کور / هراړخیز / روزګان که (اوروزګان ، ارزګان او يا بل ډول )

روزګان که (اوروزګان ، ارزګان او يا بل ډول )

يادونه :


ماددې لپاره چي په پښتو ژبه ليکنو او ويب پاڼوکښي دروزگان نوم سموليکل سي  څه موده وړاندي په يوه لنډه ليکنه کي له پښتوليکوالواوويب پاڼودمسؤلينو نه غوښتنه کړې وه چي دروزگان نوم سم وليکي .


مگر ددې ولايت نوم ليکل تراوسه په پښتو ليکنو کښي دايرانی فارسی ژبې په دودليکل کيږي .


ددې لپاره چي دوستان دې ټکي ته جدي پام وکړي دروزگان په ملي مهالنۍ خپرونهکي زموږ دتکړه ليکوال اوتاريخ پوه رسول باوري داليکنه نشر سوې ده ، اوس ئې يوځلبيانشر دويب پاڼوله لاري اړېن بولم .غمخور


داصلي ليکنې پيل :


د سيمود نومونو ايښودل  او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل  د زياتي حېرانتيا خبره نه ده . دا سي چي  په  سيمه کي د ميشتو وګړو کړه وړه  دبدلون په حال کي دي ، همداسي د سيمو په نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتلاو بدليدل  په هغه هوډ پوري اړه لري چيميشت اولسونه او اړوندي ادارې  يې د هغهنوم  د ساتلو او يا بدلولولپاره لري .   د وړوکليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه  د بيلا بيلو سببونو پهوجه  اوړي را اوړي  . د سيمو او ځايونو  د نومونوبدلون  او اوښتون  يوه داسي پر له پسې  لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ   .  د دېهمدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره  دنورو علمي څانګو تر څنګ د تاريخي جغرافيا په نوم يو خپلواک دسپلين  شته چي دخپلو ځانګړو اصولو په کارولو سره  مينهوالو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ  دستونزواو پوښتونو حل وړاندي کوي  . 


  تاريخيجغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنګ د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري ، چي دزمانې په بهير کي  په  بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي  .  دسيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه  سببونه هم  برملا  کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن  و پيژندلشي  . د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند ، دسيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو  پر بنسټ بدلونمومي . چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات  سياسي ، طبيعي،کلتوري  او ژبني سببونه اغيزمن  ښودلشويدي  .


١ : سياسي  سببونه ؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون  په اړه د سياسي  عامل اغيزه تر ډيره  بريده روښانه بريښي  ،  چي   ښايېزيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني  . پهسيمه کي سياسي پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي  – نظامي ارزښت  او نور هغه اغيزمن  سببونه  دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي  غوښنه ونډه لري .  د بيلګي  په توګه ، د بدخشان ولايت  يوه ښيرازه ولسوالي   دبهارک په نوم ياديږي .  چي تاريخي جغرافياپوهانو  په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلېده ، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه اوهغه وخت  د  لانشي   ( Laanshi    )  په نوم   ثبت  اوليکل شوېده .  کله چي  پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دېسيمي نوم يې بهارستان ( Bahaaristan    ) کښيښودئ ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنګيزيانو تر  زياتو جګړو وروسته  نوموړې سيمه تر خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنګيزي واکمنئ سره  يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک ( Bahaarak  )  واړول شو ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد


يوه بله بيلګه  د امو سند پر څنډو پرته   ينګيکلا ( ينګي قلعه )  ده  ، چي پخوا نئ نوم  نومي  (Numi    ) وو ، وروسته د احنف کلا په نوم ياده  شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم   ينګي ده  ، او په روزګان  ولايت  کي هم دا ډول بيلګي زياتي دي  . د روزګان ولايت  مرکز  ترينکوټ  ښار  لويديځ ته نږدې د داکتر  مانده  په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي  د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاولري  (*  داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي  په غالب ګمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په  دوهمه  نيمايې کي وفات شو  ) د روزګان ولايت اړوند  د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرګنده بيلګهده ، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومولشوه  (    مرحوم عبدالحليم  حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ اود هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال يې د ژوند ډيوه مړه شوه  ) ، دسياسي اوښتون وروسته بيا  د چهار چينو پهنوم  ياده شوه ، او اوس مهال د خبري  اژانسونو له خوا  کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم  ياديږي .


٢ : طبيعي  سببونه  :  طبيعيپيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري .  هغسي چي د نوم په ايښوولو کي  طبيعي سببونه اغيزمن دي  ، هم هغسي يې  د سيمو د نومونو په بدلون کي  اغيزه څرګنده ده . د يوې بيلګي په توګه د هلمندولايت را يادوو ، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي  د دايکندي  او روزګان ولايتو نو  څخه تيريږي  او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي  ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي  . هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توګه پيژندل شوئ بلکي  ديوه تاريخي سيند په توګه  په اوستايې متونو کي د هيتومنت او ياهومينت  په نوم هم ياد شوېدئ .   دهلمند  ولايت د نوم ايښوولو ستره انګيزه اوهڅونکئ  عامل ، همدا د هلمند سيند  او د هغه سيند د اوبو څخه په  زياته پيمانه ګټه اخيستنه  وه .


د افغانستان په بيلا بيلوسيمو کي  د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي دطبيعي عارضې او پيښي  سره تړاو لري ، دبيلګي په توګه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي.  په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوېډبريني غونډۍ څيره تر سترګو شويده، اولسي وګړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئدئ   . په لغمان ، پروان  ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کيد  دا ډول نومونو   بيلګي ليدلای شو .  د تور غره او سپين غره نومونه  هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي.   د خاص روزګان  د ښار شمال لويديځلورته د ګرماو ( ګرم اب )  د سيمي نوم  د هغه تودې چيني  د شتون سره تړاو لري  ، چي  په هغه سيمه کي  د عام او خاص د ګټي وړ ده .  په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه راغزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د ګرماو مانده په نوم ياديږي  ، چي  دترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنګ راتيريږي.  د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي دراشکي  غونډئ  هم د دې ډول نوم ايښودلو  بيلګه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍبرخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري ،  په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سيفکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ  اوهغې  غونډئ ته څيرمه د کورت  کاڼو  (قوروت  ) سيمه  چي قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده  ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي دالله ( ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې  د قروتو په څير ډبرين کاڼي  شول  اود غنمو راشه يې په شګلنه غونډۍ واوښتل ،چي  عام اولس يې د تصغير  کاف  سرهيوځای ( راشکه )  بولي  او په دې ډول نوري بيلګي .


٣ : کلتوري  او ژبني  سببونه  ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وګړو اندونه اوخيالات   د سيمو د نومونو په ايښو ولو  او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي اونظامي زور پرته  ، پخپله د اولس  په خوښه منل کيږي  . په جوزجان  ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې پهنوم  پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخواراهيسي  دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ،  چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، دسيمو وګړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي  اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دافکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي  دلرغونپوهانو په وسيله  په  ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه اوپه نتيجه کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيرهکړل . له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره  ستره لرغونې شتمني  ګڼل کيږي . امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي داجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه  شته چي دسيمي وګړي يې   د پيرانيانو  ښار ګڼي ، او د روزګان ولايت  په مرګز تيرنکوټکي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلګو څخهيوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادګار دئ چي د ترينکوټ  ښار ختيځ لورته  څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد )ښيرازي سيمي څنګ ته  واقع ده . د دې لرغونيودانۍپاتي شونې او نښانې لا  اوس هم  تر سترګو کيږي . کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينهودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وګړي په دې باوري کړيدي چي دالويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده ، ځکه يې د کافر کلا نومورکړېدئ .  


د ژبني  سببونواغيزه  د نورو اړونکو او بدلوونکو  فکتورونو څخه زياته بريښي   . ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي، اود ژبي  د بدلون  او اوښتون سره يوځای  د سيمو د نومونو  بدلون  هم  را منځته کيږي  .  په دې برخه د څو تاريخي بيلګو يادونه کوو :    په اوستايې متونو کي  د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازهسيمه د ګندهارا  او پلازمينه يې  د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني جغرافياپوهانو داسيمه د ګنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه  د کين تولو په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلورا پيژني . د جلا الدين اکبر  دواکمنئ پرمهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه  اوهډې ته څيرمه ،  د نوي جوړ شوي ښار نوم   جلال  اباد کښيښودل شو . اود ټولي  سيمي نوم لا پخوا  د ګندهارا څخه په ننګرهاربدل شوۍ ؤ  .  همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنګيانا څخهزرنج  جوړ شوېدئ . په روزګان ولايت کي يېتر ټوله څرګنده بيلګه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدېولايت په دهراوت ولسوالئ کي  نوم خوندي دئ.


د روزګان نوم  هم د همدې ورستي لا ميل  تر اغيزي لاندي  اړول شويدئ  . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د انوم  ( روزګان  ) ليکل شوېدئ ، د بيلګي په توګه عربي  نامتوجغرافيا پوه او مورخ  بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او (  روزګان  ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرقاللمغرب کي هم  ( روزګان ) ليکل شوېدئ  . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاجسراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نومليکلئ دئ ، نوموړئ  د سيمو د ويش او اقطاعود څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ،درمشان  ، روزګان  او غزنئ د علا والدين محمدبن علی په اقطاع کي ؤ ))  .  دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي دروزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول  . ديادشوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې  جغرافيايې موقعيت  د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .


د دې ټکي يادول هم اړين ګڼمچي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) دليکلو پر ځای  (( اؤرزګان  ))  يا(( ارزګان ))ليکلئ دئ ،  د بيلګي پهتوګه  د تاج التواريخ  ليکوال اعليحضرتعبدالرحمن خان   (( اؤرزګان ))ليکلۍ  (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ  مولف فيض محمد کاتب  دا نوم د ( ارزګان  ) په څير ليکلئ دئ .  د بيلګي پهتوګه  هغه مهال  چي  فيض محمدکاتب د هزاره جاتو د بغاوت  پاې ته رسولوپه تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  🙁  د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلامحسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . … وروسته بيا  ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري  څخه زاولي او له هغه ځايه  ( ارزګان ) تهورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦  مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پرمهال  دجوړي شوي  لويې جرګې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې  د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او پهدې  لړ کي د روزګان د استازو نومونه  هم شته ، چي  د روزګان او شا او خوا سيمو څخهنوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم  راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې  خپاره شوي اثر کي هم  د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګيپه توګه  وکيل عبدالغفور خان کاکړ  ، دلاور خان ، محمد شريف خان  مهاجر ، حاجي محمدعمر خان  ، بلاد خان ، حاجي خدايدادخان  ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان  ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان  ، عبدالغني خان اڅکزئ  د  (ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي  يادشويښاغلي  يوازي د روزګان  د اداري واحد استازي وه .    ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي   د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي  پوري ثبت دي : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته پهپام سره  علامه  عبدالحئ حبيبي هم  په خپل (  جغرافيايې تاريخي افغانستان )   نومي اثر کي  په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونوکي  روزګان  راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا  اورزګان په ډول ليکي  ( جغرافيايې تاريخي افغانستان :  ١٣٦ مخ ) .


د روزګان  د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو لهلوري  په اوښتي ډول ليکل کيږي چي  د دري ژبي  ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمولده چي   يو شمير   نومونو او يا کليموته  د الف توري   زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي  اود انديښنې پرته د خپل پام وړ  کليمه يانوم  د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشميرهغه نومونه او کليمې چي  د  ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف پهزياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي  ، چي  په پښتوژبه  کي  د (ستر ) کليمه  په ( استر ) او  د ( سپين ) کليمه  په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان دنوم  بدلون په ( اروزګان )  هم همداسي يو اوښتون  دئ ، چي دري ژبوليکوالو هغه شان چي  اوريدلي يې دي او يايې ويلي دي  ، د نوم اصل  او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په ((  ارزګا ن )) يا ((  اوروزګان ))   ليکلئ  او معمول کړيدئ .


 د يادېدو وړده چي  د روزګان ولايت نوم د  اعلی حکمرانئ له مهاله  پاته دي  . د اعلی حکمرانئ  لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال  اداري ويش لهمخي  د روزګان اعلی حکمرانئ  ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يېديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرينکوټ هم  د روزګان ولايت د مرکز پهتوګه  ياد کړ . هر هغي پريکړي يو کالوروسته  د ولايت چاري  په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداريچارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ  مرکز يې د خاص روزګان په نوم ومنۍ  ، چي تراوسه هم په ادارې چارو کي  مراعات او کارولکيږي  ، په داسي حال کي چي د روزګان د نومسره د خاص کليمه مښلول څخه بله موخه نه وه ، د خاص کليمه  يوازي د ولايت د نوماو د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول  وګرځول شوه .   


 د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم  وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه  اړوندي ادارې او  ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه  د تاريخي متونو په څير د روزګان  نوم  پهخپل رښتيني بڼه  ( روزګان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم  تاريخي بڼي ساتلوته هوډمن پاته شي  .


 لنډه يادونه : دا ليکنه مي دروزګان  خپروني لپاره چي په سويدن کي   د ښاغلي حبيب الله غمخور په مشرئ  د اخبارپه بڼه خپريږي ،وليکل . د ليکني اخځونهپه متن کي ياد شويدي،ځکه مي د هغو بيا ليکل اړين ونه ګڼل  .