کور / تازه خبرونه / دوه خارجی او پنځه داخلی عسکر ووژل شول

دوه خارجی او پنځه داخلی عسکر ووژل شول

ایساف په خپله ویب پاڼه کی خبر ورکړ چی نن د افغانستان په ختیځ کی د ماین چاودنې دوه بهرني پوځیان ووژل، خو د پیښی دقیق ځای او د مړو هېواد یې معرفی نکړ .
له بلی خو د چین زینهوا آژانس لیکی چی نن د هرات ولایت د پښتون زرغون په ولسوالی کی د ملی اردو یو موټر پر ماین وخوت چی په پایله کی یې پنځو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ .