کور / تازه خبرونه / بلخ ادبي بهير ادبي غونډه او مشاعره جوړه کړه

بلخ ادبي بهير ادبي غونډه او مشاعره جوړه کړه

بلخ ادبي خوځښت څانکې ام البلاد ادبي بهير اونيزه غونډه د روان کال د تلې په ۲۸ مه د بلخ ولسوالۍ په نوبهار بلخ عالي لېسه كې وكړه.


مشاعره د محمد رسول روغمند په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويئ چارې يې لطيف هجران پر مخ وړلې.
ددې اونۍ د غونډې مشر ميلمه استاد غلام علي ملكزی او كوربه حبيب الله اكبري وټاكل شول، چې غونډه وڅاري او په پای كې د غونډې په اړه خپل نظر څرګند كړي.


 هجران آزاده مشاعره په لاندي ټپيزې پيل كړه-
 سپينه سپوږمۍ دې سپين جبين ده
 اوربل دې پروت په مخ مهين ده
بل دې په غاړه لونګين ده
داغونډه زنه دې ګبين ده
داشنه خالونه دې مچۍ پرې پنډې دينه 


دمشاعرې په پيل کې محمد حکيم بلخي را وغوښتل شو، هغه خپل نوی غزل بهېروالو ته واوروه.


چې ورسته هر شاعرپه وار دريز ته راوغوښتل شو خپل شعرونه يې دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
مشاعرې ته دشاعرانو چکچکو او دهر بيت دتکرار غوښتل دملګرو لخواچې ويل به يې:((يو ځل بيا!… څنګه؟… يوځل بيا!…))  غونډه ډېره رنګينه کړې وه . 
 په پای کې مشر مېلمه استاد غلام علي ملکزی درېز ته راوبلل شو، هغه غونډه وستايله او په ملګرو يې يوځل بيا دا غږ وکړ:(( ځوانان خو همدې لپاره وي چې خپل  ولس ته دخدمت جوګه وګرځي، خو زه غوښتنه کوم چې دوطن سوکالي ستاسو په واسطه رامنځته کيږي نو کوښښ وکړئ شپه او ورځ کار وکړئ او خپلې هڅې تردې هم کړندۍ کړئ))


ښاغلي ملکزي دلطيف هجران وياندي ښه په ګوته کړه  او وويل: چې دوياند شوخو بيتونو غونډه ويښه ساتلې وه.


 وروسته كوربه دريځ ته را وبلل شو.


هغه په پيل کې ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل، او ننۍ غونډه يې دتېرو غونډو په پرتله رنګينه وبلله.


ښاغلي اکبري له مزار ښار نه راغليو ملګرو: ذبيح الله احساس، جاويدواک او توريالي جلالزي څخه ځانګړې مننه وكړه  او ښه راغلاست يې ورته ووايه.


اکبري دخوځښت دبلې څانګې چې په مزار ښار کې ده او ددې خوځښت مرکزي دفتر هم دی(مومند بابا ادبي بهير) له ملګرو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو غونډو کې دې نور ځوانان هم له ځان سره راولي، چې مشاعره لا ښلا پيد اکړي.


اكبري په مشاعره كې ويل شوي شعرونه او نثرونه وستايل او زياته يې كړه، موږ و رځ تر بلې نوي شيان زده كوو، چې د د همدې بهيرونو بركت دى


غونډ په وياند له کره کتنې وروسته دمحمد رسول روغمند په دعايې پايته ورسېده.