کور / تازه خبرونه / په جلا بريدونو کي د ناټو دوې الوتکي لوېدلي دي

په جلا بريدونو کي د ناټو دوې الوتکي لوېدلي دي

نن په دوو جلا جلا پېښو کي د ناټو دوې الوتکي ويشتل سوي دي ، دا د ذبيح الله مجاهد خبره ده چي لراوبر ته يې په ليکلي پيغامونو کي څرګنده کړېده . نوموړئ وايي چي


نن ۱۱بجې دکنړ ولايت مروروي ولسوالۍ  دلوی کلي سيمه کې دناټوځواکونو لويه اکمالاتي دوه څرخه چورلکه په راکيټ وويشتل شوه چې سم دلاسه ددغي ولسوالۍ مربوط دتوپچې غنډ سره نيزدې سيمه کې  رانسکوره شوه ، د نوموړي په وينا دغي الوتکي دکنړ ولايت داسمار ولسوالۍ کي پروت امريکايي مرکز ته يي اکمالاتي توکې اوعسکر ليږدول ، دوی وايي چي الوتکي تر لوېدلو وروسته سمدستي اور واخيست .


ددوهمي الوتکي د لوېدلو په اړه طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي نن ماښام ۸ بجې دکاپيسا تګاب ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې چې دفرانسوي ځواکونومهمه پوځي اډه هم  همدلته ده دفرانسوي ځواکونو يوه لويه  يوڅرخه چورلکه  وويشتل شوه چې دکاپيسامرکز مربوط جنګل باغ سيمه کې راولويده .


طالبانو په دواړو بريدونوکي د لسګونو بهرني پوځيانو د وژل کيدو ادعا کړېده خو دولت يا ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.