کور / هراړخیز / د فردى او ټولنيز مسؤوليت حس بايد پياوړي كړو

د فردى او ټولنيز مسؤوليت حس بايد پياوړي كړو

په دې خبره هر څوك پوه ديچې انسان آزاد او خپلواك پيدا شوي، مګر له آزادي سره سره مسؤول هم دي، كه چيري دمسؤوليت پوښتنه په منځ كې نه واي، نو انسان به له خپلي آزادي څخه سمه او معقولهګټه نه واي اخيستي، نن ورځ چې بشر كومو مراتبو ته رسيدلي او د هغه د پام وړ علمياو فكري څرګندونو چې كومي نتيجې منځ ته راوړي د هماغه مسؤوليت احساس محصول دي.


د انسان په ژوند كې دوهعمده مسؤوليتونه نغښتي دي چې يو يې معنوي مسؤوليت او بل يې مادي مسؤوليت دي.


د بشر معنوي مسؤوليت، پهديني او مذهبي مباديو باندي له ايمان او باور نه سر بيره د هغه د فطري عواطفو پهكار اچول دي، چې دا خاصه انسانان يو له بل سره نژدي كوي او يو له بل سره د مرستيوفا داري او زړه خوږي دانګيرني باعث ګرځي چې په نتيجه كې د بشر د بقا غريزه لههمدې ځايه سرچينه نيسي.


بل د انسان مادي مسؤوليتدي ، چې انسان مجبور دي تر څو خپله ګېډه مړه وساتي او خپل بدن پټ كړي. دا مسؤوليت دي چې انسان دي ته راكاږي تر څو د علم او پوهې د لاسته راستو پهوسيله خپل فكر روښانه او عمل پياوړي كړي او په هر شغل كې چې وي د خپل كار محصوللوړ بوزي تر څو خپل صحت او روغتيا لا نوره هم ښه وساتي، خپل اولاد پر سمه توګهوروزي ، تر څو د هغوي له نتيجې نه يوه سالمه ټولنه منځ ته راشي.


مسؤوليت د بشر د علمي حياتد درجي، مدني او فكري او حتىٰ د عمر د مراتبو سره سم ډيريږي. تر څو چې ماشوم دي مسؤوليتيې د ماشوم توب په اندازه دي او كله چې ځلميتوب ته رسيږي د هغه مسؤوليت لانور همزياتيږي.


بې علمو خلكو او پوهانومسؤوليت هم د ماشوم او ځوان د مسؤوليت په اندازه توپير كوي، په مترقي او پرمختللواو په بيرته پاتي ټولنو كې هماغه توپير او اختلاف موجود دي په هغو ټولنو او وګړوكې چې د مسؤوليت پيژندنه يې زياته وي په نړي كې د هغوي برياليتوب ډېر ښه او زياندي، او د هغو چې د مسؤوليت احساس يې لږ وي برياليتوب يې هم لږوي.


په ټولنو او افرادو كې دروزنې ډېر لوړ رول همدا د مسؤوليت پيژندني د روزلو درك ښيي.


كله چې په فرد ياو اجتماعيچارو كې د خلكو مسؤوليت پراختيا پيدا كړي هغه وخت په هغو خلكو او د هغوي پهراتلونكي نيكمرغۍ باندي باور او اعتقاد كيدلاي شي، او هغه كسان چې د مسؤوليت احساسنه لري په هغوي باندي ايمان او يقين درلودل څه مانا نلري.


مونږ چې نن ورځ يو نويافغانستان په درشل كې د پراختيا او تحول په نوي مرحله كې ګام ايښي او د هغو وظايفواو كارونو په جريان كې واقع يو كوم چې د حديت، صداقت او پاكوالي ايجاب او غوښتنهكوي.


نو ښايي چې زيار وباسو ترڅو زمونږ د وګړو د مسؤ،ليت درك په كلكه سره تقويه شي په داسې ډول چې له هر څه نه دمخه بايد وپوهيږو چې د يوه انګړ په جوړولو بوخت يو چې هغه د هېواد انګړ دي زموږنيكمرغۍ سر لوړي او افتخار په هغه كې دي چې تر څو دا كور ښه ښايسته او كلك جوړ اوآباد شي.


دوهم دا چې كوم وګړي چې دافغان ټولنه جوړوي ټول د يوه ځانګړي وجود په څيره دي، څرنګه چې د بدن د يوه غړيدرد ټول غړي نا آرامه كوي همدارنګه د وطنوالو د يوي ډلي د پريشاني او بد مرغي دردټول هېوادوال متاْثره كوي. او لازمه ده چې كوښښ وكړوتر څو دا د پريشاني او عوصي درد او د صعيفو او ناتوانو طبقاتو غم او تكليف د مادياو معنوي مرستو له لياري ليري كړو. دريم د يوه ډير لويمسؤوليت ادراك چې زمونږ پام ځانته اړوي هغه د نا پوهۍ او بيسوادۍ ډګر دي، تر هغهوخته چې د هېواد ټول بچيان د يوهنې او سواد له رڼا بشپړه برخه ونه لري د وطن دخدمت قدرت او د خصوصي او رسمي وظايفو سرته رسول څرنګه چې ښايي نشي تر سره كيدلاياو دا ادراك له ټولو نه زيات بايد د وطن د اولاد په خټه او د استادانو، ښوونكو اومعلمانو په ضمير كې تقويه شي.


څلورم زمونږ معنويمسؤوليتونه هغه دي تر څو پوه شو او په كلكه سره يقين ولرو چې مسلمان يو او پاكخداي(ج( له مونږ نه د قرآن كريم لهاحكامو سره سم دعمل صحت، د وينا سموالي، د وجدان پاكوالي د نيت صفايي، له مناهيونه ليري والي غواړي په معاملاتو او وركړو دركړو كې بايد صميمي واوسو، په اخيستنواو پيرېدو كې بايد شرعي احكام په نظر كې ولرو او له چل او غولوني نه ځان وژغورو.


دا كار يعني يو له بل سرهد نظر ښه والي، د همنوعو د حقوقو رعايت، او له چلول نه ځان ساتل له معنوي ګټو نهسر بيره د انسان مادي ګتي هم توقيه كوي او په ټ،لنه كې د يووالي او وحدت روح، دنيك فكر او خير غوښتني احساسات زياتوي، چې دا هم د مطبوعاتو، پوهانو، علماؤ اومنورينو وظيفه ده تر څو د خپلو مثبتو او ګټورو تبليغاتو او نشراتو په وسيله د خلكوذهنيتونه روښانه او ټولنه ددې مسؤوليت په ګټو او ښېګڼو باندي آشنا كړي.


هو! د پوهانو او منورينو وظيفهده چ د وطن ماشومان د عصر له ايجاباتو او ديني احكامو سره سم وروزي په هغوي كې دقوي ايمان او وطن پالني حس تقويه كړي تر څو د عمر تر پايه خپل ايماني او ټولنيزمسؤوليت  وپيژني هيڅ وخت له سمي او مستقيميلياري نه ګوږ نشي خپل ځان او نور د بد مرغي په ګنده ګي ونه غورځوي ، ځوان ټبر خپلملي مسؤوليت ته متوجه كړي، د ملي كلتور د ساتلو اوهېواد ته په پراخه پيمانه د خدمتكولو حس په هغوي كې ويښ كړي او ويې پوهوي چې د وطن ځوان طاقت تاسې ياست، وطن ستاسود قوي مټو قدرت ته اړه لري د وطن د آبادي او د وطنوالو د هوساينې په لاره كې تاسېله هر چانه زيات مسؤوليت، لري ، سپين ږيري او د پاخه عمر خلك هم د هغوي دور سپارلشوو مكلفيتو باندي ثابت وساتي او له ځواني طبقي سره د هغوي د فكر يووالي ټينګ وساتي.