کور / هراړخیز / افغانان ددوی دكلتور په لومو كي

افغانان ددوی دكلتور په لومو كي


كلتور څه شي دى؟:



كلتور دلاتیني کلمې (Cultura) چي د((کرکیلي،کروندې اوکرني)) معنی لري او(Cult) چي په لاتیني ژبه کي د(Colo ere)فعل دریم حالت دﺉ اود ((اوسېدلو، وده کولو او لمانځلو) معنی ورکوي اخیستل سوی دﺉ. کلتور ډېر اوخورا پراخ تعريفونه لري چي ځيني یې په لاندي ډول دي:


۱-یوه ولس ته دتېري زمانې څخه ورپاته پوهه، تجربه، عقايد،مفكورې، ارزښتونه، دخلګو كړه وړه، لرغوني اثار،لاسي هنرونه،كرهڼه، اقتصاد، اړيكي اوداړيکو ډولونه، قوانين، ،دژوند تګ لاره او اجتماعي سازمان، ژبه، دين و مذهب اوداسي نوره مادي او معنوي شتمني چي يو ولس ته له پېړيو پېړيو راهيسي دخپلو پلرونو او نيكونو دزيار اوزخمت په نتيجه كي ور پاته ، اينده نسل ته يې دانتقال وړ وګرځي،كلتور بلل كېږي.


۲- كوم روابط او مناسبات چي دډېرو پخوازمانوڅخه دانسانانو تر منځ موجود سوى وي او بيا يې دټولني دتكامل سره ارتكاء كړې وي، دغه مناسباتو ته تر يوه عنوان لاندي كلتور وايي.


۳- کلتوردژوند هغه مجموعه ده چي انسان دزېږېدو له پیله ورسره مخ کیږي چي په غیري محسوسه اوتدریجي توګه له فکري او معنوي طابع څخه تشکلیږي. اویا په لنډ اوساده ډول:


۴-دمادي او معنوي بریاو مجموعې ته كلتور وايي چي ديوه هيواد مادي او معنوي بریاوي له بل هيواد دمادي او معنوي بریاوي اوارزښتونو سره فرق لري.


لاندي هغه دوه عناصر دي چي کلتور جوړوي:


۱- مادي برخه (تمدن) (Civilization): دژوند هغه مادي اړخ ته وايي چي ژوند یې اسانه کړی دﺉ چي په دې کي تولید، دتولید وسایل، تخنیکي وسایل، تجربې اونور ارزښتونه شامل دي. ټولنپوهان دژوند دروحي، فکري اومادي اړخونو متوازن پرمختګ ته تمدن وايي.


دژوند دغه مادي اړخ چي ژوند یې اسانه کړی دﺉ باید یوازي یې خطرونو ته پاملرنه ونه سي بلکي دروحي اړخ چي دین دﺉ اوفکري اړخ چي عقل دﺉ دبیدارتیا اوابتکار له پاره یې مثبت ګامونه اوچت سي. فکر دکلتور مغز اودین یې سند اوستني دي. اسلام یو ریښتونی متمدن دین دﺉ چي ددغوټولو اړخونودتوازون زیار باسي. په اسلام کي رهبانیت نه سته، اسلام کار اوزیار ته بلنه ورکوي اوله مسلمانانوڅخه غوښتنه لري چي هر وخت دخپل خالق درضا اوخوښي سره سم ددنیا نعمتونه خپل کړي. همدا وجه ده چي اسلام دهرزمان اوهر مکان له پاره مناسب دین دﺉ.


۲- معنوي برخه: دکلتور معنوي برخي ته ځیني خلګ تهذیب هم وايي. پوهه، هنر،ادبیات،اخلاق، رسم ورواج، غم،ښادي، خوراک، څښاک اوداسي نور په دې برخه کي راځي.


ځیني پوهان تاریخ اوملی افتخارات هم دکلتور جز بولي. ژبه چي دکلتور جز اودکلتوري انتقالاتووسیله ده، که دکوم ملت څخه واخیستل سي نوهغه ملت ژوندی نه پاته کیږي اویاده دي وي چي شفاهي ژبه ترتحریري ژبي په کلتوري انتقالاتو کي زیاته مؤثره ده. دملتونوکلتوري ممیزات توپیرسره لري اودهر ملت ملي هویت اوخصوصیات ورڅخه ښکاره کیږي. زموږافغانانو ملي کتلور باید دملت دمنافعوساتوونکي وي اولاندي خصوصیات ولر ي:


۱- زموږ ملي کلتور باید داستعمار ضد وي نه داچي استعمار ته هر کلی ووايي.


۲- زموږ ملي کلتور باید دوخت دغوښتونو سره سم په مترقي شکل داسلام له قوانینوسره سم تغیر اوتکامل وکړي.


۳- زموږ ملي کلتور باید متحرک خودوروسته پاته مزخرفورواجونو مخنیوی باید په ټینګه وکړي.


ددوی كلتور يعني څه؟ ددوی كلتور خپله سرچينه له لرغوني يونان څخه اخلي چي د منځنيو پېړيو تر اوايلو پوري يې ادامه ودرلودله چي بالااخره په اروپاكي سره مدغم سو او په يوه نوي څيز باندي بدل سو. ددوی كلتور نن ورځ دنړۍ په ډېرو هيوادونو كي مثلاً جاپان، جنوبي كوريا، ټايوان، سنګاپور، لاتين امريكا، افريقا او په مجموع كي په ټوله نړۍ كي يې ډېر نفوذ كړى دﺉ او ژر دﺉ چي په چين اوهند كي هم خپل نفوذ پراخ كړي. ددوی په اند دوی وايي چي (( زموږ كلتور دبشر او دانسانيت دغوښتني سره سم كلتور دﺉ)) نو ځكه په چټكي سره په خپرېدو دى. خوددوی كلتور په هره مادي او معنوي بریا کي زموږ داسلامي او افغاني كلتور سره سل په سل كي خلاف او په ټكر كي دﺉ. دوی داسي وايي چي(( دیوه ملت داستعمارولو څخه مخکي باید دهغه ملت کلتور مطالعه سي اوبیاوروسته استعمارسي او که غواړﺉ چي یو ملت دډېر وخت له پاره استعمارسي نو باید هغه ملت په کتلوري انارشیزم اخته سي.))


دوی خپلو اهدافو ته درسېدو له پاره يونوى كلتور رامنځ ته کړی دﺉ چي داسلامي او افغاني كتلور ځاى ونيسي چي په لاندي كرښو كي تشريح سوئ دى:


۱- د ښځي ازادي: ددوی داهدافو او دفكري جګړې تر ټولوواسائلوپېاوړې او لنډه وسيله چي ژر خپل چټل هدف ته ورسيږي تر څو اسلام، او افغاني كلتور متزلزله اوله خاورو سره سم كړي، دښځي د ازدۍ موضوع ده چي په داسي بڼه يې رامنځ ته كړې ده چي ګويا اسلام د ښځي پر حقوقو باندي تېرى كړی دﺉ ، حقوق يې ترپښو لاندي سوى، دازادۍ او په ټولنه كي دفكر او رايي وركولو څخه بې برخي سوې ده خو ددوی دغه دعوه ددرواغو پر بنسټ باندي ولاړه ده ځكه چي د بشريت اودتاريخ په اوږدو كي بل هيڅ داسي دين او شريعت داسلام او اسلامي ټولني په څېر نه دﺉ ښكاره سوى چي ښځي ته يې داسي بشپړه او ښايسته حقوق وركړي چي دهر پلوه دي پكښي ساتل سوې وي. خوپه ډېر تاءسف سره به ووايو كله چي زموږ افغاني خوندي ددوی دغه دچل ، فريب او اسلامي كلتور خلاف شعارونه واوري، نو يې احساسات راوپاريږي او وايي چي ( ښځه هم بايد په ټولنه كي رول ولوبوي، ښځي ته بايد د ښځي حقوق وركول سي، ښځه او نارينه سره مساوي دي او داسي نور…) خو دوى بايد په دې پوه سي چي ښځو ته د ښځو پشپړه حقوق الله تعالٰى جل جلاله ۱۴۰۰ كاله مخكي وركړي دي مګر نن ورځ دوی دښځو پر هغو حقوقو لا هم نيوكه كوي چي الله تعالٰى جل جلاله يې په قران كريم كي يادونه كړې ده دبېلګي په توګه، دوی وايي چي قران كريم ښځو ته لږ حقوق وركړي دي، ښځي ته ېې د ميراث او شاهدي په مسائلو كي د نارينه په پرتله نيمايي حق وركړى دﺉ،نارينه ته يې تر يوې ښځي زيات دنورو ښځو سره دواده حق وركړى دﺉ او… چي ددوی ځيني ګوډاګيان يې دداسي دعو تائيد كوي خو موږ بايد په دې پوه سو چي دوی دا شعارونه او دې ورته نور يوازي او يوازي خپل شوم هدف د رسېدو له پاره وركوي.


۲- دكور څخه د ښځي وتل: په څرګند ډول په اسلامي شريعت كي دښځي او اولاد دخورك، چښك، پوښك، سرپناه ،تعليم او دناروغۍ څخه د علاج موندلو هڅي او زيار دنارينه يعني پلار په غاړه دى،ددې سره جوخت د ښځي مسؤليتونه او وظيفې يې هم معلومي كړى دي چي ښځه بايد دخپل خاوند عزت وساتي، دكور سره مرسته وكړي، خپل اولادونه په اسلامي اخلاقو باندي تربيه كړي او وروزي تر څو په مځكه كي د قهرمانۍ او اتلوالۍ تخمونه وكري نو كه چيري ښځي دكورنۍ ګرمه او دوستانه فضا پرېږدي، دپورته مسؤليتونو پرورښت به څوك پر غاړه اخلي؟ الله تعالٰى جل جلاله په خپل كلام كي فرمايي (( وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهيله الاولي))


ژباړه: په خپلو كورونو كښي پاته سئ او دلومړني جاهيليت په څېر دخلګو په منځ كي مه څرګندېږئ.


ددې ډېر اهميت سره سره بيا هم اسلام ښځي ته داړتيا په صورت كي چي دشرعي اصولو سره برابروي، ددباندي وتلو منع نه كوي په دې شرط چي ددې وتل به دفتنې او انحراف سبب نه ګرځي داپه هغه صورت كي كېداى سي چي ښځه په غوره حجاب كي دباندي ووځي اودهغه ډول ارايش او سنګار څخه چي جنسي غرايز تحريكوي، ځان وژغوري. دپورت ايات شريف برعكس نن ورځ افغاني ښځي له خپلو كورونو څخه راوزي، په تلويزيونونو،ديوان، انجوګانوپه دفترونو او دولتي اورګانونو كي كار كوي او داسي لباسونويې اغوستي وي ته به وايي چي ددوی له دنيا څخه راغلي دي چي په هيڅ صورت اسلام ورته جواز نه وركوي خو دغو افغاني کارمندانو خپلو ځانونو ته په خپله جواز وركړئ دئ چي په لوى لاس ځانونه د الله تعالٰى جل جلاله له رحمت او مغفرت څخه محروموي.


۳- د ښځي حجاب ليري كول: اسلامي شريعت دمتواترو حديثو په رڼا كي ښځو ته دحجاب كولو امر كړئ دئ او لارښوونه يې كړې ده چي ښځي بايد خپلي ښكلاوي دشرعي محارمو پرته بل چا ته ښكاره نه كړي، الله تعالٰى جل جلاله فرمايي: (( قل للمؤمنٰت يغضضن من ابصارهن ويحفظن فروجهن ولايبدين رينتهن الا ماظهرمنهاوليضربن بخمرهن على جيوبهن ولايبدين زينتهن الالبعولتهن اوابائهن اواباءهن اوابآءبعولتهن))


ژباړه: ووايي مومنانو ښځوته خپلي سترګي پټي كړى، پاك لمني اوسئ داړتيا دځايونو پرته خپلي ښكلاوي مه ښكاره كوئ، په خپلو سينو باندي پوړني راكش كړئ، دمړو، پلرونو خسرانو پرته بل چا ته خپل زينت مه ښكاره كوئ.


څومره چي ښځه بې حجابه وي په هغه اندازه شهوت پرستي خپل اعظمي اوج ته رسيږي چي په نتيجه كي جنسي تېرى او زنا رامنځ ته كيږي.


۴- دنر او ښځي ګډه زده كړه اوكار: داسلام سپېڅلي دين دفتنواو دشيطاني نفوذ دمخنيوي او داسلامي ادابو او ارزښتونو دساتني په موخه دنر او ښځي دګډي زده كړي څخه په كلكه منع كړې ده مګر ددوی ګوډاګيان افغانان ددوجنسونو يعني نارينه او ښځينه ګډي زده كړي ته رابولي او يو دبل له پاره مزاحمت دژوند په ټولو چارو كي نه غواړي.


دوی دا لړۍ دمدرسې،مكتب او پوهنتون څخه راپيل كوي او بيا دژوند په ټولو چارو كي ادامه وركوي چي دا نن دټولو اسلامي هيوادونو په ښارونو كي ليدل كيږي همداډول په اکثرو دولتي او غيردولتي ادارو كښي ښځينه او نارينه مامورين پركار ليدل كيږي چي حتٰى داستخدام تر مخه يې لا ورته ليكلي وي:


 To ensure equal opportunity, female candidates are highly encouraged to apply


دې جملې ته كه هر څوك په غور سره وګوري او فكر ورته وكړي، نودابه ورته څرګنده سي چي دوی او ددوی پلويان غواړي چي لومړى افغاني مېرمني له كورونو راوباسي اوپه اوتوماتيك ډول يې په كار وګوماري،ذهنيتونه يې ور انحراف كړي، دنارينو په مقابل كي يې په اساني سره استعمال كړي، كورنى ګډوډی او كلتوري انارشیزم رامنځ ته كړي، داخلاقو شيرازي، اسلامي او انساني ارزښتونه له منځ يوسي،افغاني، پښتني اواسلامي ټولنه په خپل چټل او ناولي سيند كي غرقه كړي او اسلامي امت دتور بخت په پرده كښي دسقوط وخواته يوسي.


د ښځو او نارينو ګډي زده كړي او كار په هر صورت بې شمېره تاوانونه لري دبېلګي په توګه، امريكا په جګړه كي د ښځو دونډي اخيستو اجازه په ۱۹۰۱ ميلادي كال كي وركړې وه خو هغوى ته دعملي ونډي اجازه نه وه. چي په هغه وخت كښي دښځو كار يوازي دنرسنګ په دندي پوري محدود و، وروسته په ۱۹۷۶ مېلادي كال كي دسياسي ګوندونو په ټينګار ښځوته په عملي جګړه كي دونډي اخيستو اجازه وركړل سوه نو ښځو ته دا زمينه په لاس ورغله چي له نارينو سره ازادنه اختلاط وكړي. وروسته دامريكا ددفاع وزارت ديوه راپور پر اساس چي د ۱۹۹۳ داپريل په ۲۳مه خپورسو ،په يوه پوځي پنډ غالي كي ۹۰ تنه دجنسي تيري ښكار سوى وې چي په دې كي يې ۸۳ يوازي انجوني وې چي له ۱۱۷ افسرانو له خوا ورباندي جنسي تېرى سوى ؤ چي همدا په دوی کي دنر اوښځي دګډ كار نتيجه وه.


۵- ښوونيز خارجي بورسونه:دبورسونو څخه هدف دادﺉ چي دوی داسلامي هيوادونو څخه يو شمېر زده كوونكي په خپل مصرف اودخدمت په نامه بيايي اوپه ښكاره مسلمانانو ته داوايي چي ستاسو دتعليمي كچي د لوړتيا په موخه دا كار كوو، خو په حقيفت كي دغو دبورس اخيستوونکوشاګردانو ته خپل فكرونه ور زده كوي، تر خپلو عقيدو لاندي يې راولي، او وروسته بيا په اسلامي هيوادونو كي دخپلوشومو اهدافو په پلي كولو كي كار ځني اخلي.دبيلګي په توګه، مصرى قاسم امين هغه څوك ؤ چي دوی دده دلياقت او ذكاوت په نظر كي نيولو سره فوق العاده تعليمي بورس وركړ چي دفرانسې په پوهنځيو كښي يې زده كړي بشپړي كړې، دفرانسې څخه دبيرته راستنېدو وروسته يې په خپله سميه كښي ددوی دتبليغاتو ډول اوسرنا پيل كړه، دغه ناوړه كارته يې ادامه پسي وركړه چي لومړى كتاب يې ((د ښځي ازادي)) په نامه وليكى چي وروسته يې كرغېړني اغېزې وكړې او په مصري ټولنه كي يې ځيني ملاتړي پيداكړل. لومړنۍ ښځه چي دغه دعفت شرف او اسلام ضد دعوت يې ومنئ ((هادي شعراوي)) وه چي له هغوښځو سره يې ليدني كولې چي فاحشې او بيله حجابه وې،نوموړې دنرو او ښځو ګډو مجلسونو ته حاضرېدله، انساني او اسلامي كرامت يې تر پښو لاندي كړل او حجاب يې پر مځكه وغورځاوه ځكه چي مصرى قاسم امين دحجاب ډېر سخت مخالف ؤ او په خپل كتاب ((د ښځي ازادي)) كي وايي چي حجاب يوازي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ښځو لپاره ؤ او پسي زياتو ي چي حجاب كول ددود په ډول پاته سوى دﺉ. په هر صورت، رابه سو خپلي ټولني ته په كابل كي افغاني مېرمني هغه جامې اغوندي چي نن ورځ يې دوی اغوندي،هر څومره كه یو څوک داكوښښ وكړي چي هغه مېرمنو ته چي شهوت پارونكى جامې يې اغوستي وي، و نه ګوري خو پر بل سړك به حتماً ورسره مخامخ كيږي او ويني به يې او پر هغه نورو به شكر باسي.


نن ورځ دوی نه يوازي دا چي افغاني ځوانانو ته لومه ايښې ده بلكي پېغلي انجوني يې لاهم تر خپل ناوړه او كرغېړن پلان لاندي نيولى دي، ښوونيز بورسونه يوپه بل پسې ورته رااستوى خو موږ بايد په دې پوه سو چي هيڅ يوه ښځه په دې نه سي توانېدلاى چي په غير اسلامي هيوادونو كي دي اسلامي اُصول پلي كړي،داسلامي اُصولو څخه يوازي لمونځ كول مطرح نه دﺉ بلكي دټولو اسلامي قوانينو په نظر كي نيول او دهغوى پلى كول مطلب دﺉ چي داكار ددوی په هيوادو كي تر ډېره حده پوري بشپړه ناشونى دى!


۶-په درس كي پردۍ ژبه: داخبره په ټولو اسلامي هيوادونو كي عامه سوې ده چي په پوهنتونونو او پوهنځيانو كي انګليسي، فرانسوي او الماني د ټول عربي نړۍ لپاره دتدريس رسمي ژبي دي خو په اسلامي نړۍ كي سوريه يوازنى هيواد دى چي ټولي زده كړي لكه، طب، انجينري،اقتصاد،تاريخ، جغرافيه،ادبيات او… په عربي ژبه دي چي وروسته ځينونورو هيوادونو لكه ايران، الجزاير، تونس، ليبيا دسوريې په څېر ګامونه پورته كړي دي خودا ډېر لږ كار دﺉ ځكه چي دا كار دپايلو سره سم فولادي عزم غواړي. دوی په دې موخه چي دفكري جګړې او يرغل اهداف يې دښوونيزي پروسې سره برابر سي، په علومو كښې دپاملرني وړ تغيرات رواستلى دي دبيلګي په توګه، دتاريخ په مضمون كښي اسلامي افتخارارت نيمګړي ښئي،حقايق پټوي، پر ځاي يې خپل تاريخ ايږدي او ددې څرګندونه كوي چي دژوند حماسه پيداكوونكي همدا دوی دي، دجغرافيې مضمون له لاري داسلامي هيوادونوپه منځ كي دبيلتون كرښي غځوي چي داكار يې په اسلام كي مردود دى ځكه چي اسلام هيڅ مرز او سرحد داسلامي هيوادونو په منځ كي نه پېژني، داسلام له انده سرحد ايمان او عقيده ده، دوی كوښښ كوي چي مسلمانان هر څومره چي امكان ولري په هغه اندازه ليري سره وساتي چي دليري ساتلو يوه طريقه يې داده چي داسلامي هيوادونو په تدريسي سيسټم كي خپله ژبه رسمي كړي.


دادټولو افغانانو لپاره ډېره دخواشينۍ وړبولم چي دپښتو او فارسو تر منځ يې دخلل ډګرخورا ګرم ساتلئ دى چي ديوه لغات(فرض كړئ پوهنتون او دانشګا) پر سر يې شخړي كله نا كله تر وزيرانو او ريئس جمهور پوري رسيږي خو دې ته يې پام نه دى چي انګليسي ژبي نن ورځ په ټول افغانستان كي رسمي بڼه نيولې ده دبيلګي په توګه، دافغانستان دټولو پوهنتونونولكه طب، انجينري، زراعت اوحتٰى د تعليم اوتربې د پوهنځۍ درسونه په انګليسي ژبه دي، شهادتنامې او ډيپلومونه په انګليسي ژبه ليكل كيږي او په هره رسمي اداره كي يې انګليسي دنن ورځي موډ ګرځولې ده خو افغانان په ځانګړې توګه مشران بايدپه ياد ولري چي ملتونه يوله بله څخه په ژبه سره بېليږي،ژبه ده چي دهر ملت ملي هويت ساتي! چا چي ژبه له لاسه وركړه ګواكي ټول كلتور يې له لاسه وركړى. په نړۍ كي داسي هيوادونه سته چي نوم يې لا هم څوك نه پېژني او په نورو هيوادونو كي ورمدغم سوى دى ځكه چي هغو خپله ژبه له لاسه وركړې ده. دوی دخپل پلان سره سم، لومړى ديوملت ژبه هرومرو له هره طريقه چي وي خلل منده كوي چي وروسته بيا ملي خصايص او اوصاف په اساني سر خلل مند كولاى سي چي دې پلان ته يې موږ او تاسي بايد پوره پاملرنه وكړه اودمداخلې پر مهال ورته غاښ ماتوونكي ځواب وركړو!


دوی څنګه چي غواړي هغسي خپلي او دنورو تګ لاري تنطيموي په پايله كي غواړي چي اسلام هم پسي تنظيم كړي يعني اسلاميت دمسلمان لپاره يوازي په نسب، شخصيت، پېژند پاڼه، او پاسپورت كي خلاصه كړي او نور اسلامي علميت بيخي له منځه يوسي چي په سياست،تعليم، اقتصاد، فكر، تقليد دسيكولريزیم سره هيڅ توپير ونه لري.


دوی موږ څنګه استعماروي؟:


۱- دوی بې له دې چي زموږ سیاسي استقلال له منځ یوسي ترخپلي اقتصادي اوکلتوري سلطې لاندي موراولي، زموږ بازارونه انحصاروي، اومه مواد په ارزانه بیه راڅخه اخلي اودغه په مقابل کي خپل صنعتي مالونه په لوړ قیمت راباندي پلوري.


۲- دوی زموږ په منځ کي دشخړي مسایل ایجاد اوپرېږدي ترڅو موږ دپښتون اوتاجک،هزاره او ترکمن …… او غلجي اودوراني دقوم پرستیو په کنسر اخته کړي، ملي یوالی مو له منځه یوسي څو دوی خپل پلانونه راباندي تطبیق کړي.


۳-دوی زموږ په هیواد کي دپانګي اچووني له لاري ترخپل تسلط لاندي راولي، موږ ته قرضونه راکوي څو موږ ددوی په مقابل سر پورته نه کړو.


۴- دوی زموږ سره تحمیلي تجارتي اړیکي ټینګوي په دې توګه زموږ خارجي تجارت هم ترخپل کنترول لاندي نیسي.


۵- دوی زیا باسي چي موږ په نظامي تړونو، کنفرانسونو اوعملیاتو کي ښکېل وساتي.


۶- دوی دفرهنګي اومطبوعاتي مرستو له لاري موږ استعماروي.


داچي دمسلمانانو عقيده دداسي يو ناورين سره مخامخ ده چي ريښتني ژوند يې غوښتنه نه كوي دهمدې خبري له امله موږ ټولو ته په كار ده چي:


۱- دولت بايد جدي اقدام وكړي، اصلاحي اُصلو طرحه كړي او پر سرغړونكو باندي يې عملي كړي.


۲- دافغانستان په تعليمي نصاب كي بايد اسلامي او افغاني كلتور ته ځاي وركول سي او دساتلو په اړه يې متعليمنو او محصلينو ته تدريس وسي او هغوى يې په ارزښت پوه سي.


۳- ځوانان بايد اسلامي او ملي احساس ولري او خارجي كلتور پر ځان او ټولنه باندي عملي نه كړي.


۴- ديني علما او دپښتني كلتور ماهرين د تلويزيون، راډيو او له هر طريقه چي وي اول بايد ټولنه په ديني روحيه اوورپسې په مثبت افغاني كلتور باندي سمبال كړي تر څو دداسي ناورين مخنيوى سوى وي.


۵- ښځينيه تبليغي ډلي بايد ورزول سي چي په كورونو كي دتعليم څخه پاته خوندو ته داسلام دمبارك دين تبليغ وكړي او هغوى ورباندي اګا كړي.


۶- موږ باید ددوی په مقابل کي مستقل اوخارجي سیاست ولرو.


وما علينا الابلاغ المبين