کور / تازه خبرونه / په کوز دير کې د ځانمرګي بريد له امله يودېرش کسان ووژل شول.

په کوز دير کې د ځانمرګي بريد له امله يودېرش کسان ووژل شول.

کوز دير: د کوزير دير د ثمرباغ تحصيل د بيروشينه په سيمه کې د جنازې په ترڅ کې ځانمرگي بريد شوى چې له امله يې يو دېرش کسان وژل شوي او اويا ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى، بريد تېره ورځ ماسپښين مهال په بيروشينه سيمه کې د بخت سلطان نومې شخص د جنازې په مراسمو کې چې پر موټر وى په ټرافيکى پېښه کې په حق رسېدلى وو تر سره شوى دى، يو ځانمرګي بريد کوونکي خپل ځان د جنازې په صفونو کې ځاى په ځاى کړى وو او چاودنه يې وکړه چې په ترڅ کې يې يو دېرش کسان وژل شوي او له اوياو څخه ډېر ټپيان دي، د پوليسو په وينا ځانمرگي بريدکوونکى د پنځلس کالو په عمر کې وو او لس کيلو گرامه چاودېدونکي مواد يې کارولي وو.، د خبر له مخې ويل کيږي چې بخت سلطان چې د جنازې مراسم يې تر سره کېدل د کونړ د پخواني والي ملک زرين وراره او په دير سيمه کې د امن لښکر مشر ؤ، د يادونې وړ ده چې ملک زرين هم په کونړ کې د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې وژل شوى وو.