کور / تازه خبرونه / اسلام آباد: دافغان سفارت لخوا د رباني د فاتحې مراسم تر سره شول.

اسلام آباد: دافغان سفارت لخوا د رباني د فاتحې مراسم تر سره شول.

اسلام آباد: د اسلام آباد په افغان سفارت کې د استاد رباني دوه ورځنۍ فاتحه تر سره شوه، د سفارت په هغه کتاب کې د گډونوالو لخوا استاد رباني ته پېرزوينې وليکل شوې چې ورته چمتو کړى شوى وو، په نوموړې فاتحه کې د پاکستان يو شمېر سياستوالو هم برخه واخيسته او افغان کډوال هم د فاتحې مراسمو ته ورغلل او ورته مراسم د پېښور په جنرل کونسلګرۍ کې هم تر سره شول.