کور / تازه خبرونه / تخار:د نجونو لیسي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

تخار:د نجونو لیسي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د تخار ولایت د چاه آب ولسوالي د سمتی نجونو لیسي د ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولايت دپوهنې ریاست د مسوولینو لخوا په داسى حال كې چې د سیمې ولسوال، قومي مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګډون درلود کیښودل شوه.


نوموړی ودانۍ په پا خه او اساسي ډول د ۴ جریبه ځمکي په ساحه کې چې دسیمی دیو تن معارف دوست لخوا په وړیا ډول معارف ته ورکړل شوی په دوو پوړنو کې د ۴۰۰ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د صنایعو او معادن وزارت په مالی لګښت دیو کال په موده کې جوړیږی، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونۍ، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه او نور ي آسانتیاوې به و لری.


د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی لیسه کې ۷۰۰ تنه انجونۍ زده کوونکی چې د زده کړی چاری یې د۲۰ تنو ښوونکو لخوا پرمخ بیول کیږی په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شى.