کور / تازه خبرونه / سراج الدين حقاني : په پاکستان کې مو مرکزونه نشته.

سراج الدين حقاني : په پاکستان کې مو مرکزونه نشته.

کراچۍ : د جيو د خبري اردو ژبي کانال د خبر له مخې د حقاني د شبکې مشر سراج الديق حقاني ويلي دي، چې مرکزونه يې په پاکستان کې نشته. په افغانستان کې مرکزونه خوندي دي. دا خبرې نوموړي يوې بهرنۍ سرچينې ته کړي دي. نوموړى د افغانستان او امريکا لخوا ورته د سولې وړانديزونه رد کړي. او وايي، چې امريکا د دوى ډله وېشل غواړي او غواړي چې له طالبانو څخه يې جلا کړي، خو په دې کوښښونو کې ناکامه شوې ده. نوموړي دا هم وويل چې د سولې په خبرو کې هغه وخت برخه اخيستلى شي چې طالبان په سوله کې برخه واخلي. امريکا د سراج الدين حقاني په سر ٥٠ لکه ډالره انعام ايښى دى. نوموړي دا هم وويل چې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه د هغوى شورا يعنې طالبان به کوي.