کور / هراړخیز / دافغانستان بانک اوس یوغښتلی پولي سازمان دی

دافغانستان بانک اوس یوغښتلی پولي سازمان دی

 



لکه څنګه چې پوهیږۍ چې هرهیوادیومرکزي بانک لري چې دغه مرکزي بانک دپولي سیاست په جوړښت اوترتیب،دمالي اداروڅارنه ،دنووبانکنوټونوچاپول،دزړوبانکنوتونوراټولول اوداسې نورې ورته کړنې ترسره کوي په همدغه ډول زمونږګران هیوادافغانستان هم یومرکزي بانک لري چې دافغانستان بانک په نوم یادیږي.دافغانستان بانک په کال 1318 لیږدیزلمریزکې دمحمدظاهرشاه په وخت کې رامنځ ته شواوپه دغه دوره کې دافغانستان بانک ترټولوسترې دندې دپیسوچاپول اوددولت دبودیجې کسرله منځه وړل وو یا پدې معنې چې ددولت مصارف به دعوایدو څخه زیات شول نوبانک ته به سپارښتنه کیده چې ددغه کسر له منځه وړلو لپاره غوښتل شوي پیسې چاپ اودولت ته یې وسپاري او همدارنګه ددې نه وروسته بیادافغانستان بانک ترډیروکلونولپاره دسوداګریزبانک په توګه کارکوه لکه دخلکوامانتونه ساتل ،دپورونوورکول اوهمدارنګه دسوداګرۍ یاتجارتي کړنوتمویلول چې دې کار په لسګونه کلونه دوام وکړ.کله چې دطالبانودحکومت دوره راغله نوپه دې وخت کې دافغانستان بانک ترډیره حد ه غیرفعال وو هغه په دې مانا چې دطالبانودحکومت سره نړیوالوپولي سازمانواړیکې نه درلودې اونه یې هم ورسره په پولي برخه کې مرسته کوله ځکه دافغانستان بانک دومره ستر فعالیت نه درلود.خوکله چې انتقالي حکومت یادکرزي صیب دوره راغله نوپه کال 1381/82 لیږدیزلمریزکې داساسي قانون د12 مادې په اساس دافغانستان بانک ته دمرکزي بانک نوم هم ورکړل شو.اوله همدغه وخت څخه دافغانستان بانک (مرکزي بانک)یونوي پړاوته داخل شو. په کال ۱۳۸۲لیږدیز لمریزکې دافغانستان بانک اودافغانستان دبانکدارۍ قوانین دولسمشر دفرمان په اساس نافذ شول اودغه  نوي قوانین دبانکدارۍ اومالي سکتوردسیستم  مودرن کولو لپاره تنفیذ شول.په اوس وخت (2011) کې دافغانستان بانک په ټول هیوادکې ۷ سیمه ایز دفترونه اوهمدارنګه 46 فعاله نماینده ګۍ لري. په اوس وخت کې دافغانستان بانک ترټولوسترې موخې په لاندې ډول دي: 


۱.دقیمتونو ثبات ته وده ورکول اوپه افغانستان کې دیو غښتلي مالي سیستم جوړول
۲.لکه څنګه چې دافغانستان بانک یوپولي سازمان دی اودقیمتونودټینګښت په وده اودیوغښتلي مالي نظام په جوړولوکې دنړیوالوبهترینواوګټوروعملیاتوبه ملاتړکوي چې داقتصادي ودې اودافغانستان دملي اقتصاد دټیګښت لپاره په لویه پیمانه ګټوروي.
۳.دسیالیت تقویه کول اوپه بازار ولاړ مالی سیستم ته وده ورکول او دملي تادیاتو سیستم تقویه کول
۴.دافغانستان داسلامی جمهوریت داقتصادي تګلاروملاتړکول ترڅوباثباته اقتصادي پیاوړتیاتر لاسه شي
همدارنګه بعضې هغه دندې چې دافغانستان بانک ورته په خصوصي توګه مسوول دی عبارت دي له:
۱.دپولي سیاست جوړول ، وضع کول او عملي کول
۲.دخارجي تبادلوي سیاست او تبادلوي تنظیماتو جوړول ، وضع کول او عملي کول
۳.دافغانستان ددولت دخارجي تبادلوي ذخایرو ساتل او تنظیمول
۴.دافغاني بانکنوتونو اوفلزي سکوچاپول
۵.دافغانستان ددولت دبانکدار،مشاوراومالي نماینده په حیث کارکول
۶.سوداګریزوبانکونو، دخارجي تبادلي معامله کونکي،دپولي خدماتو ورکونکي،دتادیاتو دسیستم چلونکو،دتضمیني خدمت ورکونکو،اودتضمیني پیسودانتقال دسیتم چلونکوته دجوازورکول ، تنظیمول او دهغوی څخه نظارت کول
۷.دافغانستان بانک یا دافغانستان ددولت لخوادجاري شووتضمینونودانتقال اودتادیاتي اوتضمیني معاملودتصفیې اوتنظیم لپاره دیومنظم تادیاتي سیستم جوړول،پرمخ وړل اوباثباته ساتل
دافغانستان بانک اوس مهال ټولوهغوبرخوکې کارکوي په کومه کې چې دیوپرمختللي هیوادمرکزي بانک کارکوي لکه


دپولي سیاست آمریت
دمالي نظارت آمریت
دمالي خطراتوآ دکنترول امریت
دبازاردعملیاتوآمریت
داسنادواوارتباطوآمریت
دمالي چارواومحاسبې آمریت
دمعلوماتي تکنالوجی ډیپارتمنت
بانکي عملیات(دبانکنوتونو اوفلزي سکوجاری کول)
دبشری منابعو ډیپارتمنت
دخارجي سوداګرۍ دسمون آمریت
دعمومي خدماتوډیپارتمنت
دمعلوماتي تکنالوجی ډیپارتمنت
بانکي عملیات(دبانکنوتونو اوفلزي سکوجاری کول)
دبشری منابعو ډیپارتمنت
دخارجي سوداګرۍ دسمون آمریت
دعمومي خدماتوډیپارتمنت
داخلي آډ یټ
جنرال قونصل
فنټراکا
دافغاني آماناتودبیمې شرکت
دغه ډیپارتمنتونه نه یواځې په مرکز بلکه په سیمه ایزه دفترونوکې هم خپل نماینده ګان لري اوهمدغه وجه ده چې اوس دخدای فضل دی مونږه یوغوره اوحقیقي شمیروولاړ پولي سیاست لرو.
دافغانستان بانک په اوس وخت کې غوره ډیر فعال اودهیوادپه بیړني اقتصادي پرمختګ کې خورا غوره رول لوبوي.دافغانستان بانک په تیروڅوکلونوکې توانیدلی چې دانفلاسیون نرخ ټیټ وساتي اوپه هیوادکې قیمتونه باثباته وساتي اوبله داچې دافغانیودتبادلې دنرخ په ساتلوکې هم خوراپیاوړی ثابت شوی.افغانستان بانک اوس دنړۍ دغوره مرکزي بانکونوپه قطار کې راځي اوترټولوزیاته دخوښۍ خبره داده چې دافغانستان اسلامي جمهوریت مقننه قوه هم ورسره ترډیره حده مرسته کوي چې یوه غوره بیلګه یې پرون دولسي جرګې لخواد51 میلیونه امریکایي ډالرو بودیجې تثویب ووچې دبانک دپانګې دکمښت دجبران اودکابل بانک دستونزې دحل لپاره یې منظورکړې.الله دې وکړي چې دافغانستان بانک نورهم دهیوادپه اقتصادي پرمختګ کې تردې زیات رول ولوبوي.آمین