کور / تازه خبرونه / د دفاع وزارت پاکستان ته خبردارى ورکړ

د دفاع وزارت پاکستان ته خبردارى ورکړ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي که پاکستاني پوځيان پر کونړ ولايت باندي د راکټونو باران ونه دروي، دوى به په متقابل اقدام لاس پوري کړي.
د ملي دفاع وزارت وايي پاکستان بايد ژر تر ژره راکټي بريدونه ودروي.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي پاکستاني پوځيانو له دير څخه د سپټمبر له ٢١ مي راهيسي شاوخوا ٥٠٠ راکټونه راغورځولي دي، چي له امله يې په لسګونو کورنۍ د کورونو پرېښودو ته مجبوره سوي او ډېر کورونه او جوماتونه وران سوي دي، چي سپکه مرګ ژوبله هم لري.
بلي خوا ته د پاکستاني پوځ وياند وايي دوى تر خپل حاکميت لاندي سيمو څخه پر کونړ ولايت د دغسي بريدونو له کېدو خبر نه دي.