کور / تازه خبرونه / د بدرمنېر دريم تلين ولمانځل شو

د بدرمنېر دريم تلين ولمانځل شو

پېښور:د پښتو فلمونو د نامتو هنرمند ښاغلي بدر منېر په ياد کې د کلچر جرنلسټس فورم خېبر پښتونخوا او کلچر ډائريکټوريټ خېبر پښتونخوا په بندوبست، د مرحوم درېم تلين د اکتوبر مياشتې په ١١م تاريخ ولمانځل شو.
د نظامت چارې روښان يوسفزي ترسره کړې، ښاغليو احتشام طورو، د کلتور او ثقافت وزير ميا افتخار حسېن، د پښتو فلمونو هدايتکار قېصر صنوبر، د بدر فېډرېشن چېرمېن شيرين زاده بدر، د پېښور راډيو ډائريکټر لايق زاده لايق، د بدر منېر ورور خورشيد منېر، د پښتو فلمونو او ټي وي ډرامو لوبغاړي جميل بابر، د پښتو فلمونو نامتو هيرو عجب ګل، د پښتو فلمونو نامتو لوبغاړي او د بدرمنېر جوړه دار اصف خان په خپلو خبرو کې د مرحوم د فن ستائنه وکړه. دوئ مطالبه وکړه چې د بدرمنېر اېوارډ اعلان دې وشي، په بدرمنېر چې کوم کتاب تيار شوى دى ، د هغې چاپ دې حکومت په خپله غاړه واخلي، د پښتو اوسنيو فلمونو سخته څارنه دې وشي او اوسني فلمونه دې په کلچر پوره کړى شي، سينما روډ دې د بدرمنېر په نوم شي، د ژوندي لوبغاړو ورځې دې ولمانځل شي او دا يادونه وشوه چې کوم مشن بدرمنېر شروع کړى وو، هغه به مونږ ټول هم مخکې بوځو.
د بدرمنېر په ژوند او فن جوړ شوى ډاکومنټري فلم هم وښودل شو. شاه جهان خان، زرداد بلبل، ارشد حسېن، زرداد بلبل او بختيار خټک د خلکو د تفريح دپاره پرفارمنس وکړو. په دې غونډه کې د پښتو فلمونو، سي ډي ډرامو او ټي وي ډرامو لوبغاړو، هدايتکارانو، سندرغاړو، صحافيانو، د بدرمنېر پرستارانو او نورو اړوندو خلکو په ډېر لوې تعداد ګډون وکړو.