کور / راپور / برخلیک یو کلن شو

برخلیک یو کلن شو

افغاني رسنۍ باید دملی یووالي په تحقق کې رغنده او توده ونډه ولري.
                                                                                                                            (ژورنالېستان)
دبرخلیک اونیزې تر یوه کال خپرنیز یانه وروسته په روانه  اونۍ کې د یادې اونیزې دکلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ګڼو ژورنالېستانو او دهېواد نوماندو لیکوالو ونډه واخېسته .
ددغې نمانځغونډې په مناسبت د افغانستان دپوهنې وزیر، وطن تلویزیون، میوند تلویزیون سپما ټولنې او یو شمېر نورو مراجعو خپل پیغامونه را استولي وو چې دستیج پر سر ولوستل شول .
دغونډې یو تن ګډونوال فدا محمد فایض چې دهېواد نوماند تحلیل کونکی او لیکوال دی په دې موقع   وویل چې که رسني خپلو مسولیتونو ته پاملرنه وکړي او یا هم رسنۍ په حقیقت کې د خپلو اصولو پابندې و اوسي نو په دغه صورت  حا ل کې  کې ګتور او د رغونکي بدلونونه راولي .
دنوموړي په وینا درسنیو په بهیر کې کج روي پهټولنه کې یوازې دبدبختۍ لامل کېدای شي او بس .
د سپما د ټولنې مشر ضیا بومیا وویل چې  په تېرو لسو کلونو کې رسنیو بېسار ې وده کړې ده . دنوموړي په وینا درسنیو ترمنځ د کمیت او کیفیت مسأله  هغه څه دي چې د افغاني رسنیو پر وړاندې یې یوه ستره ستونزه بللای شو او ډېرې رسنۍ معیاري خپرونې نه لري چې باید د ژورنالېزم اصولو ته پکې پاملرنه وشي .
انجینیر فضل ربی وردک  دبرخلیک مسول مدیر  په یاده  موقع وویل  چې  برخلیک د افغنانو د روان صورت حال او دهغوۍ د کړاونو او دردونو، غوښتنو او پوښتنو  د حقیقي ترجمان په توګه ایجاد شوی او دا به تر پایه په همدې عقیده خپل ولس ته  درسنیو په ډګر کې چوپړ تر سره کړي .
د برخلیک یو تن همکار سید اختیار سباوون په خپل نوبت دبرخلیک د پالیسۍ په تشریح کې وویل چې برخلیک دبیان ازادۍ ته په درناوي سره خپل خپرنیز پړاوونه لنډوي او د هېڅ کورني یا بهرنی سیاسي فلسفې تر اغېز لاندې نه دی .
دنوموړي په وینا برخلیک په دې موخه په خپرېدا پیل کړی چې په افغاني ټولنه کې خلکو ته د بیان دازادۍ حقیقي تمثیل وکړي او په دې لاره کې د چا مرستو ته نه دی سترګې په  لاره بلکې د بازار موندنې پر مټ خپل ژورنالستیک یون ته دوام ورکوي .
دغونډې په بهیر کې دپښتو ژبې ځوان شاعر عزت الله ځواب خپل تازه نظم واوراوه چې د ګډونوالو له خوا أّ چکچکو بدرګه شو .
دغونډې په پای کې د برخلیک اونیزې یو شمېر همکارانو ته د ښه خدمت ستاینلیکونه ورکړل شول چې په دې لړ کې دغه کسان وستایل شول  انجینیر فضل ربی وردک، حاجی حبیب الرحمن ابراهیمي، سید اختیار سباوون ، میرویس توخی ، خالد احمد فیضي ، غلام سرور، صابر عزیز، تور اجمل ساپی قاري معصوم وردک روح الله یعقوبي  . همدا راز ځوان شاعر عزت الله ځواب ته افتخاري ستاینلیک ورکړل شو.
په پای کې  د ولسي جرګې غړي او د امین بنسټ مشر  انجینیر شیرولي وردک دغونډې تر ارزونې وروسته په دوعائیه سره غونډه پای ته ورسوله .