کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : پر يوه جومات د هاوان مرمۍ لګېدلې

ميدان وردګ : پر يوه جومات د هاوان مرمۍ لګېدلې

د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه جومات د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له كبله يې د ځايي چارواكو په وينا، ١٢تنه ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد نن رسنيو ته وويل، چې دغه مرمۍ پرون له غرمې مخکې د دايميرداد ولسوالۍ په ميرانو كلي كې پر پر يوه جومات لګېدلي دي.
د سرچينې په وينا، ياده پېښه په داسې مهال رامنځته شوه، چې په ياد جومات كې يو شمېر خلك د قران کريم پر ختم بوخت وو.
شاهد زياته كړې، چې د دغو مرميو د لګېدو له كبله جومات هم زيانمن شوى دئ.