کور / هراړخیز / د پروژې مدیریت

د پروژې مدیریت

د پروژې د مدیریت په اړه څو ټکي د لوستونکو سره شریکوم هیله ده بې ګټې نه وي.
افهام او تفهیم:
یو ښه ساخمتاني مدیر باید د خبرواترو ښه وړتیا ولري. تاسو شاید د بیلابیلو خلکو سره یوځای کار وکړۍ، برسیره پر دې که غواړۍ چې ښه مدیریت وکړۍ، او مشتريان او تمویل کونکي مو درنه خوښ وي تاسو باید د ناستو (میټینګونو) له لارې او هم په خپل ځان کې د مفاهمې د وړتیا د لوړولو لپاره پوره کار وکړئ. تر څو لدې لارې خپل اند، حل لارې او مشورې په څرګنده او واضح توګه نورو ته ولیږدولی شۍ. کله کله ستاسو شتون په یوه پروژه کې ډیر اړین وي، دلته بیا ستاسو د مفاهمې وړتیا ته تر ټولو زیات اهمیت ورکول کیږي.
ښه مدیر باید ښه افهام او تفهیم وکولای شي.
آسانتیا برابرونکی:
د خبرو اترو د وړتیا سره جوغت د خپل لاس لاندې کارکونکو ته د یو اسانتیا برابرونکي په څیر ځان جوړول هم یو هنر دی. د روزنې (ټرینینګ) له لارې مدیر کولای شي پوه شي چې د مشکل سره څنګه لاس او پنجې نرمې کړي، څنګه ناستې (میتینګونه) رهبري کړي، څنګه یو ښه کاري ټیم و روزي، او بالاخره څنګه یو نوښتګر فکر رامنځ ته کړي. دغه پورته وړتیاوې مدیر ته دا ځواک ور بښي چې خپله پروژه ښه تنظیم، خپلې چارې له غوښتنې سره سمې پرمخ بوزي او د خپل ټاکلي هدف په لور چټک ګام واخلي.
تر لاس لاندې کسانو ته مشورې او حل لارې ورکړئ.
مدیریت:
افهام او تفهیم او مدیریت یو له بل سره تړلي دي. د ساختمان مدیر باید د پروژې لپاره یو بشپړ انځور ولري، او ددې ترڅنګ د کاري ټیم د غړو لپاره د بیلابیلو رولونو او مسؤلیتونو د تعریف او ورسپارنې وړتیا هم ولري. د لمړۍ ورځې نه باید مدیر خپل آخري هدف وپیژني، پدې پوه شي چې څنګه د شته منابعو څخه پوره ګټه پورته کړي، او څنګه د خپل کاري ټیم د غړو وړتیاوې لوړې کړي ترڅو آخري پایلې له لوړ معیار او غوښتنې سره برابرې ترلاسه کړي.
مدیر باید د پروژې له جزئیاتو خبر او د لاس لاندې کسانو وړتیاوې وپیژني.
د هدف ټاکنه:
د پیل نه، د پروژې مدیر باید د مشتري د غوښتنو په پام کې نیولو سره د خپل آخري هدف د لاسته راوړو لپاره خپل واړه اهداف او موخې تعریف، تعین او وټاکي. د پروژې مدیر باید کاري پلانونه جوړ، او وړ ستراتیژۍ په کار واچوي تر څو خپل نهایي هدف د غوښتنې سره سم ترلاسه کړي.
لوی هدف په وړو اهدافو کې تعریف کړئ.
جزئیات:
د پروژې څخه لوی انځور اخیستل (پوهیدل) بسیا نه کوي، د کوچنیو برخو او کارونو د بشپړیدو او یوځای کیدو څخه پروژه د تکامل خواته ځي. نو کچیرې مو واړه کارونه ښه پلان، تطبیق او معیاري وي، ټوله پروژه به له سره برالۍ او کامیابه وي. د لوی هدف د درلودو سره سره مدیر باید د پروژې وړې برخې سره بیلې، منظمې، او پلانګذاري کړي. له نیکه مرغه چې مدیر د داسې کار کونکی ندی چې له مخې یې پروژه له سره رامنځته شي، کوم چې په خپل وار د کار د اسانتیا لامل کیدای شي.
یوه لویه پروژه او څو کوچینو پروژو وویشئ او هره پروژه (برخه) ښه سمبال کړئ.
وکالت:
په ځانګړې توګه کله چې مدیر نشی کولای ټولو اموراتو ته ځان ورسوي، نو دوی خپل کار یو معتبره کاري ټیم ته پریږدي. او هغوی ددې وړتیا په ځان کې لري چې دغه ورسپارل شوې دنده په ښه صورت پرمخ بوزي. اولویت پیژندل ډیر مهم دي، مدیر باید پدې پوه شي چې کوم کار ته د شرایطو په پام کې نیولو سره اولویت ورکړي او کوم کار کیدای شي و ځنډول شي.
د کار کونکو په ګمارلو او د دندو په اجرا کې ډیر ځیر اوسئ.
ګروپي کار (ټیم ورک):
طبیعتاً، چې یو ټیم رهبري کړی شي، مدیر باید ډیر مهم رول ولوبوي. مدیر باید د ګروپ د غړو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړي، د کارکونکو لپاره د معلوماتو د شریکولو زمینه برابره کړي، تر څو لدې لارې ټول کارکونکې یو د بل سره اړیکي ولري او خپل مشکلات او ستونزې سره شریکې او تر بحث لاندې ونیولای شي. مدیر باید هر کارکونکی داسې وپوهوي ترڅو هغه خپل رول د پروژې د بریا په ټول انځور کې وګوري، نه داچې پریږدي هغه خپله د ځان په فکر کې شي، او خپل ځان یو بیل غړی وبولي.
د خپلې پروژې د کارکونکو ترمنځ د کورنۍ د غړو په شان فضا رامنځ ته کړئ.
فکري وړتیا:
د پروژې مدیران باید په خپل ځان فشار راوړي چې نوښتګر اندونه ولري. مهمه نده چې دوی د پروژې د جزئیاتو د حل، یا د نوي ټوکیدونکو ستونزو سره سر او کار لري. دوی پدې پوهیږي چې یوازې د پیچلو او ستونزمنو کارونو سره د دوی سر او کار ندی، دوی باید د هغو سمونونو یا بدلونونو په برخه کې چې د پروژې د عملي کیدو په ترڅ کې رامنځته کیږي د نورو سره په ګډه کار وکړي.
د هر ډول شرایطو او ستونزو لپاره ښه حلال اوسئ.
نرمښت:
د ساختماني چارو محیط ډیر چټک پرمخ روان او ځنې وخت د سخت فشار لاندې وي. وړ مدیر د بدلونونو، او ناخوالو لپاره پیش بین وي، او پدې پوهیږي چې غیر متوقعه او نه پیش بیني کیدونکې پیښې د پروژې د پلي کیدو پرمهال رامنځ ته کیږي، او دی باید ورته تیار وي. ده دا زده کړي چې څنګه په یو وخت څو فعالیتونه سره منظم او ښه مدیریت کړي، که څه هم چې په همدې مهال کې به دوی په یوه بله ځانکړې موضوع چې ډیره مهمه او جدی وي خپل تمرکز لري. مدیر د خپل کاري ټیم لپاره اطمنان او سکون راوړي، او د ښه مدیریت له برکته هم دوی او هم یې مشتریان د هغه څه نه چې لاسته یې راوړي ډیر خوښ وي.
تر سخت فشار لاندې کاري محیط ته ځان برابر او په هم مهاله توګه د څو ستونزو د حل لپاره ځان تیار کړئ.
پوهه:
د پروژې مدیر پدې معنی ندی چې مدیر شو نو علم یې هم بس دی. دی باید هڅه وکړي چې ځان نور هم پیاوړی او خپله پوهه لوړه کړي. هڅه وکړي چې لوړ تحصیلات وکړي، او خپل ځان د ورځنۍ تکنالوژۍ او امکاناتو څخه خبر وساتي چې له دې امله دی او د ده کاري ډله خپلې چارې ښې او منظمې او د پلان سره سمې پای ته رسولای شي.
که د مدیریت په څوکۍ ناست هم یی، خپله ورځنۍ مطالعه مه ځنډوئ.