کور / تازه خبرونه / بلخ ادبي خوځښت: مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه وکړه

بلخ ادبي خوځښت: مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه وکړه


بلخ ادبي خوځښت څانګې مومند بابا بهير خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۰ کال د تلې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر کې ترسره کړه.



غونډه د جاويد واک په تلاوت پيل شوه. چې د وياندويي چارې يې بريالي جلالزي پرمخ وړلې.


د تېرې غونډې راپور د راپورټر د نشتون له امله ونه لوستل شو.


کره کتنې ته د جاويد وا ک غزل غوره شو.


نن شپه لکه غم راسره پاتې شه


وکړه لږ کرم راسره پاتې شه


ضمير سار واک ته د وروستۍ شاعرۍ مبارکي وويله او زياته يې کړه د يار تشبه له غم سره کمزورې ښکاري ځکه له غمه انسان په عذاب کې وي او د يار شتون د زړه سکون ده.


توريالي جلالزي بيا د سار خبره رد کړه او وې ويل(( وجه شبه وفاداري ده چې يوه خوندوره تشبه ده.))


جلالزي زياته کړه: دې بيت ته نږدې يوه لنډۍ هم شته:


غم دې له تانه وفادار دى


ته كله كله غم دې تل راسره وينه


د جلالزي په وينا په پورتنۍ لنډۍ كې هم غم له وفادارۍ سره تشبه شوى او واك بيا دغه مسله په بيت كې داسې را اخيستې، چې وجه شبه يې د غم او يار تر منځ د وفا ټكى دى.


ذبيح الله احساس وويل: د کمو سېلابونو شاعري خوندوره وي اوزياته يې كړه(( بيت ساده او روان ده او ښکلې تشبه ده.)


ښکلې يې پوهېږم لېونۍ به شې


مه ځه له دې چم راسره پاتې شه


د پورتني بيت په اړه احساس وويل(( خوندور بيت ده مين په معشوق باندې احسان کوي. ځان د هغه ساتونکی ښيي او وايي چې دلته دده په سر ودان ده او كه چېرې يې له څنګه لاړشي نو ممكن لېونۍ به شي.


ضمير سار هم بيت خوندور وباله او ويې ويل: په پورتني بيت كې شاعر كه څه هم د خپل معشوق ښايست ته قايل دى؛ خو دا هم وايي چې دى كه ښايسته دى نو دده په سر دى.


ته مې ضرورت يې، ضرورت دې يم


ژوند مې يې هردم راسره پاتې شه


سار وويل (( په مانا کې له پورتني بيت سره ورته ده. معشوق ته ښيي چې هر نفس يې ده او بې نفسه څوک ژوند نشي کولای. بيت خوندور ده.))


احساس دغه بيت فلسفي وښوده او زياته يې کړه د خلقت ستره بېلګه انسان ده او ژوند يو ضرورت. او بيت يې ښه وباله.


هغه زياته كړه: ژوند انسان لپاره يو ضرورت دى؛ خو كه انسان نه واى نو ژوند به هم دومره ارزښت نه درلوداى، چې په دې بيت كې ژوند او انسان د لازم او ملزوم په توګه ياد شوي، چې دا يو حقيقت دى.


حسن ته زوال وي خامخا به ځي


عشقه ته خو سم راسره پاتې شه


احساس وويل ډېره ستره خبره په عادي شکل شوي ده او دې بيت ته يې د غزل تر ټولو ښکلی بيت وويل.


توريالي جلالزي وويل (( په غزل کې يو يا دوه بيت انتخاب وي. غزل ښکلی و خو دې بيت لا خوند وربښلی ده.


ياد به دې د زړه کور راته وسېځي


مه کړه دا ستم راسره پاتې شه


احساس وويل (( ياد دوه اړخه لري يو د بيلتون اړخ دی چې سړي ته د بيلتون حس ورکوي. بل وصال ده چې سړي ته وصال خيال ور په زړه کوي. زياته يې کړه که په ترکيبي شکل راغلی وای ډېر په اغېزناک و. د زړه کور پخوانی ترکيب ده.


نن به ستا د خوښې مطابق اوسم


هر څه دې منم راسره پاتې شه


احساس د پورتني بيت په اړه وويل كه څه هم مطابق زموږ د ژبې كلمه نه ده، خو په دې ځاى كې ډېره خوندوره راغلې ده، چې همدې كليمې د بيت خوند يو په دوه كړى دى.


واك به د زړه دركړم فيصله وكړه


څوك دي متهم راسره پاتې شه


احساس وويل بيت ګونګ دى او زياته يې كړه نسبت نورو بيتونو ته بې خونده دى.


سار هم وويل لكه څنګه چې په مخكيني بيت كې د مطابق كليمه خوندوره راغلې ده، په دې بيت كې د متهم كليمه هومره مزې داره نه ده.


په پاى كې جاويد واك له ټولو مننه وكړه او زياته يې كړه، چې ستاسو خبرو ماته د خپل غزل ډېرې برخې روښانه كړې.


نوموړي وويل ستاسو ټولو خبرې سمې دي او زه به هڅه كوم، چې يادو ټكو ته پام وكړم.


په غونډه كې مېلمه محمد نعيم هم ګډون كړى وو. نوموړي په پاى كې غونډه وستايله او زياته يې كړه، چې دى به هڅې كوي، چې نور به په هره غونډه كې ګډون كوي.


نعيم زياته كړه چې دى به خپل ملګري هم وهڅوي تر څو بهير ته راشي.


د راتلونكې اونۍ لپاره د نثار تركي لنډه كيسه د كره كتنې لپاره غوره شوه او غونډه په دعايې سره پاى ته ورسېده.


د يادولو وړه ده، چې بلخ ادبي خوځښت په بلخ كې په ادبي او كلتوري برخو كې كار كوي، چې مومند بابا بهير يې يو له فعاله څانګو څخه دى.