کور / تازه خبرونه / افغان جاسوس د سي، آى، اې امريکايي مامور وواژه

افغان جاسوس د سي، آى، اې امريکايي مامور وواژه

د امريکا سفارت وايي تيره شپه د سي، آى، اې يوه افغان کارکوونکي يو امريکايي په ډزو وواژه.
د امريکا د سفارت په وينا د دوى يوه افغان مامور د سي، آى، اې په مرکز کي د خپلي وسلې مخ د امريکايي مامورينو پر خوا واړاوه، يو تن يې مړ او بل يې ټپي کړ.
دغه پېښه تيره شپه د جمهوري رياست ودانۍ ته څرمه په آريانا هوټل کي رامنځته سوې ده، چي د شاوخوا سيمي خلګو يې ډزي واورېدې.
د امريکا سفارت وايي وروسته د نورو امريکايي مامورينو له خوا د دوى افغان کارمند هم وژل سوى دئ.