کور / تازه خبرونه / کندهار : ١١ وسله وال وژل سوي او ٦ ژوندي نيول سوي

کندهار : ١١ وسله وال وژل سوي او ٦ ژوندي نيول سوي

په کندهار کي د عملياتو پرمهال ١٧ تنه وسلوال وژل سوي او نيول سوي دي
.دکندهاردامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي نن يوې خبري غونډي ته وويل،چي دغه عمليات په روانه اوونۍ کي دکندهارښار ترڅنګ په ژړۍ او ارغنداب ولسواليو کي دپوليسو له لوري ترسره سوي.
هغه زياته کړه،چي په دې عملياتو کي يولس وسله وال ژوندي نيول سوي اوشپږ تنه نور وژل سوي.
ده وويل چي په نيول سوو کسانو کي دوه تنه هغه کسان هم شامل دي،چي دچادرۍڅخه په ګټي اخيستني يې ورانکاري کړني کولې.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .