کور / تازه خبرونه / پر ملي امنيت او PRT دخونړيو بريدونو مخه ونيوله سوه

پر ملي امنيت او PRT دخونړيو بريدونو مخه ونيوله سوه

دملي امنيت رياست او د ولايتي بيارغوني ټيم پر ودانيو د ځانوژونکو حملو پلان شنډ سو ، دا خبر څو شيبې مخکي د کندهار ولايت مطبوعاتي دفترڅخه لراوبر ته رارسيدلی دی .


په خبر کي ويل سوي چي د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو هغه مخالفه وسلواله ډله او ځانمرګي بريد کوونکي نيولي چي غوښتل يې د کندهار د ملي امنيت رياست او د ولايتي بيارغوني ټيم PRT تر ځانمرګو او وسلوالو بريدونو لاندي راولي.


په دې ډله کي يو تن مشر مخالف قومندان عبدالرحمن چي په حاجي صاحب سره شهرت لري له خپلو شپږو تنو نورو ملګرو  او يو زيات شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيول سوى دى.


د خبرپاڼي له مخي دغه کس په کندهار ښار کي د چريکي بريدونوقومندان و او تېره روژه مياشت کي يې د دولتي مامورينو او قومي مشرانو د ترور ترڅنګپر اوله امنيتي حوزه او يوې پوسته باندي د ٢ موټرونو په مرسته ځانمرګي بريدونه هم کړي وه.


دې ډلي پلان درلود چي په نژدې ورځو کي دکندهار پر ملي امنيت رياست او همداراز د ولايتي بيارغوني ټيم PRT پر ودانۍ هم په ډلييزه توګه ځانمرګي بريدونه وکړي.


له دې کسانو سره يو ځاى څلور ميله کلاشنکوف،٤ ميله راکټ، ٩ فيره د راکټ مرمۍ، ١٢ د راکټ پټاکۍ، ١٢ عدده د کلاشنکوف شاژورونه،١٠٠ کيلو پتاشيم انفجاري مواد، ١٠ عدده ريموټ کنټرول، ٢ کلچې خيشته باروت، ١٠ کيلود انتحاري واسکټونو چرۍ، ٢٢ عدده لاسي بمونه، يو عدد ماين او شل متره انفجاري ليند امنيتي مسؤلينو لاسته ورغلي دي.


ددې ډلي نيول سوي قومندان حاجي په خپل جرم اعتراف کړى او رسنيو ته يې وويل چي د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI لخوا ورته پيسې ورکول کېدې او ټول ځانمرګي او مهمات د پاکستان له خاوري ورته ورکول سوي دي.


د ملي امنيت رياست منسوبيو همدا راز دوه نوروسلوال مخالفين چي په ښار کي يې د تروستي حملو پلان درلود له ١٣ عدده پټاکيو او په حزب اسلامي او طالبانو پسي مربوط لسګونه شپې پاڼو سره يو ځاى نيولي دي.


په دې کسانو کي يو هغه تن دى چي په تېره روژه کي يې د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم PRT د افغان کارکوونکو د موټرونوتمځاى ته لاسي بمونه ور غورځولي وه او ملکي کارکوونکو ته يې ميليونونه افغان زيان اړولى و.


د ولايتي بيا رغوني ټيم د کندهار ښار د پنځمي ناحيې د ملکي خلکو د هستوګني او بيروبار څخه ډکه سيمه کي د مېوې شرکت په فابريکه کي کار کوي ، پر دوی د تيرو لسو کلونو راهيسي نيوکه کيږي چي هم يې د کندهار د مېوې فابرکه (شرکت ميوه ) چي د زرګونو کسانو د کار کولو وړتيا لري اشغال کړېده او هم يې د سيمي داوسيدونکو امنيت له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی . په دې سيمه کي تر اوسه په لسګونو ځانمرګي بريدونه او چاودني سوي دي چي ملکي خلکو ته يې هم پام وړ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي .