کور / هراړخیز / غږیزه (صوتي) ککړتیا

غږیزه (صوتي) ککړتیا

که څه هم په ټوله نړۍ کې دژوند دټولو چارو دترسره کولو لپاره اصول او قوانین وضع شوی او خلک اړدي چې له خپلو قوانینو او وضع شوو حدونو درناوې او احترام وکړي خو په افغانستان کې له تیرو دری لسیزو جګړو له کبله یې هر څه له منځه تللي دي نو خلک اوس مهال د مدني قوانینو سربېره الهي قوانین هم چې دلوی خدای (ج) او رسول (ص) لخوارالیږل شوې تر ډیره بریده پوری نه مني.


دا چې موضوع  راڅخه بلې خوا ته لاړه نشی نو خپلې ارې موضوع ته راګرځم چې هغه  په افغانستان کې غږیزه یا صوتي ککړتیا ده ددغی غږیزي ککړتیاووله کبله د  چاپېریالي ستونزو سربېره په انسانانو کې بیلا بیلی ناروغۍ هم رامنځ ته کېږي چې ځینی خلک ورڅخه خپل ژوند له لاسه هم ورکوي.


په افغانستان  کې دالهي اومدني قوانینو ته دنه  درناوي له امله دخلکولخواګڼی سرغړونی  رامنځ ته کېږي چې ددغوسرغړونو له امله د چاپېریالي ستونزو سربېره  په انسانانو کې د ګڼو ناروغیو رامنځ  ته کیدو سبب هم کېږی.


په افغانستان  کې اوسمهال هم د جنګ جګړو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي که له یوې خوا په مخامخ جګړو کې افغانان  خپل ژوند له لاسه ورکوي خو له بلي  خوا ددغو جګړو د نا مستقیم اغېز له امله هم لکه د لویو اووړووسلوداستعمال  اواز، د ملکې او فوځي الوتکو اواز،  د بمباردونو  اواز، د موټرو  اواز، ټول ترانسپورتي وسایل،  فابریکو کې د ماشینونو د استعمال  اوازونه، سپیو اواز په ښارونو کې د موزیک  سنټرونو اواز، د موبایل زنګونو اواز، د لوډسپیکرونو اواز،  د خلکو اوازونه او نور هغه غږونه  چې د خلکو په ورځنیو چارو کې د خنډ  سبب ګرځی او هم په انسانانو کې د ډول  ډول ناروغیو رامنځ ته کوې او حتی د ځینو خلکو د مړینی سبب  شوې هم دي.


ډسی بل دغږ د اندازه کولو اله ده ، ددغی الې  په اساس هغه غږونه چې د ډسی بل درجه یې ۴۵ وې نو څوک نشي کولی نږدی خوب ورسره وکړي او دالي درجه که تر ۱۲۰ پورې لوړه شی نو د غوږونو د  درد او د ناروغیو سبب ګرځی او د پنځه اتیا درجوپه شااوخوا کې غږ په اسانۍ سره نشی اوریدل کیدای.


غږیزه  ککړتیا زموږ د روغتیا لپاره ډیره مضره ده او په انسانانو کې د کم خوبۍ د ستونزې سربیره د غوصی، د هاضمی کموالي،  زړه سوزیدنه، د وینی فشار، د  معدې زخم، د زړه ناروغۍ، عصبي ناروغۍ او د روانې ناروغیو سبب کېږی چې په افغانستان کې یادی ټولی ناروغۍ لیدل شوې چې په انسانانو کې موجودي دي خو تر اوسه د روغتیایې ډاکټرانو لخوا یې سمه څیړنه نده تر سره شوې  چې د یادو ناروغیو لامل څه شی دی خو ډاکتران  یوازی درمل ورکوي نو که په ګران هېواد افغانستان کې د جنګ  جګړو ټغر ټول اوخلک د خپل  ژوند د پرمخ بیولو لپاره دخپل ځان  او ګاونډی حقوق وپیژنی نوکیدای شی ډیر  ژر هېواد د ترقۍ پر لور روان او د یو هوسا ژوند خاوندان شو. 


په افغانستان  کې د نورو لویو چاپېریالي ستونزو ترڅنګ چې هغه د انسانانو ژوند تهدیدوي  یوه هم د غږ ککړتیا  بلل کېږی چې په انسانانو کې د پورته ناروغیو  سبب کېږی، په پرمخ تللو هېوادونو کې د هر څه لپاره حد او اندازه ټاکل شوې او له وضع شوو حدونو څخه  د سرغړونې په صورت کې باید مجازات شي خو په افغانستان کې قانون او اصول لومړۍ د قانون دنافذ کوونکو ادارو لخوا ترپښو لاندي شوی  اوبیا په عمومي صورت کې عام خلک  هم ورته ډیره پاملرنه نکوي ځکه موږ  وینو چې په لویو ښارونو او د خلکو په ګڼ میشتو سېمو کې دولتي او عام  خلک چې ټرافیکی وسایل چلوي نو د  هارن کولو سربېره  داسی ګړندي تګ کوې  چې خلک ویروې.


نو د غږ د ککړتیا د مخنیوې لپاره باید هڅه  وشی ترڅو د لویو ترانسپورتي لارو څخه لری کورونو کې واوسیږی او یاټولو هغو څیزونو  څخه چې زیات غږ تولیدوې لرې  استوګنه  غوره کړی او مخکې  له دې چې کور اخلی نو  لومړې  باید وکتل شی چې هغه باید  له هوایې ډګرونو او نظامي   کشلو څخه لری وې او هم  خپل همسایه سره داسی چلند  وکړی چې هغه په لوړ اواز  موزیګ ونه غږوې ترڅو ستاسو  د مزاحمت سبب ونه ګرځې.