کور / تازه خبرونه / د چپرهار د قومي شورا مشر ملک شفيق الله ووژل شو.

د چپرهار د قومي شورا مشر ملک شفيق الله ووژل شو.

جلال اباد: د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د انکشافي شورا غړى او قومي مشر ملک شفيق الله د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوى دى، د چپرهار ولسوال معلم معشوق پېښه تاييد کړې او څرګنده کړې يې ده چې پېښه تېر ماسخوتن اووه بجې د نوموړې ولسوالۍ د مرکز دوه کيلومترۍ کې د غوراباد په سيمه کې رامنځ ته شوه، څلورو موټرسايکل سپرو په نوموړي ډزې وکړې او ويې واژه.