کور / هراړخیز / د حج او اوقافو وزارت محترم وزیر صاحب ته!!

د حج او اوقافو وزارت محترم وزیر صاحب ته!!

حج چې د سپيڅلي اسلام پنځمه بناء (رکن) دی، په خاص وقت كې دبيت الله (كعبي شريفې) ته ورتګ قصد او إراده كول، دالله (جل جلاله) دپاره ديو خاص عبادت دأدا كولو په خاطر، لكه څرنګه چې دهغي وضاحت دإسلام به دين كې شوی دی عبارت دی. حج الله (جل جلاله) په عمر كې يو ځل په توان لرونكو باندې فرض كړيدی، او هغه اشخاص چې د حج د اداء کولو توان لري د ټولې اسلامي نړۍ څخه سعودي عربستان ته پدې خاطر ځي، چې د حج مراسم ترسره کړي، د ټولې نړۍ د مسلمانانو څخه یوه ډله افغان مسلمان ولس هم دي، چې د حج د فريضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته ورځي. په تېرو څو کلنو کې افغان حاجیان له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وه، چې له جملې یې د افغان حاجیانو د تګ، راتګ ، په سعودي عربستان کې د اوسېدو او نور ډول ډول ستونزې هغه څه وه، چې افغان حاجیان به ورسره مخامخ وه، خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د یادې پروسې د شروع کېدو څخه ترمخه اعلان کړی وه، چې سږ کال یې د حج د فریضې د اداء کولو لپاره افغان حاجیانو ته داسې پروګرامونه ترتیب کړي دي، چې حاجیان به په کې تر ډېره ځایه له ستونزو سره مخ نه شي، د حج او اوقافو وزارت چارواکو ویل، سږ کال مخکې له مخکې د حاجیانو هوايي ټرانسپورټ، په سعودي عربستان کې حرم شریف ته د نږدې ځایونو نیول، روغتیا او د تجربه لرونکو ښوونکو ګمارلو ته لازم تدابیر نیول شوي دي، او زیاتوله یې چې د حج مراسمو لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي، پر پخوانيو کړنلارو غور شوی او ځیني تدابیر نوي شوي دي.
د یادو وعدو ترڅنګ باید له یاده ونه باسو چې په تېرو پروسو کې به هم د یاد وزارت چارواکو د هر ډول چمتوالي خبر ورکوه خو کله به چې پروسه پای ته ورسېده ټولې هغه نیمګړتیاوې به پکې په ګوته شوې، کومو سره به چې افغان حاجیان مخامخ شوي وه، لکه د تېر کال د همدغه مراسمو په بهیر کې د حج او اوقافو سرپرست وزیر صدیق چکری د اداري فساد په تور تورن شوی، چې تر اوسه څارنوالۍ ته نه دی حاضر شوی او په بهر کې اوسېږي.
خو د حج او اوقافو وزارت اوسنی حالت د تېرو کالو په پرتله ډېر کمزوری او د مشکلاتو ډک ځکه ښکاري، چې سعودي عربستان د تګ څخه تر مخه افغان حاجیان له ستونزو سره په داخل د افغانستان کې لاس او ګریوان دي، د ټولو ولاياتونو سهمیه د وزارت چارواکو په لاس کې نیولې، داسې ګونګوسې او آوازې هم شته چې په وزارت کې د تېرو کلونو پر خلاف ډېرې پیسې اخیستل کېږي، چې پکې د وزارت د لوړپوړو چارواکو لاس دی، شاید د وزارت چارواکو د ولایاتو سهمیه هم په همدې خاطر په خپل لاس کې نیولي وي، چې یو څه پیسې ترلاسه کړي، دا خو هغه مشکلات دي، چې د حج ادا کولو د پروسې تر مخه په هېواد کې دننه تر سترګو کېږي، دا چې په سعودي عربستان کې به د افغان حاجیانو څه حال وي، وخت به یې ثابته کړي، خو باید یادونه وکړم چې د وزارت اوسنيو چارواکو د خپلو کړنو په وجهه په مرکز او ولایاتو کې حرج و مرج جوړ کړی دی، ځيني دوستان، خپلوانو او د پارلمان د غړو لخواء ورمعرفي شویو اشخاصو ته سهم ورکوي مګر د ولاياتو او هغه اشخاص چې نه يې پيژني په سهم ورکولو کې ورته ستونزې او مشکلات جوړوي، دې حالاتو ته په لیدو ویلای شوه،چې د همدې فرمایشتي سهمو ورکولو په خاطر غواړي په وزارت کې پاتي شي، د حج او اوقافو لوړپوړي چارواکي د دولت او دولتي حاکميت په غم کې نه دي، قومي مشرانو، علماء کرامو، دولت پلو اشخاصو، يتيمانو، کونډو او شهداوو وارثینو ته هېڅ قسم توجهه نه کوي، تول صلاحیتونه يې په خپل لاس کې اخيستي، او په ولاياتو کې یې ریاستونه بې واکه کړي، د وزارت د چارواکو لخواء داسې کړنو که له یوې خواء په مرکز کې مشکلات راولاړ کړي، له بلې خواء يې ولايتي ادارې د عامو خلکو سره په ټکر کې اچولي، د ولایاتو اوسېدونکي ولايتي ادارو او رياستونو ته په دې خاطر مراجعه کوي، چې ګواکې په ولایتي ادارې کې به څه مشکلات وي، مګر يو څوک د ولاياتو څخه خپله سروی (پلټنه) شروع او د وزارت تر دروازې يې ورسوي هلته به په حقیقت پوهه شي، چې مشکلات د وزارت له دروازې څخه شروع دي.
زه د یو بااحساسه او مسلمان افغان په صفت له حج او اوقافو له وزیر څخه غوښتنه کوم، چې نور دې دغه کارونو ته د پای ټکی کېږدي، کوښښ دې نه کوي،چې د ولس او دولت تر منځ فاصله پیدا کړي، او خپل نوم دې کله د صدیق چکري په شان په فساد ښکیلو اشخاصو په نوم لړ کې وګوري.
په همدې هیله.