کور / سياسي / له هند سره ستراتيژيک تړون د سيمې انډول نه شي خرابولاى

له هند سره ستراتيژيک تړون د سيمې انډول نه شي خرابولاى

اقتصاد او پوځي تسليحات په نړيوالو اړيکو کې د انډول رامنځته کولو مهم عناصر دي. خو ددې ترڅنګ ډيپلوماسي او نورې لارې چارې هم شته چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې توازن رامنځته کوي.


افغانستان په اوس وخت کې نه له اقتصادي او نه هم له پوځي ډګره کولاى شي چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره سيالي وکړي، خو په سيمه کې د خپل جيوستراژيک ارزښت له مخې چې لري يي، کولاى شي چې په نړيواله او سيمه ييزه کچه له ګاونډيانو او نړالو ستراتيژيکو ملګروسره د اړيکو دا انډول په خپلو ملي ګټو را وڅرخوي. له هند سره د افغانستان ستراژيک تړون په دې حساسو شېبو کې ډېر مهم ځکه و، چې افغانستان تل له خپلو ګاونډيو سره نرمه او منځلارې ډيپلوماسي لوبولې، خو ګاونډيو هېوادونو د افغان دولت له دې دريځ نه په يو اړخيزه توګه استفاده کړې او تل يې ددې هېواد په وړاندې منافقانه او دوه مخى سياست لوبولى دى.


د افغان دولت بهرنى سياست په دې محور ولاړ دى چې، د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره به په خپلو اړيکو کې توازن ساتي، خودا چې ګاونډيان په تېره بيا پاکستان دا اصول ماتوي، نو افغانستان اړ دى چې د خپلو ملي ګټو په خاطر له نورو هېوادونو سره اقتصادي او ډيپلوماتيکي اړيکو ته پراختيا ورکړي.


پاکستان فکر کوي چې افغان دولت ددوى تر نفوذ لاندې دى. ځکه خو په ظاهر کې له افغانستان سره نه دا چې لازمه همکاري نه کوي، بلکې په دې هېواد کې خپل سياسي نفوذ پراخول غواړي او له وسلوالو سره مالي او تسليحاتي مرستې کوي.


په افغانستان کې دې وروستيو حالاتو او بدلونونو ته په کتو سره، دا به يو غوره اقدام وي چې موږ نه يوازې له هند، بلکې د سيمې له نورو هېوادونو سره هم خپلو ستراتيژيکو اړيکو ته پراختيا ورکړو. له هند سره د افغان دولت دغه ستراتيژيک تړون کولاى شي پاکستان دې اړ کړي چې له افغانستان سره په خپله پاليسۍ او دريځ کې بدلون راولي، ځکه هند ددې ترڅنګ چې د پاکستان سرخت سياسي رقيب دى، يو سيمه ييز قدرت هم دى چې له افغانستان سره ژورې تاريخي اړيکې لري او همدارنګه دا به د افغانستان له لوري پر پاکستان يو ډول فشار هم وي، چې افغانستان ددوى له سرسخت سيال، هند سره ستراتيژيک تړون لاسليکوي.


پاکستان تل له اسلامي بنسټپالنې نه په سيمه کې د خپلو سياسي اهدافو په غرض ګټه اخيتسې ده او له ګاونډيانو سره يې لازمه همکاري نه ده او نه يې پر خپلو ژمنو وفا کړې، بلکې دوه مخى او متضاد سياست يې لوبولى. پاکستان ته اوس يوازې ډېر نږدې ستراتيژيک ملګرى، چين دى، چين هېواد چې د امريکا لوى رقيب ګڼل کيږي، امريکا غواړي چې هند په راتلونکې کې په سيمه کې د چين ځاى ونيسي، نو په همدې اساس امريکا هم له افغانستان سره د هند د ستراتيژيک د لاسليکولو هرکلى وکړ. افغان ولس هم له هند سره دافغانستان ستراتيژيک تړون ته خوشبينه دي او د پاکستان پرضد د افغانانو او نړيوالو په ځانګړې دامريکا نفرت مخ په ډېرېدو دى او دا هېواد په يو ډول سياسي انزوا کې قرار لري، ځکه اوس د ولسمشر په ګډون ټول په دې پوهيږي چې پاکستان د افغانستان دوست نه شي کېداى او همدا لامل وو چې ولسشمر پرځاى او پر وخت اقدام وکړ او له هند سره يې دا تړون لاسليک کړ. اوس افغانستان ته ښه فرصتونه شته دي چې د سيمې له ټولو هېوادونو سره د خپلو ملي ګټو له زاويې چلند وکړي او ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، پرې نه ږدي چې پر افغانستان خپل سياسي نفوذ وچلوي او د سولې پروړاندې خنډونه رامنځته کړي. افغانستان بايد له ټولو هېوادونو سره چې اړتيا وي، خپله ستراژيکه ملګرتيا او اړيکې پراخه او پخه کړي.