کور / سياسي / له افغانستان دفاع دچادنده ده؟

له افغانستان دفاع دچادنده ده؟

د۲۰۱۱ ز کال اکتوبر ۱۱ مه



وايي لس کاله دنړيوال پوځی شتون تيرسول خوسوله رانغله اوافغان ولس ته ورکړه سوې وعدې يوه هم پوره سول .


پدې لس کاله کي دکرزی صاحب په اصطلاح زموږدې ورور (پاکستان)دامريکا اونړيوالوټولنې څخه تردې نامه لاندي چي دنړيوالي ټولنې سره په افغانستان کي دترهگرو دجرړو په ايستلو کي مرسته کوي اودافغانستان په کورنيو چاروکي به لاس نه وهی دميليارډو ډالروترلاسه کولوپه بدل کي دوې وژونکی ډالۍ افغان ولس اونړيوالي ټولنې ته وړاندي کړې:


لمړۍ هره ورځ ځانمرگي افغانستان ته راليږي ترڅودلته بېوزله انسانان قربانيان سي . دپاکستان څخه اروپاته راغلي افغانان وايي چي هلته ويل کېده چي داځانمرگی ئې دومره روزلې چي په پاکستان کي په ۲۲۰ زره کالداري پلورل کيږي،اوس خلک خپلې دښمنی ددوي پوسيله سرته رسوي . دوهمه ډالۍ ئي داده چي دهمدې کال له پيل ته اوسه په زياته بي شرمې زموږپر پاکه اوسپېځلې خاوره د افغانستان د ختیځو ولایتونو پر ځينو ولسواليو دراکټونواوتوپو نوگولی اوريدوته دوام ورکوي .


دبېلگې په توگه :


دهمدې کال دفبرورۍ دمياشتي تر هوايي بمباريواوشوبلوترډزووروسته يوځل بيادمارچ پر لمړی نېټه د ننګرهار دګوشتې ولسولی پر مربوطاتو پاکستان له لوري بمباري شوې چې له امله یې تر ((۵۰۰)) زياتي کورنۍ بې ځایه شوې .


تردې وروسته پداسي حال کي چي ددغه بریدو په اړه په کابل کې د افغان، ایتلافي او پاکستاني ځواکونو په ګډه جوړ شوی کمېسیون کي ، د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال امین الله امرخېل دپاکستان له لوري دوسله وال تيری په وړاندي خپلې اندېښنې په دغه کمېسیون کې پاکستاني جنرالانو تر غوړورسولي دي .‌ BBC


دپاکستاني پوځيانوله لوري دگوشتې پر ولسوالی يوځل بيادمارچ پر ۱۳ مه بردونه ترسره شول چي افغان ولس ته ئې مرگه ژوبلې واړول . د جنرال امین الله امرخېل په وينا په تېرو درو ورځو کې تر لسو ډېرې درنې مرمۍ د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره لګېدلي دي ، چې له کبله یې د مومندو ځايي قوم تر زرو ډېرې کورنۍ له خپلو سیمو وتلې دي .


د جون د مياشتي پر ۱۸ دکونړولايت پر ۶ ولسوالیو بریدونه شوي .ددغو بریدونوپه اړوندد کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عوض محمد نذیري ډله ايزو رسنيوته وويل چي له تېرو درو ورځو راهیسې په شیګل سرکاڼو د انګام او ناړۍ ولسوالیو تر ۱۰۰ ورپورته درانه توپونه وار شوي چې په وینا يې تر لسو پورې کسان وژلي او ځینې نور يې ټپیان کړي .


همدا ډول دسپتمبردمياشتي په ورستيواواکتوبرلمړۍ اونۍ کښي پاکستان درې ورځې په مسلسله توگه تر ۶۵۰ زايات توغندي اورولې دي چي زموږ ولس ته ئي ځاني اومالي زيان رسولی . BBC


له بدمرغه افغان چارواکولخوادپاکستان ددې بې شرمانه حملو په وړاندي تر ډيره بريده چوپتيا اختيارسوې خوکله چي دډله ايزورسنيواوافغان روڼ اندوتر سياسي اوتبيلغاتي فشار لاندي راغلي بيائي ددفاع وزارت اوبهرنيو چارو وزارت په نرمو غبرگونوبسينه کړېده .


موږ نه وايوچي دپاکستان په وړاندي دي عمومي سپربری اعلان سي اوس مرحوم داود خان اودهغه نړيوال ملاتړي نسته . ديوې خواداکارشونۍ ځکه نده چي ملت اودولت دومره سره ليري سوی چي اوس يودبل ږغ نه اوري اودبلې خوادموږ عام ولس ته لمر غوندي روښانه اوڅرگنده ده چي دپاکستان استخباراتی کړئ دمرحوم داودخان دکودتاله وخت نه چي پاکستان کي افگانستان ددولتونوپر خلاف کمپونه جوړ سول بياترنن پوري زموږ په دغوشخصيتونوکي ډيرنفوذاو تاثير لري کوم چي په دولت کي پرېکړنده خبره کولاي سي اويادپرېکړنده خبروپه هکله ورسره مشوره کيږي ،ځکه خوپاکستان په ډاډه زړه هغه څه کوي کوم چې ئي زړه غواړي .


خو سوال دادی چې دپاکستان ددې بې شرمې په وړاندي نړيواله ټولنه دالس کاله ولي چوپه خوله پاتې ده ؟


يوازي کله ناکله په تبليغاتوکي دپاکستاني چارواکوپر خلاف يوه نيمه خبره وکړي چي هغه هم بيانه عملي کوي .يوازي هغه وخت چي څه موده وړاندي دکابل په ښارکي دامريکاپر سفارت اونوروبهرنيودفترونوله پاکستان څخه درالېږل سوواوهلته روزل سوو لخواوسله وال تېری وشو دشرمه ئي نارې سورې پيل کړې،دلته هم کله طالب ملامت کېده اوکله بيادحقاني شبکه ،اوويل کېده چي دپاکستسان په مشوره اوملاتړ داکارترسره شوی .خو پاکستاني چارواکوددغو شبکوڅخه دملاتړ په توردملامت کېدوپه وړاندي امريکا ته په ډاگه وويل داموږ نه دي روزلي اوزېږولي داتاسو روزلي اوسمبال کړي دي .


ددې کلک غبرگون سره موږ تراوسه دپاکستان په وړاندي دامريکا اونړيوالي ټولنې لخوادداسي قهراوغوسې کومه عملي پايله نده ليدلې چي څرگنده سي پاکستاني چارواکي دي دامريکا له ډاره پښې راټولي اوځانمرگی ئي ايسارکړي. نه ئې ددوي دمخالفينو پټن ځايونه ئي له منځه يووړل اونه ئې دافغانستان سره دسولي په راستنېدوکي په رښتيادښه گاونډي په توگه مرسته وکړه . مگردخپل دوه مخې سياست پر بنياد دادی دافغانستان دشرقي ولاياتوننگرهاراوکنړپر مربوطاتودوستيودتوغنديواوتوپونودحملو ته دوام ورکوي .


جالبه داده چي ددوي ددې وحشيانه پوځی حملواوتيريوپه وړاندي دنړيوالوځواکونوقوماندان وايي موږ گوياددې لپاره نه يو راغلي چي افغانستان دپاکستان اويابل هيوادله پوځی تيريونه وساتو،موږ دترهگری په وړاندي دمبارزې لپاره دلته راغليو.


نوکه دهمدې ښاغلي قوماندان صاحب نه پوښتنه وسي ،ښاغلې دالس کالومونه منل چي دټولوبدمرغيواوترهگريوزاله چيري ده ؟ اوس خوئي له يوه سره منۍ اوټول داخبره کوۍ چي دلجاجت اوشرارت مرکز پاکستان دی،نوددغه مرکزپه وړاندي ولي عملي گام نه پورته کوئ؟ افغانستان دشرارت اولجاجت مرکزنه دی، تاسوبايد دترهگرودجرړوايستلواوځالو ورانولوپه وړاندي عملي گامونه پورته کړی .که دادرسره ومنوچي دترهگری پر خلاف مبارزې لپاره سيمي ته راغلي ياست نومهرباني وکړئ مرکزئي پاکستان دی هاخواته وکوچېږئ .


خو دسپتمبرپر ۳۰ مه د پاکستان فوځ مشر جنرال اشفاق کیاني ته په هغه غونډه کي چي دسياسي گوندونوسره دسلااو مشورې په موخه جوړه سوې وه دکوزي پښتونخواديوه پياوړی مشر محمود خان اچکزی داخبره چي ((که آی ایس آی وغواړي په افغانستان کې په یوه میاشت کې امن راوستلای سي))له نظره ونه غورځوئ دانه يوازي دمحمود خان خبره ده بلکي دا دټول افغان ولس دزړه اوازدي .پدې بايد ټول پوه وي چي له دې طرحي اوروښانه وړانديزنه ځان تېرول په هيڅ صورت په سيمه کښي سوله نسي راوستلاي .دپاکستاني استخباراتي شبکې دډيرپخوانی لاسپوڅی اوافغان ولس تاريخي دښمن مولانا د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن داانسان دښمنه خبره هم دزړه په غوږو اوډيره جدي بڼه واورئ چي وايي : ((نن امریکا زمونږ څخه د حقاني نیټ ورک په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي، که مو نن دا خبره ورسره ومنل، صبا بیا وايي چي په کویټه ښار کې د طالبانو شوری وجود لري، د هغه په ضد باید عملیات وکړی، او داسي به دا سلسله جاري وساتل شي. هغه وویل چي پاکستان باید خپل ستراتیجیک او خارجه پالیسی بدله کړي، او زیاته يې کړه چي د پاکستان ټوله ولس د فوځ تر شا ولاړ دی .)) گران افغانستان اولراوبرويب پاڼي


داښاغلی داخبره پدې خاطرکوی چي خپل نوبت ته انتظار باسي پدې تر ټولوښه پوهيږي چي داورځ ډير رژ راتلونکې ده چي نړيوال ددي سياسي اومذهبي سوداگر چي داڅولسيزي ئي داسلام پر مقدساتو سوداگري کړې اويوازي ئي ترهگر روزلې اوافغان ولس ئې داڅولسيزي په وير کښېنولی دنيولواومحکمې ته دراکشولو ږغ پورته کړي اوله امريکانه داوغواړي چې دوي په پاکستاني چارواکو داومنی تر څونوموړی دخپلو کړنوپه وړاندي نړيوالي محکمې ته ځواب ووايي .


امريکااوورسره ښکېله نړيواله ټولنه بايد پدې باور ولري که دپاکستاني جنرالانودداډول سياسي اوپوځی لوبوپه وړاندي دهغو موخولپاره چي سمدلاسه ئي گټه نه ليدل کيږي چوپه خوله پاته سي همداسي دپخواپشان به د واکسټ والاو رالېږل اومرگ ژوبله په خرپ روانه وي .


داجګړه به چي اوس هرنوم ورکول کيږي تر هربل وخت لاډیره ګرمه ، څواړخیزه او د یوه نامعلوم لوری پرلور روانه وي . يوازنۍ پايله به ئې لکه دالس کلن پوځی شتون دانسانانوقرباني اوافغان ولس دزورېدودپروسې دوام وي،بل څه نه .


ددولت مخالفين په هرنامه چي يادېږي دعمل خپلواکي نلري اونه هغوي ته داوخت او واک ورکول کيږي چي خپل ږغ اواندېښنه تر نوروپوري ورسوی ،دوي کاملا دپاکستاني استخباراتوسره سياسي زندانيان اوپلاس کي ځواک دي . لکه چي دځان مرگو مغزونه پرېمينځل کيږي همدا ډول دوي دطالبانو ،حقاني ،گلبدين اونوروډلوپه منځ کي په خاص مهارت خپل کارونه پر مخ وړي اوهغوي له بهرنی نړۍ سره له اړېکواوخبرونه ډاروي دائي ورته څرگنده کړې ده چي(( مرگ اوياټول دولتي واک ))مرگونه خوپه خرپ روان دي اوداچي ټول دولتي واک دي يوې ډلې ته سپارل کيږي يوڅه له عقله ليري خبره ده ځکه چي په ۱۹۹۲ ز کال دمرحوم نجيب الله تر حاکميت وروسته ددولتي مقامونوسره ددوي مينه اومحبت څرگندونې په پايله کښي دکابل ښار دشپېتوزرو انسانو ژوند واخيستل سو . نوکه داځل بيادوي اوياله دوي نه يوې ډلې ته واک ورکړه سي پخوانۍ حالت به دټولوهير سي .


داهم بايد له نظره ونه غورځول سی چي دوي ته وايي تاسو داسي پاکستانيان ياست اوپر پاکستان مين ياست لکه موږ ، ددې خبرې دپخلي لپاره دپاکستان داسختباراتو پخواني جنرال اودافغان ولس وتلي ډښمن جنرال حميد گل داکتوبرپر پنځمه د پاکستان له دنيا ټلويزيون سره په مرکه کې وويل : چې د حقاني شبکې مشر په باب وويل، چې نوموړى هغومره يو پاکستانى دى، څومره چې حميد ګل دى، ده وويل:((د جلال الدين حقاني سوچ په بشپړ ډول پاکستانى سوچ دى، هغه زما په څېر پاکستانى دى. زه په څرګنده دا ويلاى شم، چې هغه دومره پاکستانى دى، څومره چې زه يم))ازادي راډيو


پدې خاطر دافغانستان پر خاوره دپاکستاني چارواکودوسله والوحملوپړه دبل چاپر غاړه اچول يوماشوم ته هم دمنلو وړنده اونه هم افغانان دبهرنيانودابهانه چي دوي ددې ياهغې موخې لپاره کوم چي دافغان ولس ملي گټې پکښي نغښتي وي منلاي سي . افغانان اوس تربلې هرې ورځې زيات له امريکا اونړي والي ټولنې نه دافغان ولس اوپه سيمه کي دسولي اوثبات دټينگېدوپه خاطر دکوټلو عملي کارونواوگامونوداوچتېدو کلکه غوښتنه کوي .


ددې لپاره چې وخت او امکانات مو دلاسه نه وي ورکړئ دامريکا ، افغان ولس اونړيوالي ټولنې پوځ لپاره ترټولو اوږده جگړه پاي ته رسېدلې وي بهتره داده چي له پاکستان سره مخامخ په دې اړه خبرې وشي اوپه دوي داومنل سي چي دافغانستان په خاوره کي دجگړې په دوام کي ستاسو همېشنۍ گټه نسته اونه هم دادنړۍ لپاره دزغم وړده . په هر شېبه چي پاکستاني چارواکي پدې پوه سی چي امريکاله دوي سره تندي خبري کوي اوله دوي نه په رښتياغواړي چي په افغانستان کي جگړه پاي ته ورسېږي اودبنسټپالو ځالي دتل لپاره ورکې شي په هغه ورځ پاکستاني جنرالان داکارکوي اودابه په دې سيمه کي دټولوناخوالواوترهگريزوفعاليتونودپاي ورځ وي . خوددې سره داخبره هم دوهمه درجه اوکله ناکله لومړۍ درجه ارزښت لري چي په افغانستان کي داسي دولتي اداره جوړېدل اړين دي چي دټولولپاره دمنلو وړوي اودنړيوال ټولنيز بهير نه بېگانه نه وي .دولتي چارواکي دپاکولاسو خاوندان اوددغوپه دولتي فسادککړو،هېروئينو پټو اوښکاره سوداگرو،جنگسالارو اوپاټکسالارواوتنظيمي لوبغاړوله منگولودافغان ولس گريوان خلاص شي .دابه ددې په معناوي چي ددولت اوولس ترمنځ به واټن نږدې ،خلک به پر خپل حکومت باورمنداودهغه ملاتړی وي .


دپورته څرگندونوسرۀ که دافغانستان په دولت اوسياسي دولتي سيسټم کښي يوڅوک په رښتيادخپل ولس اوملي گټوسره مينه لري اوافغان ولس دسپکاوی په وړاندي کرکه لري نوخپل ږغ بايد دملگروملتوتر امنيت شورا ورسوي ، افغانان بايد له پاکستان څخه وه نه ډارېږي څومره چي کولاي سی پر نړيوالي ټولنې ،امريکا،اونړيوالوسازمانو سياسي فشار راوړي اوله هغوي نه غوښتنه وکړي چي دپاکستان دعلنی اوپټو لاس وهنو مخه ونيسي .


خپلې خبرې پدې ټکورانغاړم چې په پاکستان کي ټول هغه سياسي سازمانونه ،سياسي گوندونه ،خپلواک شخصيتونه دپښتنو اوبلوڅومشران اوسياسي گوندونه اونور چي ځانونه دانسان مقام ته په درنای ،سولي ،ثبات ،دموکراسی اوټولنيز ژوند ته ژمن بولي اوافغانستان خپل ورورگاونډۍ هيواد بولي ، ددې ټکې په پوهېدوسره چي سوله اوپه سوله کي گډژوند دټولوپه گټه دی اوله افغان ولس سره دښمني په پاکستان کي دهيچاپه گټه نده پر خپل دولت دډله ايزورسنيو،لاريونواوپارلمان له لاري فشار راوړی ترڅودافغان ولس اونړيوالي ټولنې انساني اومعقولوغوښتونوته غاړه کښېږدي په افغانستان کي دسولي اوثبات دراستنېدوسره رښتيانۍ اوعملي مرسته وکړي . ومن الله التوفيق