کور / سياسي / مدرسې اودافغانستان ټیکاو

مدرسې اودافغانستان ټیکاو

دمدرسې ویوکی چې ډیری به ورسره اشنا اوډیری نورو ته به نااشنا وي مګر په زړه پورې خبره داده چې مدرسه زمونږ دهیواد له تیر اوراتلونکې سره څه ډول تړاولري په لاندې ډول یې تر غور لاندې نیسو .


عربي ویوکی “مدرسه”  چې جمع یې “مدارس” راځي ، له “دراسه” څخه اخستل شوی په دوو ماناوو کارول شوی ، چې لغوي اوعامیانه مانا یې دښوونې اوزده کړې ځای دی .مګر په اصطلاح کې داسې یو بنسټ دی چې له قران کریم ، حدیث ، فقه ، اسلامي قوانین څخه رانیولي ډول ، ډول اسلامې زده کړې پکې ورکول کیږي . که دمدرسې په مخینه اوتاریخ پسې ولاړ شو نو څو پیړیو اوسل ګونو کلونو تیر مهال ته موورستنوي ، هغه مهال چې د”نظامیه” په نامه لومړی مدرسه داوسني عراق په بغداد ښار کې جوړه شوه ، چې لا په هاغه پخواني پیرکې یې وړیا زده کړې ،خواړه اوداوسیدلو شونتیا وې خپلو زدکړ یالانو ته برابرولې اوهمدغه ټکي دمدرسو په ډیروالي اوعامیانه کېدو کې بنسټیز رول ولوبولو. له هماغه مهاله تراوسه مدرسې کوم ځانګړې درس پانګه نه درلوده مګر دهر هیواد په کچه یې توپیر درلود ، په ټوله کې مدرسه ددې موخې لپار چې اسلامي نړۍ ته  دیني اومذهبي پوهان د”علما”ترنامه لاندې وړاندې کړي  ددینې اواسلامي ښوونو لپاره کاریده . په مدرسه کې دزوړ رسم سره سم ددیني زده کړو لیوال زده کړیالان چې “طالب” ورته ویل کیدل په عربي ژبه دهرڅه په یاد زده کولو ته اړایستل کیدل . په وروستیو لسیزو کې په ځینو اسلامي هیوادونو لکه مصر، لبنان ،سعودي ، ترکیه اوداسې نوروکې مدرسې خپل ځای په اوسمهالې ټکنالوژي سنبال دینې پوهنتونونو اونورو بنسټونو ته پریښود مګر په ۱۹۷۰ کلونو کې دهغو سیاسي ګټو له مخې چې ځینې هیوادونو لرلې دمدرسې بنسټ  په پاکستان اوایران  هیوادونو کې نوې ساه واخسته . لکه مخکې مو چې وویل دمدرسې ویوکې اومفکورې په ځینو عربي اونورو اسیایې هیوادونو کې خپل ځای اوسمهالي دینې پوهنتونونو ته پریښی وو مګر په افغانستان ، پاکستان اوایران هیوادونو کې مدرسه اوس هم هماغه مدرسه وه . یو ځانګړی اوټاکلې ښوونیزې منځپانګې دمدرسې لپار شتون نه درلود لکه مخکې مو چې وویل دینې اواسلامې زده کړې به پکې ښوول کیدې مګر نادودې هاغه وخت پیل شوې چې دځینې هیوادونو لخوا مدرسه زمونږ دهیواد پرضد وکارول شوه اود۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ سیمو، اوسنی خیبر پښتونخوا، کراچی FATA(Federally Administered Tribal Areas) کې دسور پوځ دماتولو لپاره دغه مدرسې جوړې شوي .له ټولو بده خو داوشوه چې په مدرسو کې دنورو مضمونونو ترڅنګ د”درس نظامي” ترسرلیک لاندې مضمون دمدرسو په ښوونیزه منځپانګه کې دځینو ځانګړیو استخباراتي کړیو لخوا ځای پر ځای کړ شو اودهمدغو څارګرو ادارولخوا جنګي روزنه ، دسړک دغاړې دماینونو جوړولو، دانتحاري واسکټونو دجوړولو، دپلونو ، سرکونو، ښوونځیودورانولو اوداسې نوربرخوکې دنظامي درس تر سرلیک لاندې په دوامدار ډول وښودل شو.


لکه مخکې موو چې وویل چې دبغداد دنظامیې مدرسې څخه رانیولې تراوسه پورې مدرسې په وړیا توګه  ښوونه ، خوراک ، څښاک اوداوسیدو زمینه خپلو زدکړ یالانو ته برابروي یوازینې لامل دی چې مدرسې په هغه خپله بڼه تراوسه دوام وکړاوزمونږد دولتونو دبې پامۍ یا بدو وټیزو حالاتو له امله ونشو کړای له مدرسې سره ځغاسته وکړي اویایې لکه دعربي هیوادونو په څیر داوسمهالتوب په بهیر ورګډې کړې . په افغانستا ن غوندې هیواد کې چې کلک عقیدوي ولس لرې دبې وسه کورنیو لپاره همدایوه ډیره ښه زمینه شوه ترڅو اولادونه یې دینې زده کړې وکړي اویا لږترلږه اولادونه یې په داسې جنګې حالاتو کې لږترلږه دمدرسې غوندې په یوه خوندې فضا کې وخت تیرکړي . مګر دښمن ترې بله ګټه پورته کړه اوبله داچې مدرسې ولس ته  داډاډ هم ورکولو چې بچیان به یې وروسته له دې چې له مدرسو فارغه شي بې روزګاره نه پاتې کیږې بلکه لږ ترلږه کولی شي بیرته په مدرسه کې ښوونکی اویا هم دکلي په جومات کې ملا امام او خطیب شي ، کوم ته چې دولس خلک دیو دینې عالم په توګه ددرنښت اواحترام په سترګه ګوري اوله بله پلوه  دزکات، سرسایې اونورو ډول ډول چندو له لارې یوه ښه مالي اوعایداتي سرچینه هم پیداکوي .


داچې مدرسه څنګه په وړیا ډول داټول برابروي ددې ترشا څو مهم فکتورونه لاس لري . لومړی داچې مدرسه یو دینې بنسټ دی نو له همدې امله ټول هغه انسانان چې داسلام دمبارک دین مننونکي دې په انفرادي ډول سره خپلې بسپنې مدرسې ته ورکو ي. بله داچې داسلام پنځمه بنا زکات ده او اسلامې لارښوونې هر مسلمان ته داسلامې شرایطو له پوره کولو وروسته سپارښتنه کوې چې باید زکات ورکړي چې ترډیره دزکات بسپنې هم مدرسې ته ورکول کیږي . مسلمانانو په ټوله نړۍ کې داخپله وجیبه بلله ترڅو مدرسو ته داسلامي بنسټ په دود خپلې بسپنې ورکړې مګر لکه څنګه مو چې مخکې وویل داخبره هغه وخت زمونږ په زیان شوه چې دسیمې اوځینو نورو هیوادونو څارګرو ادارو مدرسو ته لاره پیداکړه .اودټول مسلمان ولس اوپه ځانګړي ډول دعربي نړۍ اوخلیجې هیوادونو بې خرته بسپنې دمدرسو لپاره زمونږ دګاونډیانو لاس ته ولویدلې . په ځانګړې ډول سعودي عربستان چې غوښتل یې خپله دوهابیزم اونورې اډیالوژۍ په سیمه کې پر خلکو تعمیل کړي ددې لامل شو چې ددارالعلوم حقانېه غوندې په زرګونو مدرسې ددوی په بسپنو ابادې اوزمونږ هیواد له دې ناورین سره مخامخ کړي دغه مدرسې په ځانګړې توګه دحقانیې مدرسه چې دطالبانو دتحریک دزیږندې ځای ګڼل کیږي اودطالبانو دتحریک  مشر ملامحمد عمر مجاهداودطالبانو دتحریک ۹۰ سلنه مشران له همدغې مدرسې فارغ شوي وودطالبانو هغه کتله چې شمیریې  شاوخوا۳۰۰.۰۰۰ تنو ته رسیدو له هغو پاکستان میشتو افغان کډوالو څخه چې له پاکستاني مدرسو فارغ اودهیواد له قبیلوي نظام څخه بې خبره وو په دې هېله چې خپل هیوادته به یوه تل پاتې سوله راوړي راولیږل شو مګر دڅارګرو کړیو لخواپه بله لاردیکته شول اوددې هیواد دبربادی لامل شول. لکه څنګه چې دحقانیې مشر مولانا سمیع الحق په یوه مصاحبه کې وایي : “دنوي نسل مغز ددې لپاره نه دي چې فکر وکړي بلکه دوی باید مدرسو ته لاړشي ځکه دوی لا اوس ځوانان دي اومدرسو ته ښه جوړ دي کله چې دوی زاړه شو بیا کیدای شي فکر وکړي اوبیا به دوی پوه شي چې دڅه په باره کې فکر وکړي ” . په تیرو کلونو کې ځینې راپورونه  دمدرسو لپاره دسعودې  عربستان بسپنې دهرکال په موده کې له دریو ترڅلورو بلیونو امریکایي ډالرو پورې ښیي


دپاکستان دښوونیزو چارو داحصایې ادارې داکتوبر د۲۰۰۶ کال دراپور سره سم، په پاکستان کې ۱۲۹۷۹ مدرسو دغې ادارې سره خپل مالومات شریک کړي دي .اوس خبره داده چې دپاکستان غوندې مخ په ودې هیوادکې چې ځپلی اودامریکا په مرستو ولاړ اقتصاد لرې دومره مدرسې څنګه کولی شي وړیا ، خوراک، څښاک، داوسیدو ځای، ښوونه اونظامي درسونه په سلګونو زروطالبانو ته وړاندې کړي داټولې هغه پوښتنې دي چې زمونږ نابالغ دولت ورته اوس هم ځواب نه لري اونه په دې هکله کوم ځانګړی ستراتیژیک پلان لري چې څنګه خپل ولسونه له دې وژغوري چې ګاونډیو هیوادونوته ددینې زده کړو لپاره لاړشي اوله هغه ځایه بیرته دخپلې خاورې په ضد وجنګیږي .که دولت په کوردننه ددیني مدرسو لپاره سم اوکره اوږدمهالی ستراتیژیک پلان ولري اودهیواددزونونو په کچه څوسترې په اوسمهاله ټکنالوژي سنبال اوداوسمهالې دینې ښوونیزې منځپانګې درلودونکې مدرسې جوړې کړي نو دراتلونکو څولسیزو لپاره اویابه هم دتل لپاره لکه دنورو عربي هیوادونو په څیرخپل هیواد دبنسټ پالنې اودپردیو څارګرو اداروله منګولو راوباسو .


وړاندیزونه :
۱-افغان دولت باید له ګاونډیو هیوادونو څخه دافغان کډوالودراستنیدلو لړۍ دیوه منظم پلان له مخې ژرترژره پیل اوبشپړه کړي .


۲- دولت باید په هیواد کې په کوردننه په اوسمهالې ټکنالوژۍ سنبال اوداوسمهالې دینې ښوونیزې منځپانګې درلودونکې څو سترې مدرسې جوړې کړي .


۳- دولت باید په دینې برخه کې دلوړو زده کړو دپوهنتونونو دجوړولو تابیا وکړي اوله پوهنتونو څخه فارغ شویو زدکړیالانو ته ښې کارې زمینې برابرې کړي .


۴- دولت باید دمدرسو له پرنسیپه کار واخلي اوخلکو ته وړیاښوونه،دمدرسو په شپه غالیو کې وړیا داوسیدوشونتیاوي ، وړیاخوراک اوڅښاک ښې زمینې برابرې کړې ترڅو ولس دولتي دیني مدرسو ته مخه کړي .


۵-مدرسې باید له دې وساتو چې بنسټ پالې اوتروریستان وپالي .


۶-په مدرسو اوښوونځیو کې په ښه کیفیت اوپه مورنۍ ژبه ښوونیزه منځپانګه اوښوونیز توکي برابر کړی شي .
۷-دولت باید ولس ته ډاډ ورکړي چې په مدرسوکې به دسمې اوکره دینې ښوونې زمینه ددوی اولادونو ته برابروي .


۸-نجونو اومیندوته دې په اوسمهالي ټکنالوجي له افغاني اواسلامي کلتور سره سم ددیني زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو راتلونکي نسلونه مود ښځمینو په مټ ښه وروزل شي .


۹-دولت باید په دلوړو زده کړو په کچه په دینې برخه کې دزده کړې زمینې برابرې کړي ترڅو افغانان بیرون ته په ځانګړې توګه ګاونډیوهیوادونوته په دینې زده کړو پسې لاړ نه شي .


په  سپیڅلې کلیواله مینه


ډاکټر ثواب الدین مخکښ


آخځ :


Islamic and Modern Education in Afghanistan -Conflictual or Complementary?
      Pia Karlsson & Amir Mansory


      Institute of International Education, Stockholm University


Teaching Religion, Taming Rebellion
Religious Education Reform in Afghanistan, PRIO POLICY BRIEF 07 2010


CRS Report for Congress, Islamic Religious Schools, Madrasas: Background
Christopher M. Blanchard


Analyst in Middle Eastern Affairs, Foreign Affairs, Defense, and Trade Division


په  سپیڅلې کلیواله مینه


ډاکټر ثواب الدین مخکښ