کور / تازه خبرونه / طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور هرکلی وکړ

طالبانو د ملګرو ملتونو د راپور هرکلی وکړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی موږ د ملګرو ملتونو د دې راپور ستاینه کوو چی وایی د افغان حکومت په جېلونو کی بندیان کړول کیږی . هغه وایی چی ملګرو ملتونو داسی ګام ډیر پخوا لا باید اوچت کړی وای، ځکه په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو په پټو زندانونو او داخلی امنیتی څانګو کی په زرګونو افغانان تر غیر انسانی کړاوونو لاندی شپې سبا کوی چی زیاتره استخباراتی ګومارلی او په دې شبکه کی پخواني ورننوتلی کمونیسټان دا ظلمونه کوی .
مجاهد زیاتوی چی کله دغه استخباراتی ګومارلی په دغسی غیر انسانی شکنجو سره ( مثلأ په اوبو کی ساه وربندول ، برقی شاټ ورکول ، نوکان ترې ایستل ، خوب ته نه پریښودل… ) په زوره په بندیانو اقرار وکړی، نو بیا په افتخار سره ووایی چی بندیانو داسی یا هسی اعترافونه وکړل .
ذبیح الله مجاهد په پای کی پر بهرنیو پوځیانو او افغان حکومت باندی ږغ کوی چی د غیر انسانی ظلمونو او کړاوونو څخه لاس واخلی او د بشری حقوقو نړیوالو څانګو او ملګروملتونو ته اجازه ورکړی چی زندانیان له نږدې وګوری او حال یې وپوښتی .