کور / سياسي / لس کاله ويني او اورونه

لس کاله ويني او اورونه

لس کاله مخکي په همدې ورځ، د اکتوبر پر اوومه، د امريکايي پوځ ځانګړو ځواکو د شمالي اتحاد د مزدورو ډلو ټپلو په پراخ او بېدرېغه ملاتړ ، زموږ پر وياړلي او سرلوړي هيواد، ګران افغانستان، ظالمانه يرغل وکړ؛ او د همدې ناروا او بې شرمانه يرغل له لاري يې خپل لاس پر نامه نوکر، حامد کرزی، د کابل پر تخت کښېناوه . په دې توګه هغه کرغېړنه ډرامه يو پلا بيا تکرار سوه، چي په ۱۸۳۹ع کال د پرنګيانو د غلام، شاه شجاع، او په ۱۹۷۹ع کال د سره پوځ د مزدور، ببرک کارمل، د تاج پوشۍ پر مهال، نندارې ته وړاندي سوې وه .



د سپيني ماڼۍ فرعون صفته واکمنانو د طالب مشرانو په ګونا زموږ د خپلواک او وياړلي هيواد پر خلاف په خپل ظالمانه او وحشيانه يرغل کي هيڅ انساني، اخلاقي او حقوقي جواز نه لاره؛ ځکه اول خو طالبانو د ۲۰۰۱ ع کال د سيپټمبر د يوولسمي نېټې په هغه ستره او نه هېرېدونکې غميزه کي هيڅ لاس نه لاره، چي د امريکا د متحدو ايالاتو د عسکري، استخباراتي او حکومتي چارو د با صلاحيته متخصصانو څلوېښت کسيزه ډله يې د علمي او عملي شواهدو له مخي د القاعدې کار نه ګڼي۱. دوهم دا چي طالب مشران حاضر وه د سيپټمبر د يوولسمي نېټې په خواشينونکې پېښه کي د امریکايانو د ياغي يار، بن لادن، د لاس لرلو په اړه د اسنادو او مدارکو تر کتني وروسته هغه په افغانستان يا کوم دريم هيواد کي محاکمې ته وسپاري؛ خو امريکايي فرعونانو، چي د يوريشا د لاندي کولو او کنټرولولو په مقصد له کلو کلو راهيسي د دغه راز پلمو په لټه کي وه، د بن لادن د محاکمې په باب د طالبانو غوښتنه ځان ته سپکاوی وګاڼه؛ او سمدلاسه يې د زور لار غوره کړه . دا دی، له همغي ورځي څخه تر ننه د افغانانو تاريخي ټاټوبی د پردو لښکرو او پردو استخباراتي سازمانو د شيطاني لوبو په خورا خطرناک ميدان اوښتئ دئ؛ د هيواد په ګوټ ګوټ کي پر بې ګونا خلګو بې رحمانه بمبارۍ کيږي؛ واړه، زاړه، ښځي او نارينه له يوه مخه په وينو کي لمبيږي ؛ حتا د ښادۍ او غم مراسم هم له دې ظالمانه بمبارييو څخه خوندي نه دي؛ په ټوله سيمه کي د قوم، ژبي، مذهب او سمت پر بنسټ د دوښمنييو توخمونه وکرل سوه؛ د ازادۍ، اولسواکۍ، بشري حقوقو او سوکالۍ په نامه پيل سوې جګړه د ډيورنډ د تپل سوي کرښي په دواړو خواووکي د پښتون قام د عامي وژني او نابودۍ په يوه خاينانه او ظالمانه جګړه واوښته . لنډه دا چي د جګړې له همغي لومړۍ ورځي څخه تر ننه هر ځای اورونه بل؛ او د بي ګونا خلګو ويني بهيږي . د ځينو خپرو سوو احصاييو له مخي د دې ناروا او غيرعادلانه جنګ په لمبوکي تر اوسه دوه زره اووه سوه درو پينځوس ( ۲،۷۵۳) ايتلافي پوځيان وژل سوي دي، چي اتلس سوه يو ( ۱،۸۰۱) يې يوازي امريکايان دي۲؛ خو په ډېري خواشينۍ سره، چي د بې ګونا افغانانو د مړو او ټپيانو حقيقي شمېر تر سلو زرو هم زيات دئ .


راسئ پر دې اساسي پوښتنه يوڅه غَوَر وکو، چي اشغالګرو لښکرو او د هغو مزدور حکومت په تېرو لسو کالو کي زموږ کړېدلي اولس ته څه ورکړه؟ ښايي بېلابېل کسان دې پوښتني ته بېلابېل جوابونه و وايي؛ خو واقعيت لمر غوندي روښانه دئ، چي ايتلافي لښکرو کرزي، فهيم، خليلي، رباني، سياف، صبغت الله مجددي، سيداحمد ګيلاني، محقق، دوستم، عبدالله، قانوني، چکري، صالح، اسماعيل، شېرزي او نورو جنګي جنايتکارانو، جاسوسانو، مافيايي ډلو ټپلو ته داسي څه ورکړه، چي په خوب يې هم نه وه ليدلي؛ ځکه موږ ټول ګورو، چي د همدې اشغالګرو د توپ او ټانک تر سيوري لاندي پر جنايتکارانو، جاسوسانو، قاچاقبرانو او ډول ډول مافيايي کړیيو د ډالرو، پونډو او يورو بارانونه اوري . موږ ګرده شاهدان يو، هغه چا چي د جهاد تر سوداګرييو او نننۍ وطن پلورني مخکي ګوډ خر يا زوړ بايسکل هم نه لاره اوس په داسي ګولۍ ضد موټرو کي چکرونه وهي، چي هر يو يې لکونه ډالره ارزښت لري . مځکي، باغونه، ښارګوټي، بانکونه، تجارتي شرکتونه، مزدوران و نوکران، ميليونونه ډالره نغدي پيسې او داسي نور ټول هغه څه دي، چي د همدغو استعمارګرانو له برکته يې د جنايت او خيانت په بازار کي تر لاسه کړي دي . بالعکس د امريکا او ايتلافي قواوو لس کلن اشغال زموږ و بېوزلو او کړېدلو خلګو ته له وينو، اوښکو، لوږي، وزګارتيا، زورواکۍ، فساد، مخدره موادو، قومي، مذهبي، ژبني او سمتي دوښمنۍ او داسي نورو ناخوالو پرته، بل هيڅ نه دي ورکړي . د بېوزلۍ او غريبۍ يوه ګوله ډوډۍ يې په وينو او باروتو ور ولړله؛ پر سر، مال او ناموس يې رنګارنګ بريدونه وسوه؛ او له لسو کالو راهيسي يې د پلار ، نيکه پر مېنه يې د مرګ او وحشت خطرناکه لوبي رواني دي .


د همدې اشغالګرو لښکرو او فاسد حکومت له شامته تر اوسه پوري زموږ ميليونونه هيوادوال په پاکستان، ايران، هند، تاجيکستان، اوزبکستان، قرغيزستان او نورو پردو هيوادوکي د خوارۍ او دربدرۍ ژوند تېريي . سره له دې هم زموږ هيوادوال ترګرده د خوندي او سوکاله ژوند په هيله، پردو ملکو ته تښتي . که اشغالګرو ځواکو او د هغو مزدورو، فاسدو او بې کفايته واکمنانو په هيواد کي سوله، امنيت، قانونيت، عدالت، کار او روزګار برابر کړئ وای، بيا نو زموږ جنګ ځپلي او ربړېدلي هيوادوال لېوني نه وه، چي د پلار ، نيکه جنت نښان وطن پرېږدي؛ او د پاکستاني پوليسو، ايراني پاسدارانو او نورو بد ذاته پردو سختي ستوخي پر ځان و مني .


دغه راز، که د اشغالګرو پوځو د توپ و ټانک له شامته په هيواد کي د جنايتکارانو، جاسوسانو او غلو حکومت واکمني نه چلېدای، بيا به نو د جعلي او تقلبي انتخاباتو له لاري د داسي شرمېدلي، خندني او بې واکه پارلمان وجوړېدو ته لار نه برابرېدله . دا خبره هم هر چا ته څرګنده ده،که ملک د پردوپه لکۍ نه وای غوټه، نن به په هيواد کي د يوه مؤلد او صادراتي اقتصاد پر ځای دکورنۍ او بهرنۍ مافيا د ګټو و ټو په خاطر د مصرفي او وارداتي اقتصاد راج او تاراج نه وای . افغانستان به د فابريکو، د برېښنا د بندو او نورو لويو صنعتي او زراعتي پروژو خاوند وای .


د شخصي شتمنيیو د چور او چپاو خبره به يوې خوا ته کښېږدو، دکرزي د فاسد اوککړ حکومت د کرني او مالدارۍ وزير، محمد آصف رحيمي، د تش په نامه اولسي جرګې په غونډه کي په خپله اعتراف کيي، چي زورواکانو د هيواد په ګوټ ګوټ کي د بيت المال څلور ميليونه ( ۰۰۰، ۰۰۰، ۴) جريبه مځکه په زور لاندي کړې ده۳. په دې مځکو کي داسي ځايونه هم شامل دي، چي د ښاري ماسټر پلان له مخي و پارکو او نورو عام المنفعه پروژو ته بېل سوي دي . که د اشغالګرو د توپ و ټانک او د مزدورو زورواکانو بدمرغه سيوری نه وای، زموږ له بې وسه او بې کسه اولس سره به دا برالا زور وظلم به څنګه کېدای؟


ټول جهان شاهد دئ، چي د ايتلافي لښکرو او د هغو د مزدور رژيم په واکمنۍ کي د ترياکو توليد او سوداګري تر پخواني حالت څو چنده زياته سوې ده . د همدې منافقو ايتلافي پوځو تر سترګو لاندي، افغانستان دټولي نړۍ د ترياکو په سلو کي درو نيوي (۹۳) برخي توليديي۴ .


د نړۍ په ځينو نورو هيوادوکي مو هم کله نا کله د فساد خبرونه اروېدلي دي؛ خو هغه څه چي د افغانستان په اسلامي جمهوريت کي کيږي، بېخي له عالَمه ماسوا خبري دي . د شفافيت بين المللي ادارې په خپل کلني رپوټ کي د يو سلو اتيا( ۱۸۰) هيوادو له منځه سوماليه، عراق او افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد هیوادونه بللي دي۵ . د ملگرو ملتو د سازمان د رپوټ له مخي زموږ بېوزلو هيوادوالو يوازي په ۲۰۰۹ع کال کي د کرزي د فاسد رژيم و لوټمارو واکمنانو او مأمورينو ته دوه نيم ( ۲،۵) ميليارډ ډالره موک ( رشوت) ورکړی دئ، چي دا پيسې په حقيقت کي د افغانستان د کورني ناخالص محصول، څلرمه برخه ده۶ . په دې توګه ګورو، چي پر جنګ، اړودوړ ، زورواکۍ، چور و چپاو، لوږي، بېکارۍ او بې عدالتۍ سربېره د مخدره موادو سوداګري او ملا ماتوونکی فساد هم هغه دردناک او بدمرغه « سوغاتونه » دي، چي د همدغو استعمارګرو ايتلافي قواوو او د کرزي د همدې ککړي پکړي ادارې له خوا زموږ و مظلوم اولس ته وړاندي سوي دي .


اشغالګر پوځونه او د هغو راز راز مزدوري ډلي ټپلي په تېرو لسو کالو کي له خپل تور او کرغېړن ريکارډ سره سره، نن د خپلو استعماري او استثماري ګټو د خونديتوب دپاره په داسي توطيه او دسيسه لګيا دي، چي بېله شکه به په جنګ ځپلي افغانستان او ان ګرده سيمه کي د اور لمبو او لوخړو ته نور هم لمن و وهي؛ او دا ګډ تاريخي هيواد به د تجزيې او نابودۍ له جدي خطر سره مخامخ کړي . دا خاينانه دسيسه زموږ په سپېڅلې او وياړلې خاوره کي د امريکايي پوځيانو د دايمي حضور مسأله ده، چي هيڅ خپلواک او باغروره افغان يې و منلو ته زړه نه سي ښه کولای . همدغه راز، په دې حساسو او نازکو شرايطو کي له هند سره د ستراتيژيکو همکارييو تړون هم زموږ په خاوره کي د دوو دوښمنو همسايګانو( هند او پاکستان) تر منځ د پروکسي وار له سختېدو او پراخېدو پرته، بله نتيجه نسي را منځ ته کولای . په خواشينۍ سره د کرزي مزدوره او پوچ مغزه اداره د خپل سياسي ژوند د پايښت دپاره و داسي لارو چارو ته لاس اچيي، چي افغان اولس ته بې وينو، اوښکو او بدمرغييو بل هيڅ نسي ورکولای .


بايد په روښانه او څرګندو ټکو و وايو، تر هغه مهاله، چي يرغلګر پوځونه او د هغو تپل سوي جنايتکاري ډلي ټپلي زموږ پر خپلواکو او سرلوړو خلګو چپه مېچني چليي، د دې وحشتناک جنګ لمبې به هم تل د زياتېدو او پراخېدو په حال کيي؛ متأسفانه وچ او لانده به ټول پکښي سوځي .


د همدې استدلال له مخي د افغانستان کړکېچنه او پېچلې مسأله بې روغي جوړي بله هيڅ لار نه لري . له مقدوني سکندر څخه تر روسانو پوري هيچا دا خپلواک، غښتلي او زړورخلګ په زور، پيسو او نورو ناروا لارو اېل نه کړای سوه، اوس او تر دې وروسته هم هيڅ دليل او منطق نسته، چي امريکايان، د هغو کرايه سوي ايتلافي ملګري او د شمالي اتحاد مزدوري ډلي ټپلي به دا خپلواک، باغروره او نه تسليمېدونکي خلګ د وسلو، پيسو او نورو فتنو په زور اېل کړي؛ خو دا مهم او اساسي ټکی بايد له ياده و نباسو، چي روغه، جوړه د رباني، فهيم، خليلي، سياف، دوستم، محقق، عبدالله، امرالله او داسي نورو جنايتکارانو، خاينانو او لوټمارانو کارنه دئ؛ ځکه دې تورو او کرکجنو څېرو د افغانانو او افغانستان پر ضد داسي جنايتونه کړي دي، چي هيڅوک يې هيڅکله هم نسي بخښلای . نوري خبري به آ خوا پرېږدو د کابل ښار کنډوالې، زما د ورور په ګډون د څه دپاسه پينځه شپيته زرو بې ګونا افغانانو بې رحمانه وژنه او د هيواد په اوسني خونړي اشغال کي د پردو يرغلګرو مزدوري او نوکري، په خپله د هغوی د محکوميت څرګند او کافي دلايل ګڼل کيږي .


په دې کچول او ټوک ټوک هيواد کي بايد د همېشنۍ سولي او امنيت دپاره د هغو ملي شخصيتو له وساطت يا منځګرتوب څخه کار واخيستل سي، چي هيڅ افغان يې په سپېڅلتيا، ريښتينولۍ، زړه سواندۍ، پوهه او هوښيارۍ کي شک ونه لري . که څوک په دې غملړلي وطن او کړکېچنه سيمه کي د سولي، امنيت، خوشالۍ او سوکالۍ هيله لري، بايد ژر تر ژره زموږ د هيواد و دغه راز منلو او باوري شخصيتو ته مخه کړي، چي په خپلو مصلحانه کوښښو سره د جنګ او تباهۍ اورونه مړه کي؛ او د ټولو افغانانو په ګډون د يوه پراخ ملي او اولسي نظام پوخ تاداو او بنسټ کښېږدي .



ماخذونه او سرچينې


۱ ګران لوستونکي کولای سي، د ګلوبل ريسرچ د دې لينک په کښېکښولو سره د سپيټمبر د يوولسمي په باره کي د دغو امريکايي ماهرانو د شکونو، نظريو او دلايلو لنډه بڼه ولولي :


http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=26897


په همدې اړه د بېلابېلو علمي او فني څانګو د بې شماره متخصصانو نظريې او دلايل په دې ويبپاڼه کي لوستلای سئ :


http://www.patriotsquestion911.com/



۲ د افغانستان پر خلاف د ايتلافي لښکرو د پوځي تلفاتو شمېرې د اينټرنيټ په دې پاڼه کي وګورئ :


http://icasualties.org/oef/



۳ د کرزي د حکومت د کرني او مالدارۍ د وزير، آصف رحيمي، له خولي د څلورو ميليونو جريبو غصب سوي مځکي خبر د اينټرنيټ په دې لينک کي ولولئ :


http://unama.unmissions.org/Default.aspx?tabid=4647&ctl=Details&mid=5294&ItemID=15048



۴په افغانستان کي د ترياکو د توليد او سوداګرۍ په اړه د بي بي سي او لاس انجيليس ټايمز دا خبرونه وګورئ :


http://news.bbc.co.uk/1/hi/6965115.stm


http://articles.latimes.com/2010/oct/01/world/la-fg-1001-afghan-opium-20101001



۵ د کابل حکومت د فساد تور او چټل ريکارډ د بي بي سي په دې خبر کي ولولئ :


http://news.bbc.co.uk/1/hi/business/8365094.stm



۶ د کرزي په فاسده او ککړ ه اداره کي د بډو او موک په باب د شپيګل آن لاين دا رپوټ وګورئ :


http://www.spiegel.de/international/world/0,1518,672828,00.html