعزت، شرف او وقار خوندي، مصوون اومامون
کړي. اودافغاني ټولنې شخصيت، عزت اوافغاني غرورته صدمه ونه رسيږي اوهم
پکې دوطن اوملي نواميسو حيثيت پرځاى اود اولس په ګټه وي.
 اوداکار هغه وخت سرته رسيدلى شي چې دسلامشورې، همغږۍ روحيه دټولنې دغړو
ترمنځ پياوړۍ اودبېلابېلو قومونو، اشخاصو، افرادو ځانګړي دود اودستور
فرهنګ اوکلتور، خدمت اوعزت مدنظر ونيول شي
 اوکه چېرې خداى مه کړه داتحاد، اتفاق، همغږۍ اوهمکارۍ روحيه شتون ونه
لري اوکړه وړه موله ملي اواسلامي منافعو اوغوښتنو سره مغايرت اومنافات
ولري نه يوازې داکار دهېواد اوهېوادوالو په ګټه نه دى بلکې دملي فرهنګ
اوکلتورسره هم مخالف عمل ګڼل کيږي . نوله دې امله زموږ دوطن پالو
هېوادوالو، علماوو، فرهنګپالانو، ژورناليستانو، ليکوالانو، قومي مشرانو
اوسپين ږيرو ملي دنده اووجيبه ده چې په ټولنه کې هغه مسائل اوموضوعات چې
دخلکو له ورځني ژوندانه اواړتياوو سره تړاو اودلومړيتوب حق لري، دخلکو په
ګټه وڅيړي، غور اوبحث پرې وکړي اوپخپلو خبرو اترو، سلامشورو کې له هيڅ
راز تبعيض اوتوپيرڅخه کار وانخلي اونه دې په خلکوکې په قومونو اوقبايلوکې
په سيمه ئيز اوټولنيز لحاظ دبئ اتفاقي، نفاق اوشقاق زمينه برابره کړي.


 زموږ په آند په کار ده چې په لومړي ګام
کې دټولنې مطرح ديني عالمان، قومي مشران اومخور، دمختلفو فرهنګي اومدني
ټولنو استازي، دهېواد اوسيمې مطرح مطبوعاتي استازي ددولتي مسئولو چارواکو
په مرسته او ملاتړ دهېواد اوسيمې مهم مسائل په ملي کچه په پوره غور اودقت
سره وڅيړي او وروسته بيا خپل تصميم اوپريکړه اعلام کړي. تمه ده چې دغه
راز خبرې اترې، سلامشوري اوپريکړې به هم دهېواد اوهېوادوالو په ګټه تمامې
شي اوپايلې به يې مثبتي اوپه زړه پورې وي.