کور / تازه خبرونه / جنګ او حملې ۳۹٪ زیات سوي دي

جنګ او حملې ۳۹٪ زیات سوي دي

د انګلستان ګارډین اخبار د ملګرو ملتو د تازه راپور په حواله لیکی چی په افغانستان کی د روان کال په اتو میاشتو کی د تیر کال د همدې مودې په مقایسه حملې او جنګ ۳۹٪ زیات سوی دی .
راپور وایی چی هره میاشت په اوسط ډول ۲۱۰۸ حملې کیږی چی دا دطالبانو ، ناټو او افغان حکومت د ځواکونو د حملو مجموعه ده .
راپور زیاتوی چی سږ کال د طالبانو څو مغلقو حملو خصوصأ په کابل کی دا وښودل چی هغوی د ناټو د دې ادعا پر خلاف چی ویلی یې وو هغوی مو کمزوره او مات کړي دي ، برعکس پیاوړی سوي دي .