کور / هراړخیز / دعامي روغتیا وزارت ته یوه کتنه

دعامي روغتیا وزارت ته یوه کتنه

کله چه د۲۰۰۱ کال  نه وروسته دبن دموافقي په نتیجه  کي دښاغلي حامد کرزي موقت حکومت رامنځ  ته سو،اغلي داکترسهیلا صدیق دعامي  روغتیا دوزیري په حیث وټاکل سوه  ،اوددي ټاکني دیوی خواد ښځونمایندګي وکړه اودبلي خواد محمد زودقوم او د مرحوم اعليحضرت ظاهرشاه برخه هم په نظرکي ونیول سوه ،ښاغلي سهیلا صدیق د ۴۰۰بستریز روغتون دجراحي تکړه متخصصه وه ،خوپه داسي یونازک حالت که دعامي روغتیا چاري دي ته وسپارل سوي چه په افغانستان کي روغتیايي خدمات په ډیره لږه کچه اوټیټ کیفیت په محدودو ولسوالیو اوښارونو کي ترسره کیدل ، اوزیادتره دNGO ګانو لخوا مخ ته وړل کیدل. 


 تر سهیلا صدیق وروسته ډاکترمحمد امین فاطمي اواوس داکترثریا دلیل د یوه کال نه زیات دوزارت سرپرسته ده  . ددي لسو کلونو په دوران یو اندازه پرمختګ سویدی ،خو دمالي منابعو اوامکاناتو په تناسب ډیر لږ دی ، اوس هم افغانستان دمیندو اوماشومانو دمړیني د لوړي کچي په درلودلو سره په نړی کي دوهم یا دریم ځای لري او هره ورځ په سلونو کسان دهوا او مځکي  دلاري هندوستان اوپاکستان ته ځي ، ګرچه په کابل کي بعضي شخصي روغتونونه په ډیرو زیاتو پیسو کارکوي چه ممکن دهند اوپاکستان څخه يي مصارف زیات وي ،چه دهرافغان په وس نه کیږي .


دعامي روغتیا وزارت  دهم هغه شروع نه دخپلو بین المللي همکارانو په مرسته دروغتیايي خدماتو دستراتیژی اوپالیسی په جوړولو پیل وکړ چه په نتیجه کي یی داساسي روغتیايي خدماتو مجموعه PBHS( Package of Basic Health Services ) رامنځ ته کړه ،په نوموړي پالیسي کي روغتیايي خدمات دنفوسو پراساس وړاندي سول ،یعني دیوه معین نفوس لپاره معین ډول خدمات په نظرکي ونیول سول ،چه وروسته بیا دمنطقي لیروالي اوجغرافيی مشکلات په نظرکي ونیول سوه اوپه پالیسي کي څه تغیر راغی ،دغه دPBHS پالیسي چه زیادتره دکلیوالي لیري پرتو سیمو لپاره خدمات وړاندي کول کافي نه وه اووروسته داختصاصي روغتیاي خدماتو مجموعه ( (Package of Essential health Servicesرامنځ ته سوه چه ولایتي ، حوزوي اونور روغتونونه پکښي داخل دي رامنځ ته سوه .


اوس راځو اساسي مشکل څه دی؟  پالیسۍ اوستراتیژۍ جوړي سوي  اوس باید ددي پاليسیو دلاري  روغتیايي خدمات عرضه سي . وزارت دهم  هغه شروع څخه وارخطا ؤ ،دنړیوالو مادي او پولي مرستي ډیري زیاتي وي خو دعامي روغتیا په وزارت کي ظرفیتونه نه وه جذب سوي بلکه دتعلقاتو او روابطو په اساس چوکیاني ویشل سوي وي ،دوزارت په رهبري کي لازمه تخنیکي وړتیا نه وه او دهغه نه علاوه کشمکش ، بي نظمي اوسمت پرستي موجوده وه . وزارت ونه توانیدی چه دخپلي لاري روغتیايي خدمات عرضه کړي نو يي وان جي او NGO ته مراجعه وکړه او ولایتونه يي په ټیکه ورکړه ،وزارت ته کومک کوونکو  DONORS لکه جهاني بانک ،نړیوال پولي صندوق او نورو پیسي ورکوي او وزارت يي ان جوګانو ته ورکوي چه دولسوالۍ اوښارونو په سطح روغتیايي خدمات عرضه کړي او بعضي انجوګان بیا ددوهم قراداد له لاري نورو انجوګانو ته قراداد په ټیټه بیه ورکوي ،په نتیجه کي بي کیفیته روغتیايي خدمات دبیچاره خلکو لپاره په محدوده کچه عرضه کیږي . دولایت په سطح یوازي دعامي روغتیا ریاست دڅو مامورینو سره دعامي روغتیا دوزارت په تشکیل اوکنترول کي پاته کیږي ، او نور روغتونونه اوکلینیکونه دانجو په لاس کي دي ،اوپه همهغه ولایت کي دانجو لوی دفتر دخپلو ډیرو پرسونلو سره په لوی مصرف او لوړو معاشاتو کارکوي ، او یوتضاعف یا Duplication يي رامنځ ته کړی دی ،مثلا دعامي روغتیا په ریاست کي چه دتوبرکلوز امر سته دانجو په دفتر کي هم سته ،که دلابراتوار امر دروغتیا په ریاست کي سته هغه دانجو په دفترکي هم سته (وزارت په وزارت کي ). په ولسوالیو کي د روغتونو او کلینیکونو خدمات کمزوري دي ، کافي ادویه اوسامان الات نلري اودروغتون یا کلینیک تعمیر که نوی جوړ سوی وی هم ډیر مشکلات لري یعني بي کیفیته موادپکښي کارسوی دي ،داوبودنلونو سیستم نلري یا درست کارنه کوي او حتی په کرايي کورونو کارکوي ، که چیري موږ دشهید داود خان دوخت کلینیکونو اوښوونځیو تعمیراتو ته وګورو نو اوس هم دپوره استفادي وړدي .په ناامنو ولایاتو کي داسي ولسوالۍ سته چه هیڅ روغتیايي خدمات هلته نه سته ، دنظارت اوتفتیش پروسه کمزوري ده خصوصا په ناامنو ولایاتو کي .


عمده ستونزه داده چه اوس خو داسیستم دټیکه دارۍ په اساس جوړ سویدی چه وزارت ته خارجي  مرسته کوونکي په ملیونو ډالر ورکوي  او وزارت بیا د ولایتونوروغتیايي خدمات ددوو یا اظافه تردوو کالو لپاره په نهایت ډیروپیسو په ټیکه ورکوي دلته دخوردوبورد ډیرامکانات سته چه قراداد چاته ورکړه سي . ډیر دخواشیني ځای دادی چه دامرستي دایمي نه دي ،که چیري دامرستي بندي سي نو انجو خپل ټغر ټولوي او پرخپله لارځي اووزارت به دومره پیسي نلري چه انجو ته یی ورکړي نودلته دی چه دروغتیايي خدماتو یوه لویه خلا رامنځ ته کیږي ،او وزارت به دیو نه حل کیدونکي ستونزي سره مخ وي .  بل هیڅ وزارت دانجو په مټ نه چلیږي بیله دعامي روغتیا له وزارت څخه . دعامي روغتیا پوهان ،پالیسي جوړونکي اوواکداران باید دغي ستونزي ته پاملرنه وکړي . دبلي خوا دخصوصي سکتورکوم روغتونونه اوکلینیکونه چه جوړسوی دي په معیارنه دي برابراوپه ډیروپیسوسره خدمات عرضه کوي . دعامی روغتیا وزارت یوی جامع ارزوني ته ضرورت لري چه اوسني اواینده ستونزي په نظرکي ونیسي.


که چیري وطنوال اوکارپوهان دنورو وزارتونو اړوند مسایل اوستونزي رابرسیره کړي نو کیدای سی اوس یا وروسته دهغه داصلاح لپاره اقدام وسي .