کور / تازه خبرونه / اشفاق کياني : د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې شوي دي.

اشفاق کياني : د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې شوي دي.

ميډرډ : د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني څرگنده کړې ده، چې ناټو د افغانستان څخه تر ٢٠١٤ پورې وتلو ته چمتو نه ده. دا خبرې نوموړي په هسپانيه کې يوې غونډې ته د وينا په وخت وکړې او زياته يې کړه، چې ناټو د افغانستان څخه د وتلو دقيقه نېټه نه شي ښودلې. په نورو لارو چارو غور کولاى شي. نوموړي دا هم وويل چې د افغانستان او پاکستان اړيکې د ډاډ وړ دي او په دې کې نور غوروالى هم راتلاى شي.