کور / تازه خبرونه / سعودي په اوركزۍ ايجنسۍ كې له بې ځايه شويو سره مرسته وکړه

سعودي په اوركزۍ ايجنسۍ كې له بې ځايه شويو سره مرسته وکړه

اسلام اباد: د اى پي پي خبري سرچينې دخبر له مخې سعودي عرب كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو( ادارې يو اېن اېچ سي آر )ته په اوركزۍ ايجنسۍ كې د عملياتو په مهال د بې كوره شويو ځاى په ځاى کېدو او مرستې لپاره 18 لاكه ډالر مرسته وركړې۔په دې اړه د سعودي فنډ او د يو اېن اېچ سي آر ترمينځه لوظ نامه لاس ليك شوه چې له مخې به يې په اوركزۍ ايجنسۍ كې د بې كوره شويو كسانو بحالۍ لپاره د يوې كوټې 1000 كورونه جوړولې شي۔د يو اېن اېچ سي آر سرچينوله مخې د 2009 څخه تراوسه پورې د وسله والو په ضد په عملياتو كښې 42 زره كسان بې كوره شوي۔په دې مهال په پاكستان كې د سعودي سفير عبدالعزيز بن ابراهيمي الغدير ووئيل چې د سعودي حكومت به د يو اېن اېچ سي آرله لارې خپله مرسته جاري ساتي چې دغسې د ځپليو د بحالي لړۍ روانه وساتلې شي۔په پاكستان كښې د يو اېن اېچ سي آر مشر منګيشا كبيدى ووئيل چې د سعودي مرسته به په صفا ډول كارولې شي او په اوركزۍ ايجنسۍ كښې به پاخه كورونه جوړولې شي چې دغسې بې كوره شوي كسان خپلو كورونو ته ستانه شي۔ده ووئيل چې دا كورونه به د اوركزۍ ايجنسۍ په ستوري خېل٬اتمان خېل٬مستي خېل او د شېخانو په سيمه كښې جوړولې شي۔