کور / سياسي / دډاکټر نجيب دحکومت عروج او زوال

دډاکټر نجيب دحکومت عروج او زوال

 دافغانستان دخلق ديموكراتيك ګوندپه مركزي كمېټه کي دنجيب په پرتله ډېرداسي كسان ول چي په ګوندکي دسابقې اوپه غړو کي دنفوذله مخي يې كولاى سواى چي تر كارمل وروسته ددې ګونداوترواك لاندي يې دحكومت رهبري کړي  ولي په دولت کي دټولودولتي كړيواوسړيوپه كيفيت پوه نجيب روسانوتر نورو اړين وباله او دا ځل يې  ديوې ځواني اوباکرکټره څېرې په ټاکلو چي دافغانستان رهبري ددوئ دوفادارۍ په موخه په ښه توګه پر مخ بوزي  رامنځته  يې کړاودافغانستان دجمهورريس په توګه يې دې سختي دندي ته په داسي حالت  وګماره چي دافغانستان په اړونددشوروي اتحاد په سياست كي له ورايه بدلونونه مخ پرڅرګنديدووه اوددې بدلونو په پلي کېدو سره نجيب وړتيا درلوده   


بدلونونه


له ببرك كارمل څخه دكتور نجيب  ته دشوروي اتحاد دمركزي كمېټې لخوادواك  دوركولوپرمهال  نجيب  له هغوي غوښتي وه  چي دګوندډېرغړي له نوموړي سره سم زړه نه لري هغه په دې معني چي اميني او ترکي خلقيان يې دپرچمي توب ،دکارمل ډلي پرچميان يې دپښتونوالۍ  پر بنسټ ورته په جبهه کي ول  تردې لا په لوړ اساس کي  دمجاهد اولس جهاد اومقاومت خو لا هغه  نه پخلاکېدونکې  جبهه وه ددوئ په وړاندي يې عملي مسلح مقاومت ښاوه ځكه بايد ده ته پوره اختيارات اوپه کابينه او نورو تشکيلاتوکي دبدلون صلاحيتونه ور كول سي چي روسانو هم په هغه وخت کي دا سي وكړل او له نوموړي سره يې داخبرومنله


 وروسته چي كله دملي روغي جوړي پروسه تر كار لاندي كېدله روسانو پرنجيب اسرار وكړ چي دځينو دولتي لويو پوستونو په اړ وندداسي يوه ستراتېژي غوره كړي ترڅوملي روغه جوړه داولس او ازادو سياسيونو په وړاندي څه تحقق ومومي او په دې سره وكولاى سي چي ددولت په كابينه كي غير حزبي كسان را منځته كړي    ددا خبري اړوندغيرګوندي سړئ ولي دنجيب حقوقي مشاور عبدالرحيم هاتف يې په اړوند دا سي وايي (( په افغانستان كي عموماً دا تمايل پيدا سويوو چي په دولت كي چي په انحصاري شكل دولتداري چي ديوه حزب حكومت وي نه چلېږي  ، دوام  نه كوي بايد يوه ايتلافي  اداره جوړه سي ځکه نوموږ خپله پروسه تر دې کار لاندي ونيوله ))· 


 


ملي ورغه جوړه


په همدې ۱۳۶۵ لمريز كال دشوروي دلښکرو دهمدې وتني سره  دقوس دمياشتي پر ۲۰ نېټه دافغانستان جمهورريس دكتور نجيب الله  مسكو ته سفر وكړ  او دهمدې مياشتي پر ۲۱ نېټه په سره ماڼۍ كي  دميخايل سرګېويچ ګرباچف لخوا په جوړسوي كنفرانس كي ګډون وكړ چي په دې  كنفرانس كي يې دملي روغي دطرحي جزيات وړاندي كړل  نوموړې طرحه  دشوروي اتحاد دجمهوري ريس ګور با چوف لخوا په تودو احساساتو بدرګه او تائيد سوه  ګربا چف وويل ((  داميپرياليزم لخوا دتپل سوي جنګ په وړاندي تاسي افغا نان كولاى سي چي دشوروي اتحاد دخلګو په حمايت دخپل هيواد دپر مختګ او انكشاف په اړ وند اړين ګا مونه پورته كړي )) ·   دهمدې خبري له امله  يې په لمړي ځل دملي روغي جوړي اعلان وكړي   او ددې پروسې دپيليدو سره دكتور نجيب تر دې توافق  وروسته عملاً هڅه پيل کړه  څو چي دملي ورغي جوړي لړۍ يې   د۱۳۶۵ كال دمر غومي پر ۲۵ نېټه په دا سي حالت كي پيل كړه  چي په ټول افغانستان كي نجيب دولتي قطعاتو امر وكړ چي نور بايد  په هيڅ تعرضي جبهه كي قرار پيدا نه كړئ حتي دمجاهدينو لخوا که پر دوئ واړه او سپك وارونه هم وسي لا دوئ  دي كوښښ وكړ چي دمجاهدينو په وړاندي كوم عكس العمل ونه ښيې چي په دې  سره دا ورځ دسولي دورځي په نامه ونوموله  سوه


 دې كړني يوه دا سي ورځ را منځته كړه چي  په ټول افغانستان كي دجدي پر ۲۵ نېټه ددولت لخوا يو ټك هم ونه سو   او كه سوى هم وي نو هغه به شاذ وو دنوموړي اور بند په دوهمه ورځ  دكندهار دراډيو تلويزين منخي ته چي دكندهار هوټل په تعمير كيې مو قعيت درلود  له يوه عسكره څخه دكلاشينكوف ناپامه ټك وسو چي وروسته د اړوندو مسئولينو لخوا تر سوال لاندي راغئ


  دملي روغي جوړي دا طرحه چي ددوكتور نجيب لخوا وړاندي سو ه  نړيوالو مطبوعاتو دميخايل سر ګيويچ ګربا چوف دسولي (( پروستوريكا)) دطرحي يو برخه وبلله او دا ابتكار يې هم پخپله دشوروي اتحاد لخوا  دسولي پر لور دور ماتېدو نښه وبلله  


  دملي روغي جوړي دسياست دپلې كېدو دپيل اوپاى لپاره شپږ مياشتي وخت كښېښوول سو ولي په شپږو مياشتو كي يې كومه عمده لاس ته را وړنه ونه در لوده   ·دځينو ميانه روه جهادي ګوندونو دا خلي قو مندانان يې تر اغيوز لاندي را غلل  ځيني قو مندانانو دملي رو غي جوړ دسياست په پلوي درا تلونكي لوى اختر دلمانځني لپاره كابل ته را غلل او دلته يې د كمونيست پلوه حكومت له يوشمېروكلانو او سناتورانو سره يو ځاى ددوكتور نجيب دحكومت لخوا په را بلل سوي په اختري مېلمستيا كي ګډون وكړ دوكتور چي داختر ددې لمړۍ ورځي کوربه  وو دخپلوخبرو په تر څ  كي دا سي وويل (( څو ورځي چي تاسو په مر كز كي وى په دې  خبره به معتقد شوي وي چي ملي روغه جوړه دخلګو دټولنيز ، سياسي ، اقتصادي ، ژوند په برخو كي دبنسټيزو بدلونو او دشخصيتونو دكارونو له ميكانيزم څخه عبارت ده  په لنډه توګه دخلګو په ژوندكي ستر بد لون او دهيواد په نوي اساسي قانون كي نوي بدلون دى )) ·


دجهادي ګوندونو عمده غبرګون


دملي روغي جوړي دپروسې دپيل  يوويشت وورځي تر مخي په پېښوركي  په دا سي حالت كي  ردسوه چي  دپېښور ښارپه فردوس نومي  چوك كي د جهادي اوو ګوندونو مشرانو دووسوو زروتنو په جلسه كي دهغې رد ووايه دا غونډه چي دسهار پر لس بجې پيل سوه  لمړى وينا وال يې ارواښاد مولوي محمد يو نس خالص وو  هغه دخپلو خبرو په ترڅ كي وويل ((  اسلام دسولي او ورورۍ دين دي ولي دا سي سولي نه يو چمتو چي يو ځل يو سړئ بل څوك په چاړه وو هي او كله چي بيا دزخمي دچاړې وار سي نو لمړۍ ورته ووايي چي سوله ده ))


دوهم وينا وال يې حضرت صبغت الله مجددي وو هغه زياته كړه : ((  تر څو چي په افغانستان كي يو شرعي نظام حاكم سوى نه وي نا ممكنه ده چي افغان مجاهد اولس وسله پر مځكه كښېږ دي ))


دريم وينا وال انجنير صاحب حكمتيار وو هغه وويل:  دنجيب دحكومت دروغي جوړي معني داده چي  دروسانو تر چتر لاندي دي مجاهدين په يوه ائتلافي حكومت كي دنجيب سره يو ځاى كښيني چي لاندي درې اړخه به ولري


1.             سره تر دې چي روسان په افغانستان كي وجود لري مجاهدين بايد وسله پر مځكه كښېږدي


2.              دموجوده فاسد حكومت تر امر لاندي دمجاهدينو سره يو ګډ نظام جوړ سي


3.          مجاهدين په ورښمين ټال سره دخپل حكومت په ښكېل کي را ولي او زموږ سپېڅلي مقا ومت دتل لپاره له منځه يو سي   


زه وروڼو ته ډا ډ ور كوم  چي دجهاد دپيروزۍ لحظې نژدې دي  په دې  اساس تا سي صبر وكړى څو بلاخره مو نهايي فتح په برخه وي 


څلرم كس  استاد بر هان  ادين رباني وو هغه وويل :  روسان په داسي وخت موږ ته دروغي جوړي وړانديز كوي چي دهغوي ټانګونه او طيارې يې اوس هم زموږ په سترګوتېريږي


  ددې  غونډ ي پنځم وينا وال استاد عبدالرب رسول سياف وو هغه دخپلو خبرو په ترڅ كي وويل:(( زموږقضيه يوازي دروسانو په وتلونه حل كېږي،بلكه ټول هغه څوك چي ددوئ سره شريك ووه هغوي مر تدين او له مر تدينوسره جوړه نا ممكنه ده 


شپږم وينا وال پير سيدا حمد ګيلاني وو ښاغلي ګيلاني وويل (( موږ له خدايه سره ژمنه كړېده چي پر خپل دغه مو قف به تر پايه پاته كېږواو دښمن ته به  دا فرصت نه ور كوو چي موږ دې ټوټې كړي ))  اووم تن  وينا وال ددې غونډي مولوي محمد نبي محمدي وو چي دنوموړي جلسې پرېكړه ليك يې ولوست : نوموړې قطع نامه په اوو مادو مشتمله وه   ·


دمجا هدينوله سخت عكس العمل سره دملي روغي جوړي پروسه مخامخ سوه خودكابل رژيم وړې  په لاس را وړني ودرلودې ځيني مهاجر دكمپونو رادباندي او په ځينو ځايو كي  چي تر اوسه ددولت له غاړي وه  دهغه مجاهدينو په سيمو كي بيرته پر خپل كار را غلل كوم چي دنجيب ددحكومت سره دملي روغي جوړي دپيوستون په موخه پټي اړيكي لرلې    ددې روغي جوړي لمړى پړاو شپږ مياتي وو چي وروسته يوه كال ته وغځېده ددې يوه کال په پا کي دملي روغي جوړ ي اړوندپه١٣٦٦.١٠.٢٦نېټه  دکابل دحکومت لخوا په جوړه سوې فوق العاده غونډه کي دکتور نجيب وويل ((زمان خواهد ګذشت وتاريخ همه مسايل را درجاى شان قرار خواهد داد اما شکي وجود ندارد سال راکه سرګذشتاندم درخاطره مردم افغانستان بمثابه سال مصالحه ملي ،سال چرخش پراي سرنوشت کشور وملت باقي خواهد ماند ))·  د وړو ګروپونو دقومندانانو اړېکو اودمهاجرو راستنښت  لکه ډول چي ښايېدله نوموړي پروسې ٠٥% هم ګټه ونه کړه همدا ووچي  وروسته بيا دولت اړ سو چي دجګړې لاره خپله كړي ؛ بيا يې لوي عمليات پيل كړل 


دژنيو مذاكرې


دمجاهدينو دمقا ومت توندواله ددې باعث سوه چي ملګري ملتونه دافغانستان په قضيه کي ځانونه دخيل وښوي اودسبا لپاره داسي نظام منځته رانسي چي يا دايران دخامنيانو غوندي مستقل اويا هم دعراق دادارې غوندي خپل سرۍ اويادپاکستان داسلامي جمهوريت غوندي په سيمه يوبې ساري مطرح هيواد  وي ځکه نوروسانوته ددوئ په اصطلاح دقانوني وتلولپاره په ژنيوکي دمذاکرانولړۍ پيل کړه ،خودژنيومذاکرې دوه درې ځلي دنامعلومودلايلوله رويه له ځنډسره مخ سوې  د١٣٦٦ لمريز كال دمرغومي پر ۱۲ نېټه دملل متحددحقوقي چاروكارپوه دكابل دڅرخي پله له زندانه كتنه وكړه چي دبنديانوله رسمي وضعي څخه رپوټ تهيه كړي تردې راوړاندي دهمدې كال دمرغومي پر ۱۴نېټه دامريكې دمتحده ايالتونوددباندينو چاور وزارت سياسي مرستيال اسلام ابادته سفروكړاوهلته يې دافغانستان دسياسي دقضيې دحل په مورد دپاكستان دجمهوريس جنرال ضياالحق سره وكتل


تردې يوه ورځ مخكي دايران دسنامجلس ريس هاشمي رفسنجاني دمطبوعاتوله لاري په ډاګه كړه چي ايران چمتودى دروسانوسره له افغانستانه دهغوئ  دوتلوپه اړ وندخبري وكړي درفسنجاني ددې څرګندوني سره جوخت  دتركيې هيوادداخوان المسليمن سازمان مشرنجم الدين اربکان په مشري دازادورسنيودژورنالستانودافغانانوسره دخواخوږي په نيت کنفرانس دايركړاوپه دې کي يې له روسانو وغوښتل چي له افغانستانه ووزي 


 دامريكې ددباندنيو چارودوزارت دسياسي مرستيال ترڅنګ چي څه ډول يې اسلام آبادته سفردردرلود په همدې ورځ دشوروي اتحاد ددباندنيوچاروزير(ايډوارډ شيوارد نادزي) كابل ته راغى دكابل دحكومت ته يې دستوروکړچي يوپلاوي دژنيو مذاكراتوته چمتوكړي 


پاكستان داومنل چي دوئ به له روسانوسره په دې  شرط خبره كوي چي دافغانستان دمؤمن ملت دګټوپرتاوان به نه وي ددلوي دمياشتي پر ۵ نېټه دملګروملتونوخاص استازي (ديا ګوكور دوويز )لمړى پاكستان ته راغى اودلته يې دپاكستان دصدراعظم محمدخان جونجوسره خبري وكړې ۱۵ ورځي وروسته بياافغانستان ته راغى اودلته يې دلوړپوړوچاروواكو سره دژنيومذكراتوپه اړوندخبري وكړې  وروسته يې په همدې ورځ پاكستان ته سفردرلود چي موضوع دكابل دحكومت ترڅنګ دپاكستاني مقاماتوسره شريكه كړي  


 دياكوردوو ويزپه پاکستان كي دپاكستاني مقاماتوترڅڼګ دمجاهدينوداووتنظيمودهئيت له مشر(مولوي محمديو نس خالص) سره وكتل درې ورځي وروسته دشوروي اتحادددباندينوچارووزيراسلام ابادته سفردرلوداوله هغوئ سره يې ځانګړي خبري ودرلودې 


تردې يوه ورځ وروسته دشوروي اتحادجمهوريس په دې اړوندغبرګون وښود: که په ژنيوکي مجلس مثبته پايله ولري روسان به دلسومياشتو په اږدو كي له افغانستانه ديوه ټاکلي مهالوېش له مخي ووزي  خو که دا مذاکرې ناکامي يا بې پايلي سي اوکه نه نورموږ له افغانستانه وتونکي يو


په دا وخت دپاكستان استازي  زين نوراني وويل چي ترهغه به دژنيوپرموافقې امضاونه كړي ترڅوچي په افغانستان ديوه اسلامي حكومت دجوړيدواودهغه درسميت كارنه وي بشپړسوي دتركيې هيوادهم دهمدې نظرپه تائيدوويل چي په افغانستان كي بايديودخلګو نظام را منځته سي 


دسلواغې پر ۲۸ نېټه دافغانستان پخواني پاچا محمدظاهرخان دايټاليې په پلازمينه روم کي خپله چوپتياماته کړه او وې ويل:چي سمدستي چمتونه دئ چي دافغانستان مشرتابه دي مؤقتاًپرغاړه واخلي


دحوت پر ٢ نېټه دايران روحاني مشر(علي خامه نيي)په افغانستان كي دافغانومجاهدنودحكومت پر جوړېدو ټينګاروكړدحوت پر ۵ نېټه دامريكي دمتحده ايالتونواستازي(ارماكوست)بياپاكستان ته سفروكړاو هلته يې دمجاهدينودپلاوي دمشرمولوي صاحب خالص سره بياوكتل تردې راوروسته مجاهدينوخپل داووه ګوني اتحاد مشرحكمتياروټاكه اوهغه په هر ډول په ژنيوكي دكابل رژيم له استازوسره دمخامخ كښېنستلوخبره ردكړه 


دنوموړي د رد څخه درې ورځي وروسته دحوت پر ۲۹ نېټه دكتورنجيب الله ديوه فرمان په ترڅ دافغانستان په ټولولويواو وړواداروكي دماركس،انګلز،سټالين اولينن دعكسونودراتاكولواوله منځه وړلوامروركړ


ددې سره جوخت څوترڅوورځي راوروسته داردن پاچا (ملك حسن) پاكستان ته سفر وكړاو دخپل سفرپه ترڅ كي يې له پاكستاني مقاماتووغوښتل چي دژنيودخبرودځنډ دله منځه تللو په اړونددي له ملل متحدسره مرسته وكړي ترڅودملګروملتونوترچترلاندي دژنيومذاكرات بيرته له سره پيل سي همداووچي يوه اونۍ وروسته دژنيومذاكرات دمجاهدينودګډون پرته پيل سول ددې خبرواترودپيلېداسره دمجاهدينويوه پلاوي داميرحمزه په مشرۍ داسلامي كنفرانس په غونډه كي ګډون وكړددې ترڅنګ رونالډرېګن دامريكې جمهور ريس په ټليفون كي دپاكستان له جمهورريس  جنرال ضياؤالحق څخه غوښتنه وكړه چي دژنيو دمذاكروپه اړ ونددي دخنډونوپه ليري كولوكي همكاري وكړي همداووچي پا كستاني سرپرست لومړي وزير زين نوراني وويل : موږ دامريكې دمتحده ايالتونودتائيدپرته دمجاهدينو په استازيتوب دژنيوتوافق نامه امضاكوو ؛


 دمجاهدينوداتحادمشرانجنيرحكمتيارديوه مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ کي دپاکستان په غبرګون كي وويل : موږ چاته اجازه نه وركووچي دمجاهدينوپرته دي دمجاهدينو په استازيتوب دژنيو مذاكرې لاس ليك کړي


دروسانودپورته تصميم سره چي نورله افغانستانه پښې سپكوي ملګروملتونود۱۳۶۶ لمريز كال په دجوزا مياشتي پر ۱۴ نېټه په ژنيوكي غونډه تركارونيوله په دې  غونډه كي دشوروي اتحاد،امريكې متحده ايالتونو،پا كستان هيواداوافغانستان دحكومت استازوته دناستي  بلنه وركوله سوه  خو دجګړې اصلي جبهه((مجاهدين))له صحنې ګوښه اودکوم ګډون چانس يې ورنه کړ دا هغه وخت وو چي څه موده مخکي په همدې ژنيوکي  دشوروي اتحاد او امريكې دمتحده ايالتونوداستازوترمنځ دتړلو در وازو تر شاه پټي خبري سوي وي


 څه موده پس د١٣٦٧کال په حمل کي دشوروي، امريكايي پاكستاني اودكمونيستي هيوادونو داستازوتر منځ په ژنيو كي بيا خبري وسوي اودخبروپه پايله كي  دشوروي اتحاددڅلوېښتم لښكرددلګيو وتل دنهو مياشتو په لړ كي پلان سوه


 چي دوتلو نېټه د۱۳۶۷ لمريز كال دجوزا له ۲۶ نېټې څخه دهمدې كال دسلواغې تر ۲۶ نېټې پوري تعين سول


 په ملل متحدكي دشوروي اتحاداوامريكې دپلاوترنظر لاندي په پنځومادوكي دافغانستان دخلق ديموكراتيك حكومت اوپاكستان اسلامي جمهوريت ترمنځ لاسليك سوه 


چي مختصره طرحه يې په لاندي ډول ده


1.         ددواړو هيوادونوترمنځ به راتلونكي يوله بله په دواړوهيوادونوكي دنه مداخلې پراساس ولاړوي((يو  دبل په چاروكي به مداخله نه كوي ))


2.          دا ماده له دوولسوفقروڅخه متشكله سوې وه چي عمده يې ټكي يې((يوتر بله ملي حاكميتونوته درناوى،ديواو بل له حقه نه محروميت،دهرډول قوې او اسلحې دكارېديني په موخه يواو بل ته نه تهديد، داقتصادي او فرهنګي مسايلوپه اړ ونددعدم اختلال مد نظرنيول،له هرډول مسلحي مداخلي څخه يودبل په چارو كي ډډۀ ،دهرډول سبوتاژمخنيوي،يودبل په هيوادنوكي دافوزيسيونودغيرمسلح تشويق نه موجوديت،په وسله باندي دمخالفينونه تجهيز،له پروپاګنډه لاس اخيستل، دنورو مهاجرونه منل پكښي شامل وه


3.             دا پرېكړه ليك د۱۳٦۸ دجوزا دمياشتي له ۱۵ نېټې څخه مورد اجراوو


4.             دواړواړخونه مكلف وه چي ددې پريكړه ليك ددوهمي مادې په ټولواړخونو به عمل كوي 


5.             دا پركړه ليك  په پښتو ، انګليسي او اردو ژبودملګروملتونوپه سازمان كي ساتله كېږي  


 وروسته ددې پرېكړه ليك په لاندي متن كي دافغا نستان اوپاكستان ددباندنيوچارودوزيرانولاس ليكونه سوي دي 


دشوروي اتحادلښكري دمهالوېش سره سم  پر ټاكلې نېټه خپل تګ پيل كړاوپرټاكلې نېټه پاى ته وروساوه 


داميني خلقيانوناکامه هڅه


دكار مل ددورې په ورستيو او دډاكټرنجيب ددورې په پيل كي په دولتي تشكيلاتوكي دخلقي افسرانوپراوږوباردپرچميانوپه پرتله دوه ځلي وو هغه په دې معني چي له يوه اړخه څخه په ټولوهغه اړخونو كي اوسيموكي چي ددولت دمخالفينومجاهدينوزورزياتيده په هماغه اندازه به په هغه سيمه كي خلقي افسران دمجاهدينو په وړاندي په دنده ګمارل كېدل دوهم داچي داوخت دپرچم دډلي واك په لاس كي وو چي دې كارهم خلقيان زورول دريم مشكل بل داوو چي خلقيان پخپلومنځونوکي هم متحدنه ول په يوه اړخ كي داميني خلقيانوشتون ووچي په ښكاره يې دحاكم دولت رهبري هيئت او هم يې دتركي خلقيانوسره ستونزه لرله داميني خلقيانوخوښځت دوئ  دې ته اړكړل چي ديوه بل دا سي نظام دمنځته ته راتګ په اقدام سي ترڅو داميني تيري دورې پراشتباهاتوله سره تېروتنه ومني په هغې كي ترميم راولي دمجاهدينودكليدي ګوندونوسره په ګډه داسي يو نظام جوړكړي چي ترډېره خپلواك او واك يې دهمدې هيوادپراکثريت ټبرپښتنوپرمحورراوګرځي ځكه يې نو په ۱۳۶۵ لمريز كال كي دملي دفاع وزارت په ۱۰۹ لمبر اطاق كښي تصميم ونياوه چي  نظامي اقدام ته تيارى ولري ولي دوئ  په دې پوهېدله چي په موجوده شرائطوكي داستخباراتوټوله دستګاه په ځانګړي ډول دخادپنځم رياست دپر چمي اوروسي مكاشفينوتروس لاندي دى چي په اسانه سره يې كولاى سواى چي ددوى پلانورامنځ ته او دزورولولپاره يې نوري فلمې هم زياتي سي


په دې وختو كي يوه ډله دكابل دحكومت لخوانيوله سوې وه چي له مجاهدينوسره دتړاوپه طور يې كو دتاه كوله ځكه نودولت هم ددې ډول كړنو دمخنيوي په ملحوظ دزياتوتدابيروڅخه كار اخيست  دخلقيانودا تصميم ترڅه وخته له ځنده سره مخ سو·


دارغنداب لوىه قوه


  د ۱۳۶۷ لمريز كال په پسرلي مو سم كي دكندهارارغنداب ته يولويه قوه ووتله په دې  قوه كي ځانګړى روسي ،كيوبايي،دافغانستان ديموكراتيكه اردواوڅاروندوۍ قوتونه وه په دې  وخت دكندهارقول اردوقومندان محمد جمعه اڅګ ووهغه څوځلي داخبره كړې وه چي ((په هرات كي يې پښه بايللې اوپه كندهاركي به سربايلي خوداخلګ بايدپر لارسي ))ځكه نو ددې كاردكړني لپاره يې  دارغنداب دټولوستراتېژكونقاطوكوم چي په هغي كي دحزب اسلامي ، جمعيت اسلامي ، مولوي خالص حزب اسلامي عمده او نوروجهادي تنظيمو وړې ډلي پرتې وې دځپلولپاره پريوه متر مربع يوه يوه توغندۍ پلان كړه اوجګړه لمړئ دخسرو،کوهک او چارغلبې له کليورا پيل اوبياوروسته ټول ارغنداب ته وغزيده  نژدې تر٤٠ورځوزيات وخت يې ونيوى دجګړې دپيل په لمړىوکي  دديموكراتيكي اردودوه نيم سوه سرتيري  دارتباط له لاري دسركاتب شهيد مل په مشرۍ د((شهيدحاجي محمودجبهې ))ته تسليم سول چي دپير پايمال،كاغانك شېرجادې له لاري دنوموړي مركز دكندهارښارجنوب غرب پلوته پروت دغاتروتربندتيراوماهي ته وروسول سول وروسته وټولومجاهدينو ته دتسليمۍ په لړكي  دنوموړي  رواني جګړې ترپايه څلورنيم زره عسكرله مجاهدينوسره يوځاى سويوه  دروسي ځانګړوقوتونواوكيوبايي قطعې په وړاندي مجاهدين هم له سختوستونزوسره يوځاي سول آن تر دې چي دنوموړي معركي لوړقومندانان په ځينو مواردو كي دروسانوترمحاصرولاندي راغلل  هغوئ  نه سواي كولاى چي پريوه ځاي له (su27) الوتكواوپر مځكه له نوموړوقوتونو سره وجنګېږي  دنوموړي جګړې حالت ماته خان محمدمجاهدچي ددې معركي يوقومندان وودا سي ووايه ((په لمړۍ ورځوكي چي جګړه پيل سوه ټولي درختي شنې وې كله چي نوموړې جګړه پاى ته ورسېده موږ فكر نه كاوه چي داموسم دپسرلي اودوبي دى ځكه ټول درختي دمرميووارونو دا سي كړي وې چي پاڼې ترې رژېدلي اوتابه ويل چي دمني موسم دى))ددې جګړې دشدت او په ځينوسيمو كي دمجاهدينودقومندانانودمحاصرې په اوريدوسره دملامشك په نوم دسعديې جبهې يومخکښ جهادي قومندان يوه اوياكسيزه فدايي ډله جوړه كړه ترڅو چي بېله دوه اتياملي متري توپونو اوګرنوف ثقيلانو بل څه نه وه ورسره دنوموړي پرله پسې بريدو په وروستيوورځوكي نوموړې قوه دې ته اړه كړه چي بيرته دكندهارښاراوخپلوباركونوپرلورعقب نشيني ته مخه كړي داكارنوموړي دمخامخ جګړې په پرتله ډېردروندتمامېدى همدا لامل وودديموكراتيك حكومت دملي دفاع وزير،لوى درستيز او دشوروي دڅلوېښتم لښكرعمومي قو مندان اړسول چي صحنه له نژدې وګوري خوله كندهاره څخه دبيرته ستنيدوپرمهال يې محمدجمعه اڅك له ځانه سره كابل ته بوت او دنوموړي په عوض يې دملي دفاع وزارت ورزيده جنرال اركانحرب محمد آصف شوردكندهارددوهم لمبرقول اردودقومندان په توګه راووست  نوموړى پر دې وتوانېدوچي دتلفاتوپه زغملوسره له ارغندابه قووه را وباسي


 


جمعيت اسلامي ته  دائتلافي حکومت وړانديز


د١٣٦٢ لمريز کال په لړ دروسانو او تړون له مسعود سره بيا وروسته  دغربي راډيو ګانو دهغه دتشهير په مو خه مسعود دشهرت په يوه پراخ موقف کي قرار پيدا کړ  همدا وو چي وروسته دروسي سفير (ورانسوف) په مرسته ددکتور نجيب له حکومت سره دهغه اړيکي پياوړي سوې  دروسانو تر وتلو وروسته  نجيب وپتيله کي په افغانستان دځان دحاکميت په موخه داپو زيسيون  ديوې داسي ډلي اړېکه ولري چي ددوئ ااتلاف ړر دوامداره کړي همدا چي ډاکترنجيب الله عبدالحميد محتاط پنجشير ته له مسعود دملاقات په موخه ولېږه   له دنوموړي سره دتماس او څو ځلي اړيکوپه لړ کي  نجيب  وجمعيت (شوراى نذار)ته دملي دفاع،کورنيواو دباندنيوچاردرې واړه وزارتونودوروړکړي وړانديزوکړولي  مسعودداومنه منل هماغه ووچي روسانوله خپله اړخه مسعود ته دجمهوري رياست وړانديزوکړچي داکړنه دنجيب له خواردکړاى سوه له همدې ځايه ووچي دنجيب په وړاندي  دشوراى نذار،جنرال دوستم اوکارملي پرچميانو ائتلاف راپيل سو


 


دنجيب له لوري مجاهدينو ته ددوهم ځل  مذاکرووړانديز 


نجيب پخپل دولت کي ديوې تودې اوخطرناکي پېښي درامنځته کېدوانتظارکاوه هغه ددې ممکنه پېښي دمخنيوي په خاطردخپل له لوري دسعودي عربستان اوکويت هيوادونوله حکومتونو وغوښتل چي دافغانستان دمسئلې دحل په موردله مجاهدينوسره وږغېږي ولي دې خبري لا عملاً صورت نه وونيولى چي جنرال شهنواز تڼي په پاڅون لاس پوري کړ 


دجلال اباد لويه جګړه


دشوروي اتحاد دلښکروتروتلوو اومجاهدينو دحکومت ترجوړښت وروسته مجاهدين د١٣٦٨کال په ژمي کي په دې تصميم سول چي دهيواد داخل ته دخپل دحکومت دانتقال په موخه يودا سي ستراتېژيکه سيمه غوره کړي چي ددوئ په تشکيلاتي او دفاعي حالت پکښي خوندي وي  دهمدې خبري دپلي کولو لپاره دجلالاباد ولايت غوره سو څو [ي په دې عبوري حکومت کي ټول داخل جهادي ګوندونو په ګډه سره ديوې لويي جګړې په تصميم سول  سره تر دې چي دمجاهدينو له اړخه جبهې دموقعيت په لحاظ پر څوبرخو او استقاماتونو ويشلي سوې وې  ولي بيا په عموم کي ددې جګړې رهبري دځينو رواياتو پر اساس دافغانستان داوسني ملي دفاع وزير جنرال رحيم وردګ اودنجيب دجموت له لوري دجګړې قومنده دهغه دخت دملي دفاع وزيرجنرال شهنوازتڼي له غاړي وه  دجګړې وروستئ تيز واله تر داسي پاړوه ورسېدل چي دنوموړي ولايت مر کز صرف څلورکيلومتره مربع  دنجيب دحکومت په لاس کي وو په دې جګړه کي دنجيب دحکومت سرتېرو ته دمورال ور کولو په موخه نجيب پخپله يوځلي په بېړني تګ له نوموړي ښاره څخه له نژدې کتنه وکړه ددې ترڅنګ دمجاهدينو دروحيې دپياوړي کېدو په خاطر هم حکمتيار څو ورځي  دجګړې په ليکو کي پاته سو ولي  دنوموړي ولايت دمجاهدينو دترلاس لاندي سيموکي هډو دنجيب حکومت لخوا څخه موډرنه او پرمخ تللې روسۍ وسلې (سکاډ) ډېري توغندۍ واورېدې  چي په دې سره دنوموړي لايت مرکز بياهم دکابل له حکومت سره پاته سو 


دنجيب اوتڼي ترمنځ دستونزي پيل


دوكتورنجيب الله هغه وخت دده اوجنرال تڼي  ترمنځ دستونزو احساس وكړچي ددوئ  اوخلقيانوترمنځ داختلاف ټكي اوج ته رسېدلي وه  دساري په ډول  دكندهاردپوهني پخوانى ريس استادحيات الله((رفيقي)) وايي :ـــ  (( زماياددي زه كابل ته يوه سيمينار ته تللى وم هلته څه بسپنه دمعارف وزارت لخوا دكندهارمعارف ته ځانګړې سوې وه،څوځلي مو كښښ وكړچي نوموړې مرسته كندهارته دالوتكي له لاري انتقال كړم چي په دې اړوندبه مي  دصدارت له مقامه څخه دلېږدامر واخيست خودكابل په هوايي ډګركي نوموړى امرهيچانه مانه بله ورځ مي دا خبره دپوهني له وزير سره شريكه كړه په دې  وخت دپوهني وزارت يوه خلقي مامورچي مخكي زماڅه اشناى وو راته وويل : وه رفيقي! ستونزه څه ده؟ ما ورته وويل چي درياست جمهوري امر په هوايي ډګركي نه منل كېږي !


هغه راته وويل : دا دومره كارنه دى  په همدې ورځ يې په ميدان هوايي كي يوخلقي صاحب منصب راوښود چي سباته يې دموادو په پوره انتقال مرسته راسره وكړه ددې اختلافونواړونددخلق ديموكراتيك ګوندغړي اودخلقي اړخ فعالي عضوي عبدالرشيد((آرين))ددې مو ضوع دتائيد په اړه ما دكتاب ليكوال ته  ديوې مستقيمي  ژوندۍ مركې په لړكي وويل :(( دا پېښه له همدې ورځي  تصادفي نه وه دقوس له مياشتي څخه دده او نجيب تر منځ تر پګني روانه وه له همغوورځو څخه ددفاع وزارت  اودهغه پرمخامخ دخادپنج رياست دملي دفاع وزارت په وړاندي جبهه نيولې وه دقوس له مياشتي څخه ترهمدې ګړيه ددا سي يوې پيښي انتظار كېدئ))


دارين ددې خبري په تائيددهغه وخت دملي دفاع وزارت يوډګروال محمد حسن خان ((پوپل)) وايي: ((ډاكترصاحب اطلاع ترلاسه كړېوه چي خلقيان يوه كودتا كوي ددې كاردمخنيوي په خاطريې ددولت دامنيت وزيريعقوبي ته امركړيووچي دجنرال فيضي په مشري يې يوه اته كسېزه خلقي نظامي ډله ونيسي بيايې توقف كړي چي يعقوبي همدا سي وكړل )) دنوموړي كړني وړاندي دوکتور نجيب سره تردې چي پرله پسې له غلطو معلوماتوخبرېده بيايې هم كوښښ وكړ چي نوموړي ستونزي ته دحل مناسبه لاره ولټوي په دې  اړ وند دروسيې سفارت له كارمند((جنرال محمود احمديويچ ګاريوف )) په مشرۍ دروسي سفارت كارمندانوته دملي دفاع په وزارت كي دده په وړاندي دټانګونودموضع ګيرۍ خبر وركړ چي دنوموړي موضوع ديوطرفه كېدو په اړوند دده او تڼي ترمنځ روغه وكړي ولي روسانو په دې  خبره سرونګراوه · دمو ضوع دحل په موردوروسته تركي پلوه خلقيانودموضوع دحل په مورددنوموړو ترمنځ دجوړي لړۍ را پيل كړه  هغه په دې  معني چي كه نجيب مو فق سي نودپاته سوو خلقيانو دژغوني لپاره به همدا صاحب منصبان اوخلقي غړي دهغوئ  دخلاصون هڅه كوي اوتڼۍ برلاسى نه سي بياخونودوئ رژيم خپل بولي چي همداسي وسول كله چي دتڼي كودتاه ناكامه سوه  بياهم را زمحمد پكتين،محمداسلم وطنجاراوجنرال نظرمحمددنوموړي په كابينه مطرح كسان ول  ددې منځګړيتوب په اړه تڼى پلوه خلقئ ميرصاحب كاروال وايي :يك هيئت ازجمع رفقاموجوداز قبيل پنجشيرى، نياز محمدمومند،جنرال نظرمحمد واستاد ګلداد مؤظف ګرديدكه نجيب الله وسفير شوري مقيم دركابل درين باره صحبت نمايدوموضع ګيري اصلي رابماتوضع ګردد خواسته هاى اصولي ما قرار ذيل است :


بالاى سياست كدري تجديدنظرګرددروحيه اعتمادمتقابل تامين ګردد،ازتكراراين ګونه توطيه هاوتحركات جلوګيري شودكسانيكه دردفاع تني قرارګرفته اندمو ردتعقيب وتهديدقرارنه ګيرد)) نجيب داكار زموږ دهيئت دغوښتني پربنسټ ترسره كړ او د۱۳۶۸ لمريز كال دجدي دمياشتي پر ۴نېټه دسهار پر ۹ بجې دراګټ لوا تو قف سوي خلقيان بيرته را ايله كړل


كار وال وايي:(( كله چي مي نوموړي كسان وليدل ډېرمتاثرسوم ((رنګهاى زردكه دستګاى خاددرنتېجه لت وكوب شكنجه دادن برق وغېره كه تمام بدن آنها زخم ـــ زخم داغي كرده بوداين چنين صحنه نهايت متاثروعصباني وحتي حوصله تحمل ديګرباقي نمي ماند،طرفداران وطنجاربنام انجنير نظرمحمدورازمحمدپكتين به تنى روان مي كندوبعداداكتر شاولي،كريم ميثاق،شرعي جوزجاني وعبدالقدوس غوربندي به تني رفتن ولي رفتن اين عناصركدام جاي نګرفت )) دې كارهم چنداني پايله ورنه كړه اودكتورنجيب الله بياهم ديوه پا څون په انتظارسونوموړي دوخت لمړي وزيرسلطان علي كشتمندته ديوې پوښتني په غبر ګون كي وويل:(( مصالحه بااو(( شهنواز تني)) نا ممكن است بګذاروى نخست به كدام اقدام دست بزند)) ·ډګروال محمدحسن خان وايي:تڼي دوئ په پلان كي لرل چي دپرچم دډلي واك محدودكړي اودغيرپښتنونفوذبايدپه دولت كي په دومره اندازه نه وي چي دپښتنومشروعيت ترسوال لاندي راولي دكودتاه لپاره داوخت لانه بلكه اته مياشتي وروسته اقدام تعين سوي وو ولي حزب اسلامي تڼي دوئ دې كار ته پرې نه ښوول بلكه هغوئ ته يې دځينو معلوماتوله رويه مشوره وركوله چي ددوكتور نجيب حكومت دمركزي كميټې دځينوغړوله لاري به دحزب اسلامي اميرانجنيرحكمتيارته رسېدله په دې  اړوند ښاغلي محمد حسن خان بياوايي:((كو دتاه دامهال نه وه كېدونكې ځكه چي وخت يې نه وو ولي دحزب اسلامي لخوا دوئ مجبورسول چي داكاربايدژروسي دحزب اسلامي خلګو په واروداخبره تڼي دوئ ته څرګندوله چي امنيت دولتي له دې پلانه خبردى شونې ده چي ستاسي  دنظامي اقدام دپيل تر مخه دنجيب دوئ له لوري خنثي سئ ))


دكو دتاه دقو مندې رهبران


تڼي دهوايي اوشورمځكني قووتونو قومنده پرغاړه واخيسته  په دې  پاڅون كي مځكني قووتونولمړۍ مرستيال دملي دفاع وزارت داپراسون ريس كبير كارواني اودوهم مرستيال يې جعفر سر تېر وه


ناكامي


دمصطفي قهرمان په دې كړنه سره سره تردې چي دهوايي بريدلړۍ په ټپه ودرېده ولي بيا هم محمداصف شورتسليمي ونه ويله اوخپل مقامت ته يې  دوام وركړ دماخستن پرنهه بجې دوكتور نجيب دخلق ګوندبل غړي محمداسلم وطنجاردملي دفاع وزيرپه توګه له كابل رادډيوڅخه اعلان كړ   وطنجاروكولاى سول چي پرپاڅونيانوكړۍ راتنګه كړي نوموړي دهمدې كارپه ترسره كېدونجيب ته ډاډوركړچي نورپاڅون له ناكامۍ سره مخ دى په همدې ماښام دپر چم ډلي پياوړي جنرال بابا جان ته امروكړچي خپله قطعه دملي دفاع وزارت پرلورورماته كړي اوپه دې  سره وك وکولاى سي چي  هلته   دكودتاه زميني قومندانان وځپي دنوموړي قطعه ترده مزنګ اوعلا الدين تېره اودملې دفاع وزارت ته ورسېده ملي دفاع وزارت ته څېرمه يې په لوډيسپېكركي پركودتاه چيانو ږغ وكړ((شاوخوامحاصره ياست،مقا مت ګټه نه لري،كه اسلحه پرمځكه كښېږدى دملي پوځ اعلي قو مندان اوجمهورريس تاسوته عفوه اعلانوي !!))


شورجواباً ورته وويل :((پښاته تصميم نه نيسي كله چي تصميم ونيسي  بيايې نه پرېږدي،دا كارپيل سوي تش شعارونه اوتهديدونه كومه ګټه نه لري  ګټه به داوي چي داسلامي انقلاب  په وړاندي تسليمي وښياست،واك ملت ته پرېږدۍ څو وكولاى سو دملت دارادې سره سم يواسلامي منتخب حکومت  رامنځته سي اوس ــ اوس هم فر صت لري))څه ګړى لا مقاومت دوام وكړ وروسته نوموړى دجعفرسرتېر،كبيركارواني په ملګرتيا دملي دفاع وزارت دشالخوا ۸۸ فرقې پرلور وخوځېدڅودهغې په مرسته يو پراخ هجوم را وړي  دنوموړي فرقې خلقي قومندان چي ددوئ دقو مندې په تمه ووددوئ تر رسېدومخكي هملته ديو ه پرچمي قومنداتن لخوا ترورسوئ  وواو دنوموړي فرقې قومنده هم پرچميانو په واك كي اخيستې وه  كله چي نوموړي ۸۸ فرقې ته دا خل سول دنوموړي پرچمي قومندان لخواورته دتسليمي وويل سول خوشوراودهغه ملګروتسليمي ونه ويل څوچي نوموړي درې كسان هلته ووژل سول وروسته دنوموړودمړيني خبرنجيب ته ورغۍ او ورته وويل سول چي مقاومت ختم دى نجيب ددوئ په اړوند په افسوس داخبره كوله چي ما كله هم دشوراو سرتېردوژني امر نه ووكړى موږدشورغوندي نړيوال اركانحرب اودسرتېرغوندي بل افسرنه سو پيداكولاى  هغوى بايد ژوندي نيوله سوي واى  ولي ميرصاحب كار وال دنجيب زوړسوى نه مني او وايي چي :((لوامذكورقبلاً امرسياسي ان بنام حبيب الله كه يكي ازطرفداران نجيب قرار داشت بناًاوجنرال اصف شور،جعفرسر تېر،كبيركارواني رابعداًازمقاومت زنداني  نمودندوبعدابه رياست پنج خادانتقال ګرديدندوبه امر مستقيم نجيب الله توسط جلال رزمنده شهيد شدند))· سهاركودتاه په ناكامي سره پاى ته ورسېده دنوموړو دروقو مندانانوجسدونه په داسي حال كي چي نيكټايي په غاړه اونورودووملګرو يې بحري نظامي دريشياني په تن وې دملي دفاع وزات مخې ته په چمن كي غورځولي وه څو چي دهمدې ورځي په څاښت دشوردكورنۍ غړي راغلل نوموړى خپل پلارني وطن ميدان ښار ته او هغه خاورو ته وسپاره   دكودتاه په لړكي داووشتمي زغروالي لوا مرستيال  ډګر وال اسدالله نورزي چي دهمدې پر وګرام په جريان كي دجهموري ارګ پراستقا مت دخپلي قطعې قو منداني تر غاړه وه وا يي : ((په خيرخانه كي روان يونيفارم مي  په تن ووچي خلګ اودولتي مامورين په ډېره بېړه له بازاراودفترنو څخه دكورونوپر لور روان وه  ماته دتيارسي  په ملحوظ دخپل لوړامرلخوادسهاره څخه  اطلاع وه خو خبرنه وم چي  څه كېږي؟ زه دنوموړوخلګوبرعكس په ډېرتلواردخپلي قطعې پرلورراروان سوم تر چمن حضورمي ځان ورساوه هلته دجمهوري رياست اړوندزغرواله قطعه اماده باش وه سره تردې چي زماديونيفارم پرټټر  دقطعې نښه ټانګ ووموښتى وو  خوهغوئ دجمهوري رياست پرلور پرېنه ښودم بيا بيرته دټانګ لوګر پر خوارهي سوم له نوموړي سيمي څخه دتېرېدو پروخت له تپه شهدا څخه دراكټ فيرراباندي وسو خو خداى وساتلم اوخپلي قطعې ته چي ترپلي چرخي راپه دې  خواوه ورسېدم هلته مي دقطعې قومندان ته چي دټنى دوئ  دوست كېدى  وويل ((امر صاحب حالت اضطراري دى موږ بايدمجهز واوسو))هغه راته وويل چي كوم مشكل نه سته ولي كله چي مي دوهم ځل دټانګونودتجهيز او چيک په موخه پلټنه پيل كړه  ومي ليدل چي دټولو ټانګونوسوزنكان ختلي دي ريس خان ته مي وويل (( دټانګونوسوزنكان ختلي دي او تاسي وزيرصاحب  ته دفعالي قطعې را پوركړيدي له سره يې وګوره او بيارا پورتېركړه)) په همدې وخت موږ دجمهوري رياست پراستقامت پرمستقيم ډامبر نه سواى تلاى كوم چي په وړاندي مو دامنيت دولتي اوجمهوري رياست قوتونه وه ځكه لمړى موپل چرخي تر تصرف لاندي راووست بيا دحربي پوهنتون ترشاپرارګ ورسم سووموږ ارګ ته نژدې سوو الله نورهلمندى چي دمليشياوافسردنوموړي پياده قطعه اوزموږ دټانګ قطعه مخ په وړاندي روانه وه څودامواج كوتاه راډيوترخپل تصرف لاندي را ولوكله چي موږنوموړي راديوته په څومترۍ كي نژدې سوواوهلته قومندان ځدراڼ دكو دتاه دبريا ليتوب خبرخپراوه چي له جنرال صاحب اصف شورسره مواړيكه قطعه سوه ددې سره جوخت اوازه خپره سوه چي دټولوخلقي افسرانوغوښتني نجيب ومنلې اودقوس دمياشتي را په دې خواټول امتيازات منل سويدي موږتوقف وكړ زموږ له توقف سره ګړى پس دتڼي په عوض وطنجاروقطعوته دبيرته شاتګ امر وكړ))


په هرات کي ناکام طرحه  


 دجنرا ل تڼي تر کودتاه وروسته کار مل پلوه  پرچميانو ته  ددوئ په نزد ميدان خالي وو   دا يې پتېليې وه چي ددوکتور نجيب په ګوښه  نور په افغانستان داکثريت ميليت واکدارۍ ته دپاى ټکى کښېږ دي ځکه پر ځان دپړي دنه را اړولو په موخه   دا سي يوطرحه تر کار ندي ونيوله څو دوئ دنجيب په احتمالي ګوښه کېدو  سره متهم نسي·  د١٣٦٩لمريز کال دميزان په مياشت کي په هرات کي دهغه ولايت والي فضل الحق خالقيار خبر ورکړ چي دوئ ته دمخالفينويوه لويه ډله تسليمېدونکې ده نوموړي ډلي دتسليمۍ لپاره داشر ط کښېښودچي دنجيب دحکومت لخوادملي روغي جوړي داعلان په نظر کي نيولوسره بايد ددوئ هرکلي ته پخپله دوخت جمهورريس نجيب حضور ولري  همدا ووچي دوخت يولوړ پوړى پلاوى دوخت دملي دفاع دوزيراوهرات والي په ملتابه دپښتون زرغون اولسوالۍ ته ورغلل  کله چي دوئ  له موټرو او ټانګونوراکښه سول سمدستي ددرنواوسپکووسلوبريدپروسو په دې  سره دهرات والي خالقيار ټپي اوتسليمېدونکي بيرته په خپله لاره پسي ولاړل نجيب دهرات همدا ټپي والي دوخت دصدر اعظم ((کشتمند)) په ګوښه کېدو سره دلمړي وزير په توګه مقررکړ  دسلطان علي کشتمند په اړوند دوخت ځينو سياسيونو دا نظر ورکړ چي دتڼي ترپاڅون وروسته د ببرک پلوه پرچميانوتر زيري پرده ائتلاف لاندي په مسائلو خبرخپور سوهغه دافغانستان هزاره قوم ورونوته دستورورکړ چي له پښتنو څخه دخلاصون او دزيات واک لاسته راولوفرصت يې همدااوس دى حال داچي پښتنوهيڅ کله له چانه حقوق نه وه اخيستي بلکه دخپل اکثريت ميليت په تقاضايې دخپلو بشپړوحقوقوغوښتنه هم نه وه کړې


يو ځل بيا دقضيې دحل اړوند سياسي حرکتونه


  دمجاهدينولپاره دامريكې ټاكلي سفيرپيټرټامسن  دواشنګټن پوست په حواله وويل ((دافغانستان قضيه بيله محمد ظاهر په بل چا نه حل كېږي))


په ايتالياكي پخواني پاچامحمد ظاهر ·خان وړانديزوكړ چي که لويه جرګه راوغوښتل سي اودهغې له لاري دي نوى حكومت او نوي زعيم ته لاره هواره كړي 


 سياف دنجيب خبره يوتوطيه وبلله اوويې ويل ((ترڅومهاجرافغانستان ته تللي نه وي او دنجيب حكومت  تسليمي  نه وي وركړې موږخپل مقاومت ته دوام ور كوو)) 


حكمتياروويل ((لويه بين الافغاني شورادي را وغوښتل سي  چي واك يې دجهادي ګوندونوپه لاس كي  وي هغوئ دي  له نجيب واك تسليم كړي دا شوري دي دانتخاباتوكميسيون جوړ،او شپږ مياشتنۍ موقته اداره دي جوړ كړي تر څو ازادوانتخاباتوته لارهواره سي ))


مولوي خالص وويل (( دنجيب دعوت مجاهدينوته دروسيې او امريكې ګډه طرحه ده تر څوپه دې  سره وكولاى سي دمجاهدينو صفوف ورضعيف اوګډ وډ کړي ·))


دنجيب حكومت دسرورمنګل په مشرۍ  يوپلاوى روسيې ته وا ستاوه  چي دخپل سفر په ترڅ کي يې ديولړمجبوريتونو پربنسټ يې دا سي سياسي چالشونوته ملاوتړله چي بياهم دخلق اړخ په تاوان وه ددې پروسې دپلي کولو لپاره يې هغه خلقيان چي په ۱۳۶۷  لمريز كال كښي دلوړه لوړ رتبه خلقيان په کار ګمارلي وه  دمركزي كميټي دامهم غړي  ظهور رزم جو او صالح محمد زيرۍ يې له مركزي كمېټې څخه وايستل · دكتورنجيب پرخپله پاليسي له سره په غورکولو  د۱۳۶۹لمريز كال داسدپر ۵  مسكو ته سفر وكړ او عبدالرحيم هاتف يې دسر پرست جمهورريس په توګه په كابل كي پرې ښود 


تردې راګرځېدو وروسته ځيني سفيران بدل اوعوض يې


·               محمد اصغريو ګوسلاوياته


·               حشمت الله  وشمالي كورياته واستول


وورسته يې دشوروي اتحاددپخوانۍ هغي طرحي په تعقيب خپلي كړنلاري ته دتګ خبره برابره كړه؛دې کړنودکتورنجيب ته مو قع په لاس ور کړه 


د چي له بېلابېلوتاکتيکونوکارواخلي اودرې څلور ډوله پروسه پركار واچوي


·            دټولوزونونوتنظيمه رياستونوددريسانو پرلاس دځينو ميانه روه اوپرقومي عقايدو ولاړو جهادي قومندانانوسره اړيكي دپېسولېږد او دهغوئ ترواك لاندي  سيموكي دجګړې توقف


·          دپا كستان دلومړۍ وزيري بېنظيربوټو، ·دفلسطين دالفتح دګوند مشرياسرعرفات  په منځګړيتوب دحزب اسلامي حكمتيارسره اړيكي اوددې اړيکو دبشپړولواو سرته رسولولپاره وروسته بياپه عراق،ليبيااوفلسطين کي دحزب اسلامي لخوا دعبدالقديرکرياب اوغيرت بهيراو دنجيب لخوامحمداسلم وطنجار،سليمان لايق،جنرال يعقوبي اونجم الدين کاوياني ترمنځ دخبرو ناکامه پايله  


·               امريكې ته تګ


ددې منډوترړوترناکامۍ وروسته په پايله کي له ارو پايې هيوادونوڅخه ايتالياپه كابل كي سفارت پرانيست بيادمجاهدينولپاره دامريكې دمتحده ايالتونو ټاكل سوي سفير پيترټامسن وړانديزوكړترڅودپخواني پاچامحمدظاهر خان په مشرۍ لويه جرګه راوغوښتل سي  محمدظاهرخان داخبره ومنله اودلويې جرګې دجوړېدو خبري تودې سوې


· پورته ديادوو سوو وړانديزونو اواړيكوتردرلودلووروسته په رسمي ډول د۱۳۶۹ په ميزان  كي ميانه روو جهادي ګوندونو ته  بلنه وركړه سوه ·چي دده سره ګډ حكومت جوړكړي  دا حكومت بايدپداسي حالت كي جوړسي ترڅو نوي مختلط حكومت دمجاهدينو او كمونيستانو تر منځ جوړېږي دمو قتي دورې رياست به هم دنجيب پر غاړه  وي  · په دې اړونددخلق ديموکراتيک ګوند دسياسي بېروغړي او تشکيلاتوريس ميرصاحب کاروال وايي (( ….. وبعدا ولايت کندهارانتخاب شده بود،در نتيجه برخورد هاى نمايشي ميان ارګانهاى امنيتي کندهار ګروپهاى ميانه رو( ګيلاني وطرفداران ظاهرشاه) به مجاهدين تسليم ميګردد  وانها حکومت موقت اپوزيسيون را تشکيل ميدهند  بعدا مذاکرات ميان رژيم نجيب  وحکومت موقت اپوزيسون در کندهارتامين ګردد ….. اولا ګلبدين حکمتياراين پلان رادرک نموده وبالاى کندهار حملات خويش را ادامه ميدهند)) ·دنجيب دوئ ددې طرحي په وړاندي عکس العملونه بيلابېل وه


 په ايتاليا كي پخواني پاچا محمد ظاهر ·خان وړانديز وكړ چي  لويه جر ګه را وغوښتل سي او دهغې له لاري دي نوي حكومت او نوي زعيم ته لاره هواره كړي 


 په همدې ترڅ کي دپاکستان نيشنل ګوند غړي افراسياب خټك پرپاکستان تور ولګاوه چي دوئ  دافغاني مهاجرو په لېږد كي لټي كوي او زمينه نه ورته برابروي چي خپل هيواد ته ستانه او دكابل له حكومت سره يو ځاى سي 


كله چي دنجيب له اړخه دې کړنواووړانديزونوكومه پايله ورنه كړه نو وروسته يې دكتور نجيب دپاكستان دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر خان عبدالولي خان  په منځګړي توب په دوهم ځل حزب اسلامي ته وړانديز وکړ چي دجمهوري رياست په ملتوب لس کليدي وزارتونه دكابل په حكومت كي دونډي  په توګه واخلي دحزب اسلامي اوپرچم ترمنځ يوه ائتلافي اداره را منځته کړي دې وړانديزهم كومه پايله يې ونه درلوده  داهغه وخت وو چي انجنير حکمتياراودوکتورنجيب ته لا داڅر ګنده  نه وه   چي دجمعيت اسلامي (( شوراي نذارمشراحمدشا مسعود))، جنرال دوستم په مشرۍ جنبش ملي ، حزب وحدت اسلامي،سيدكيان نادري دپښتنو دحكومت دمخنيوي په موخه يوائتلاف جوړكړيدى دې ټولومنډوترړوكومه پايله ورنه كړه


په دې حساسو شېبوکي دنجيب دحکومت پخوانۍ پلوي روسيې داوخت هم نجيب ترشاپرې نه ښود


نجيب دممکنه برياليتوب لپاره دروسيې دوخت جمهورريس بوريس يلتسن  څخه ۴۲ ميليونه طلايې ربله مرسته وغوښته چي هغوئ  بېلا غوضه وركړه 


يلتسن وويل (( كه افغان حكومت وسلې ته اړتيا پيدا كړي روسيه حاضره چي له دوئ  سره مرسته وكړي))


 دزابل ولايت دساتني په موخه وروستۍ بريالۍ هڅه


ددکتور نجيب  په دستوردجنرال دوستم او دهغه ٣٥زره کسيزي مليشئي ډلي په وسله تجهيز دپښتنوپه سيمه كي خصوصاً په جنوب كي دا سي څه وكړل چي دسيمي ډېرخلګ دنجيب له حكومت څخه بېزاره سي حتي تردې چي همدا ازبك مليشې په ځينو مواردو كي پخپله  ددولت پلوه پښتني مليشياودعصمت مسلم له مليشئ قومندانانو ((محمدعوض او…. ))سره په كندهارښاركي دترپګنيو سره مخ سوې ددې سره جوخت دكندهار ي مجاهدينوسره په سختومخامخ جګړوکي راايساري سوې  چي هره ورځ ورته ناتاروو چي سخته جګړه يې په د۶۶سنې په مني كي په محاله جات كي  دشهيد عبداللطيف شيرزي ، قومندان حاجي اسدالله خان او ملا بور جان له شديد مقا مت سره مخ او له سهاره تر غرمې يې ۹۵ تنه مړي تلفات ور كړل  او بيرته ماپښين دماله جات له سيمي را ووتل خوهغه وخت دوخت دتنظيمه ريس نورالحق علومي  په وړانديز بيرته کابل ته ستنې  او بياپه دوهم ځل  کندهار ته را واستول سول  څو پرقلات ښارباندي دجمعيت اسلامي قومندان ملانقيب الله ((ملاګل اخند)) په مشرۍ محاصره ماته کړي دا مخامخ جګړه په ١٣٦٩لمريز کال دکندهارـــ  قلات دلاري تر منځ دحاجي ((عبدالحليم)) ګراني اونورومجاهدينوترسختوبريدونوراغلل چي نوموړي ولايت ته يې دمرستي رسول هدف وه  دڅوكلونو په تېرودو سره دې مليشاوي چي څو مره په جلال اباد زابل او نورو سيمو كي پاته كېدل هغومره دافغان عامه اولس په ځانګړي ډول پښتنوپرنجيب بې باوري زياتېدله


دخوست فتحه


دانجينيرفيض محمداوجلال الدين حقاني په مشرۍ· دخوست په سيمه  کي ددې  سيمي دنيوني په موخه پراخ عمليات  پر٢٧حوت١٣٦٩پيل  سول  سره تر دې چي دنجيب په حکومت کي دپياوړو جنرالانوجنرال عبدالظاهرسوله مل او دوخت مقتدر وزيرجنرال نظرمحمد له خوسته ساتنه کوله پسله څو ورځو د١٣٧٠ کال دحمل پر١٦· نېټه  خوست مجاهدينو ونياوه پردې اساس چي ددې  جګړې څه  موده مخکي  دنجيب حکومت   دجلال ابادڅخه بريالۍ دفاع کړې وه او دخپلو سر تېرو روحيه يې ډېره پياوړې کړې وه  ده خوست دې نيوني  يې داردو روحيات ورکمزوري  کړل حتي دځينيو رواياتو پر بنسټ چي دخوست دسقوط پر مهال نجيب دجمهوري ارګ دننه  ځان خپله  بندي کړي او له کوم چا سره دملاقات  زمينه نه برابروله


دمجاهدينو پلاوى روسيې ته


دسعودي عربستان اوعراق دحکومت په وساطت په جده کي دروسي سفير له پروفيسوربرهان الدين رباني سره په داسي حال کي وکتل چي مولوي محمد نبي محمدي ،کريم خليلي ، او ….. ور سره مله وه دروسي سفيرپه بلنه دمجاهدينودې پلاوي د١٣٧٠ کال دعقرب په مياشت کي  مسکو ته سفر وکړ· دې هيئت د((رباني )) په مشرتوب په مسکو دروسي لوړ پوړو چارواکو سره دلړم له ٢٠ تر ٢٤  پوري متفرق ملاقاتونه لرل  چي ترراستنېدوترمخه يې دروسيې ددباندينو چارو له وزارت سره موافقه لاسليک کړه


له روسيې څخه دراګرځېدو پرمهال  هغه  له اسلام اباده وتهران ته سفر ودرلودچي په دې سفرکي يې دايران ددباندينوچاروتروزير سربېره د تاجکستان ددبانديو چارو له وزيرسره ليدنه ودر لوده  درباني دې کړني په مجاهدينوکي نوره هايو لارا منځته کړه ددې ملاقات اړوند دنورو جهادي ډلو اړخ په کلکه له دې ليدني څخه مخالفت وکړاودايې په راتونکي کي دپروفيسور برهان الدين رباني اواړوند هيئت او روسيې دهيوادترمنځ ترکاسه لاندي نيم کاسه  جوړجاړئ وباله حزب اسلامي دايو فارسي مثلث وباله  چي دروسيې پوره حمايه يې ترشالرله ملل متحد پردې اساس چي داسلامي جمهوريت په نوم په افغانستان کي درباني  دنوي حکومت په اړوند اندېښنه وښوول او په غير مستقيم ډول  په افغانستان کي داسلام په نوم دبل روسي پلوه حکومت داقتدار تر لاسه کولو نخښه وبلله ·


په شمال کي تحريکونه او ائتلاف جوړوني


١٣٧٠لمريز کال پايلامې او١٣٧١دلمريزکال پيلامې ددکتورنجيب الله دحکومت لپاره يوښه شګون نه درلودداوخت دافغانستان دجمهوريت حکومت په يوه اومړي تارمانده وو هره ورځ ددې انتظارکېده چي څه بايدپېښه سي خوست اوځينو نورواولسواليونوي سقوط کړي ووله دکنړ ، تخاراوروزګان پرته دنورو ولايتونو ښاري حوزې دکابل دحکومت په لاس کي اوپاتي  سيمي دلويو لاروپه شمول دمجاهدينوپه ولکه کي وې هغه سيمي چي دحکومت په واک کي وې دامنيت له پلوه ډاډ حاصل اوتريوې اندازې خلګودارام ساه پکښي اخيستاى سواى يوازي دکابل،کندهار،هرات،جلال کوټ اومزار په ښارونوکي دمجاهدينوله طرفه ديوه پراخ هجوم دراوړلو ويره وه چي نا څاپه شمال کي ښوروښ رامنځته سو


ښورښ اود جنرال مؤمن سرغړونه


دښوروښ اصلي علت ددې نظام داعلي قومندان په توګه ددکتور نجيب الله له امره دجنرال مومن سرغړونه وه ،نجيب وغوښتل چي نوموړئ له حيرتان بندرڅخه کابل راتبديل کړي ؛ده داپرېکړ ونه منله وروسته ددې پېښي په ښکيل کي دازبک مليشاوو مشردوستم هم برخه واخيسته نجيب دوضعي دارامۍ په موخه دملي دفاع وزرات لوى درستيز جنرال محمد نبي عظيمي دستونزي دهواري په موخه سيمي ته واستاوه ددې په عوض چي هلته دنوموړي په ورتګ شخړه هواره سي نور يې زور واخيست دمزاري ولايت والي او دشمالي سمت تنظيمه ريس محمد جمعه اڅک نجيب ته وړانديز وکړ چي دوستم، با با جان ، جنرال مومن ، رسول پهلوان او له کابل څخه رالېږل سوى لوى درستيزنبي عظيمي دتوطئې په لټه کي دي اوبريد ته اماده ګي نيسي خو داوخت  په ولکه کي راتلاى سي دئ(جمعه اڅک)) کولاى سي چي لاس تړلي يې راايسار او دښوروښ مخه ونيسي ولي نجيب دې کار ته  زړه ښه نه کړ اوعوضاً يې محمد جمعه اڅک له دندي ګوښه کړ


دپروان ولايت نيونه


په دې وخت کي دحاجي عبدالصبورفريد،قومندان محمد کريم اغا او .. په توسط دحزب اسلامي قومندانانوشکردره،ګل دره  اوبيايې دپروان ولايت ونياوه  


دجبل سراج معاهده


ددې سره سم شوراي نظاردجبل سراج اولسوالي ونيوله په نوموړې اولسوالۍ کي دنجيب په وړاندي  دمخالفو ډلو مشران چي عبارت دي له :احمد شا مسعود ، سيد نادرکيان ، جنرال مومن،جنرال عبدالرشيددوستم او ….. را غونډسول او ترخپل منځ يې دائتلافي حکومت جوړولو معاهده لاسليک کړه


پېښور


ددې معاهدې ترڅنګ په پېښورکي جهادي ګوندونو ديوه حکومت پرسردجوړېدوسلا او مشورې پيل کړي وې چي په ساعت کي به يې بدلون رامنځته کاوه جمعيت اسلامي افغانستان اسرار کاوه چي کابل نورزموږ په لاس کي دى حکومت جوړولوته اړتيا نسته هورې ټوله پرهمدې حکومت را غوڼدېدلاى سوولي ددې خبروترڅنګ محمد يو نس قانوني دجمعيت اسلامي په استازي توب دهمدې جهادي ډلو په غونډه کي موجود اودخپل ګونداستازي توب يې کاوه حزب اسلامي خپل مرستيال او دسياسي کمېسيون ريس قطب الدين هلال جهاد ي شوري ته داستازي په توګه معرفي کړي وو ولي پخپله يې مشرلوګرته دکابل دفتحې په نيت تللۍ چي داوخت يې دکابل ولايت جنوب اولسوالي دقو مندان ابوبکر په توسط نيوله سوې وه


همداوو چي دملګروملتونوداستازي بېننسيوان هم په دې  ورځو کي يوه پښه ترکابله اوبله تر پېښوره سوه چي وروسته دنوموړي دمنډو ترړو په پايلو کي پردې توافق وسوچي کابل به مجاهدينو ته ور کول کېږي  ددې پروسې په پيلامه سره همدا وو چي ددوو مياشتو لپاره


·          حضرت الله صبغة الله مجددي جمهورريس وټاکل سوتردوومياشتووروسته دڅلورو مياشتو لپاره برهان الدين رباني  دجمهوريس په توګه تعينېږي ولي ددې دواړودورولمړۍ وزير به حکمتيار وي 


کابل ته دانتقالي حکومت ننوتل او ستونزي


کابل ته داوضاع دکنترول په موخه دنبي عظيمي لخواله نجيب څخه دقواوودرا انتقال دامر غوښتنه وسوه هغه په نافهمي سره پرځان دکړۍ درا ټينګولوداامرصادرکړ چي دوستم قوتونه راوغواړي 


مزارجمعيت اسلامي او حزب وحدت اسلامي ونيوله


په پروان ولايت کي دحزب اسلامي  نفوذلرونکى قومندان استاد عبدالصبور فريد دخپل ولايت  دساتني په ملحوظ له مسعوداودوستم دوئ سره ځان په شخړه کي راګيرنه کړهغوى ته يې لاره ورکړه چي دپروان له لاري کابل ننوزي


نجيب په کابل کي دسالم انتقال په موخه ددبادنيو چارووزير جنرال عبدالوکيل جبل سراج ته ((مسعود))او دملي دفاع وزير جنرال محمد رفيع يې چهار اسياب ته ((انجنير حکمتيارته ))ور واستول


دې کار ګټه ونه کړه همغه وو چي د١٣٧١لمريز کال دوري دمياشتي پر(٢٦) نېټه له کابله وتلو ته اړسوددوستم قوتونودخواجه رواش له ميدانه راوګرځاوه او بيرته يې دملګروملتونودفترته پناه يووړه .


په  درنښت