کور / راپور / پکتيا: ۶۰تنه ځوانان دژورنالېزم ډګرته وروزل شول!

پکتيا: ۶۰تنه ځوانان دژورنالېزم ډګرته وروزل شول!

 دځوانانوچاروآمرامان  الله اماني رسنيوته وويل: دژورنالېزم دا روزنيزکورس دنویوژورناليستانودروزلوپه موخه جوړشوی وو د اماني دمعلوماتو له مخې په ياد روزنيزکورس کې اتيا تنو ځوانانوګډون کړی وو،چې څلورپړاوه یې درلودل. ده زياته کړه دوی ته د دووتنوتکړه روزونکولخوا دژورنالېزم په برخه کې دزده کړې ترڅنګ په تخنيکي چاروکې هم روزنه ورکړل شوه . سيدجمال الدين آصف خېل چې دځوانانوداړيکواومعلوماتومرکزمسوول دی دولت ته وړاندیز وکړ او و يې ویل ، هغه ځوانان چې نوي له پوهنتونونو فارغيږي دکاردتجربې دنه شتون له امله دکارکولوزمېنې نه ورته برابريږي آصف خېل زياته کړه که دولت دې ټکي ته پام ونه کړي ښايي دځوانانوبرخليک له بدبختيوسره مخ شي له لوړو زده کړو وزارت يې غوښتنه وکړه ،چې پکتيا پوهنتون کې دې دژورنالېزم پوهنځی پرانیستل شي ترڅود ژورنالېزم مينه وال دژورنالېزم له بنسټيزې پوهې برخمن شي.آصف خېل په پکتياکې درسنيزډګرکمزورتیا ته په پام سره اندېښنه وښوده او درسنيوله مشرانويې وغوښتل چې پکتياکې خپل استازي وټاکي ترڅو ددې ولايت ستونزې په ښه توګه د دولتي چارواکوترغوږونو ورسيږي.



دياد روزنيزکورس روزونکی لمرنيازی وايي چې په دې لنډمهاله کورس کې دوی وکولای شول چې دورکشاپ ګډونوالوته دژورنالېزم اساسات ورزده کړي دده په قول که څه هم داکورس لنډمهاله وو خوبياهم دوی وکولای شول،چې په لنډه موده کې ابتدايي رپوټونه اوفېچرونه ور وښيي.


دنيازي په وينا په دې روزنيزکورس کې ګډون کوونکوته په عملي توګه په بېلابېلوموضوعګانوکاروشوچې په پايله کې  دوی ددې جوګه شوي چې په اړونده برخه کې په پوره ډاډ کاروکړي. 


حضرت نبي شېرزی چې په کورس کې ورته ځای ورکړل شوی وو  دخوښۍ احساس یې کاوه وويل  ډېرخوښ يم چې په يوه داسې روزنيزکورس کې ګډون کوم چې هغه ډېرپاک مسلک دی اوله دې مسلک سره مې له پخوا نه لېوالتيا وه. ده له دولت ګيله کوله او ويل يې چې ځينو وختونوکې ژورنالېستان د دولتي چارواکولخوا ياګواښل کيږي اوياهم وهل کيږي ،چې زياتره وخت دژورنالېستانو دوژل کېدو سبب هم کيږي. ده زياته کړه که دولتي چارواکي ژورنالېستان وستايي اودوئ سره همکار واوسي کېدای شي دژورنالېزم مسلک مينه وال مخ په ډېرېدوشي .                                                                                                                             


ديادولو وړدی چې په پکتيا کې دلومړي ځل لپاره دژورنالېزم په برخه کې دنويو ځوانانو د روزلو  په موخه دا ډول روزنيز اوښوونيز کورسونه په لاره اچول کيږي ،چې ډېری ونډه ځوانانوته پکې ورکول کيږي .