کور / تازه خبرونه / کندهار : ٥ وسله وال غله نيول سوي

کندهار : ٥ وسله وال غله نيول سوي

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام دمطبوعاتي دفتر له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره اوونۍ يې په دې ښار کي ٥ وسله وال غله نيولي
. د دې ولايت دامنيت آمر هم رسنيو ته ويلي ياد وسله وال يې په تېره اوونۍ کي د يوشمېرعملياتو په ترڅ کي نيولي نوموړى وايي چي د يادو کسانو سره يې يو شمېر موټر سايلکونه او موټرونه چي دوى غلا کړي ول هم نيولي دي.
هغه همداشان وويل،چي پوليسو يې په همدې اوونۍ دتېلوپه يوه ټانکر موټر کي سلګونه کېلوګرامه نشه يې توکي او د ملي اردو درې جوړې يونيفورمونه نيولي .
نوموړى همدا ډول وايي چي د دې کارو عامل يې هم نيولي .