کور / هراړخیز / پکتیا

پکتیا

لویه پکتیا ولایت د پکتیانو لرغونی تاريخی او جغرافیائی قدامت لری چی د
آریائیانو په جغرافیائی ويش کی یو ډ یر لرغونی تاریخی ولایت ګڼل شوی.
د دی لوی ولایت لرغونتوب باندی هرودوت د تاریخ پلار  دپکتیا ، پکتیکا
پکتويس، پکتيس او پکتين ترنامه اشاره کړی چی د افغانستان په سهيل ختيځ کی
موقعیت لری څرنگه چی تاریخی جغرافیائی حالات د پښتنو  ميشت سيمی په
تاریخی حوادثو کی گرفتار کړی او مهاجر تونه  له یو ځای او بل ځای نه صورت
نیولی نو پدی لحاظ د پښتنو سيمې په دې وروستيو کې په  دری څانگو ویشل شوی
1- شمالي پښتو نخوا ( د کابل نه ترپښاورپوری ) یعنی د ګندهارا  ولایت.
2- جنوبی پښتونخوا د زابلستان ( قندهار ) ، سيند او بلوچستانه پوری.
3- لویه پکتیا ، پکتیکا مرکزی پښتو نخوا ولایت دی چی د افغانستان جنوب
شرق لورته پروت دی چی هرودوت ورته داسې اشاره کړی ده:
 هرودت دمیلاد نه مخکی په څلورمه پیړی کی د دوی وطن او داستوگنی (ځای )
پکتیا « پکتیکا » دواړه یادکړي دي. او فارسي رسم الخط د غه نومونه د دوی
ځای واضح څرگندوی چی ترنن ورځی پوری له منځه ندی تللی اوپه داسی ځمکه
مشتمله ده چی د سلیمان  او سپین غر ونوشاخونه پکی غوړیدلی دي.
ددې قبيلې لومړني پاچا(پکتيا پاچا ) و چې د خپلې قبيلې په نامه ياد شوي دي
چی هرودوت یادکړی او دوهم پاچا ېی توره ویانا و » چی ډیرتوره وهونکی او
ښکلي ځوان وو او په ډیرو جگړوکی  ېې  شرکت کړی دی په خاصه توگه په
ارغنداب او  دپنجاب  د دریا بو په غاړو کی چی دلسو قبیلو یا پادشاهانو
تر نامه لاندې شهرت لری او د دی پورتنیو پاچا هانونومونه په ویدی
سرودونوکی شاعرانو بار بار ذکر کړي دي .
د لویې پکتیا مرکزی پښتو نخوا څلور خواوی: غرب لورته  ېې  جنوبی پښتو
نخوا ( قسماً د بلوچستان  ولایت او زابلستان ولایت (  قندهار  ) ترسينده
پوری.
– ختیځ شرق لورته ئی د سیند دریاب سهيل لورته ئی د عرب سمندرگی.
–  شمال لورته ئی شمالي پښتونخوا ( ګندهار ولايت ) د کابل نه ترپيښوره پوری.
ښارونه او کلی ئی دادی : گردیز ، خوست ،  ارگون ، ټل ، او واڼه ، د کرم
کلی ، غازی  خان دیره ، اسمعیل خان دیره ، شکار پور،  جکیب آباد ،
سیالکوټ ، گراد ، بنو ، دامان ، گالاچه ، جام پور ، کاشمون ، گنده کوت ،
غوث پور نورپور کراچی ، یعقوب آباد  او نور.
د کراچی بندر د لرغونی لویې پکتیا ولایت ځای د عرب سمندرگی  ساحل کی د
منځنی آسیا د بحيرې  مهمی دروازی څخه گڼل کیږی.
د سلیمان د لوی غره ښاخونه  د لويی پکتیا ولایت په زړه کی شمالاً جنوباً
غزیدلی چی د افغانستان د مشهور و غرونو له جملی څخه گڼل کيږی.
مهم دریا بونه ئی د کابل ، گومل او کرم دریابونه دی.
 لویه  پکتیا ډیر غرنی ولایت دی چې ډیرې سختی دری او لاری لری.
او تل ئی خپل مستقل محلی حکومت درلودلی چی سياسی حالت يې  په لاندنی ډول ذکر کیږی
– داسپه دکورنی په  ملوک الطوايفي زمانه کی یعنی د اومی پیړۍ مخکی د
میلاده کله چی فارسی ساسانی قبيلې د هخامنشيانو د کورنۍ  د کوروش په مشری
افغانستان  ېی ترخپل تسط لاندې  راوستی او زردشتی دین يی خپور کړی مگر دا
یرغل گرپدی ندی توانيدلي  چی لویه پکتیا ولایت مرکزي پښتونخواته  داخل شی
 ځکه چې د دوي له لښکرو سره شپږکاله ټول افغانان جنګيدلي دي چی لویه
پکتیا ولایت خپل آزاد مستقل محلي حکومت درلوده باوجود ددې  چی پنځه سوه
کاله ئی په افغانستان کی حضور لرلي  ا و پدی پنځه سوه کاله کی  مورخینو د
لویې پکتیا نوم ندي اخيستي او د تاریخ نه لرې  پاتی شوی.
– په کال 330 مخکی د ميلاده د سکندر کبیر یونانی لشکرې  دهرات او قندهار
تر امو دريابه پورې   فتوحات وکړل چې افغانانو ورسره په لويشت، لويشت کې
مقابله کړي ده  او په بيرته راتګ کې يي په لويه پکتيا ولايت باندې يرغل
راوړي اولويي پکتيا ورته سخته ضربه ورکړي ده  او پدې نده توانيدلي چې
لويه پکتيا تر خپل تسلط لاندي راولي نود سکندر لښکرې مجبور شوي چې د هند
ولورته خپل يرغل ته دوام ورکړي لويه پکتياخپل آزاد مستقل حکومت لرلي ده
– د يونان باختري دولت تسلط په ټول  افغانستان کې خپورشوي دى په دريمه
پيړې کې مخکې له ميلاده تر لومړي پيړې پوري چې د افغانستان ټول ولاياتونه
د باختري يوناني  تمدن څخه برخورداره شوي مګر لويي پکتيا مرکزي پښتونخوا
خپل آزاد محلي حکومت لرلي ده .
په همدی ټولو دورانوکی خپل محلي مستقل حکومت ئی در لود چی کوم مورخ  د
پکتیا لوی ولايت مرکزی پښتو نخوا په هکله کومه یادونه نده کړی باوجود ددې
چې دافغانستان ټول ولايتونه د يونان د باختري او بوداي تمدن نه برخمن شوي
وو مګر لويه پکتياخپل آزاد مستقل حکومت لرلي ده  نو ځکه  یو عملی
تحقیقاتوته ضرورت دی.
– د میلادی  لومړی پیړی نه تردریمی او څلورمی پیړی  پوری د  ( کوشانیانو
د دولتو لړۍ) او د څلور می میلادی  پیړۍ نه   وروسته  په کال 143 میلادی.
تر پنځه سوه دوه نوی 592 کاله پوری د (يفتليانویا هیاطله دولتونو )  په
دوران کې لویه پکتیا  مرکزی پښتو نخوا ولایت  خپل آزاد مستقل محلي حکومت
يي لرلي ده سره له دې چې  دافغانستان د دولتو په حدود کې شاملې وې په
ټولو پورتنيو دورانو کې يي آريايي ژبه له لاسه ورکړي او خپله پښتو مورنۍ
ژبه يي ژوندۍ کړې .
يوازې د اسلام د دين د خپريدو سره د لويي پکتيا مرکزي پښتونخوا حالت
تغيير خوړلي کله چې د اسلام مبين دين  ورو ورو د افغانستان په ټولو ولایا
توکی خپورشوی د سند نه ترغزني ولاياتو  پوری ترلویه پکتیا مرکز پښتو نخوا
پوری رسیدلی څنګه چې په دريمه هجري پيړې کې مسلمانان د ګرديز په ښارکې
اميران وو چې خپل محلي اسلامي حکومت يي لرلي  لکه چې ارواح ښاد لوي مورخ
او ليکوال ابوسعید عبدالحی بن ضحاک بن محمود گردیزی چې  په ٤٢٠هجری کال
کی ئی ژوند کاوه د یعقوب لیث صفاری په هکله  داسې وائی:
یعقوب لیث صفاری د غزني  ښارئی ونیو او بیا دگردیزامیر  (منصورافلح بن
محمد بن خاقان ګرديزي )  سره و جنګيدل او بيايي لس زره درهمه باج د امير
منصور څخه واخيست  او منصور محلي آزاد حکومت ته دوام ورکړ او يعقوب ليث د
مزار فتح ته لاړ  چې په کال ٢٥٩ کې ېې بلخ  ونيو عبدالحی گردیزی سربیره د
منصور بن  افلح نه دابو سهيل او ابو مرسل گردیزی نوم هم اخلی چی د ابو
منصور زامن وو او دوی چی په مرکز گردیز کی امیران وو د سلطان محمود غزنوی
 د درباریانو له جملی څخه ډیر مخور کسان وو.
کله چی د سلطان محمود  دمرگ  نه وروسته مسعود ئی په ځاي کشيناست پدی وخت
کی امير سهيل دبغداد د خليفه   القادر بالله  نه اعتبارنامه لاسته راوړه
مسعود ته ئی ورکړه ځکه سهيل گردیزی مسعود ونا زاوه (  زین الاخبار صفحه
76 ) داهم ثبوت دی چی لویه پکتیا  مرکزي پښتو نخوا په  اسلامی  دوره کی
خپل مسلمان محلي حکومت ئی ترډير وخته پورې در لودلی.
څنگه چی مخکی د اسلام مبین دین  نه په غزنی او گردیز کی د لویکانو کورنی
پاچاهی در لودلی او کابل شاهان په کابل کی پادشاهی گانې لرلی او دا د
گردیز لویه پکتیا مرکزی پښتو نخوا امیران  وو  لویکانو ته د تاریخ په
وینا دغلجیانو ښاخ ویل شوی او لویه پکتیا ولایت په خاصه توگه د گردیز
دښار ټول شاوخوا د غلجیانو د قوم څخه دی  لوی لویک د زابلیانو او
کوشانیانو سره نیکه  رویه او دوستی هم در لودلی .
– د غزنویانو په زمان کی د اسلام مبین دین په لویه پکتیا او مرکزی پښتو
نخوا کی په ډیره چټکتياسره ېې پراختیاموندلې او په ډیره حیرانتیا سره ئی
خپل استعدادونه په کاراچولی   او د دی مرکزی پشتو نخوا خلک د خپل
جنرالانو لخوا د  جهاد په لاره جهاد ته سوق  شوی چی مجاهد رهبران ئی
دادی.
ملک خالو ، ملک عامو ، ملک داود ، ملک يحی ، ملک محمود ، ملک عارف ، ملک
غازی ، ملک  شاهو ، ملک احمد  او نور چی د خور شید جهان تاریخ  د دی
قومندانانو د کارنامی څخه د سلطان محمود په دوران کی ورنه يادونه کړې.
د لویې پکتیا  سرداران د ډهلي  دروازه يی د غوریانو ، سوریانو په دوران
کی خلاصه  کړی.
د خوارزم شاهانو په هجوم کی او ورپسی د مغلو هجوم چی واحد ملت افغانستان
ئی 600 کاله د پښو نه غورځولی مگر لویه پکتیا مرکزی پښتو نخوا ولایت د
خپل توری تر سیوری لاندی  مطلق العنان ژوند  تیرکړی دی چې  خپل محلی
مستقل حکومت ئی درلودلی دی. دو حشی مغلو د يرغلګرو په مقابل کی ېې خپله
قهرمانی ورښودلی چی د سکندر یونانی لښکرو ته يي گذرا ونه  ورکړی چی 17
کاله مخکی ئی تحمل کړی وو.
دغوریانو په دوران کی د لویې پکتیا  مرکزی پښتو نخوانه دهند  د فتحی د
پاره د لویې پکتیا نه مرستی ترلاسه کړی. هوتکيان د اصفهان ( ايران )  د
فتحې  لپاره له مرکزي پښتونخوا څخه مرستې غوښتل شوي .
او د صفویانو په دوران کی هم خپل استقلالیت او محلی حکومت در لودلی.
د لویې پکتیا مرکزی پښتو نخوا توریالیان د لوی قهرمان احمد شاه بابا
تررکاب  لاندې د هند د دریا بونه تيرشوی د مغلو ماڼۍ  ړنگې کړی او مغلی
دولت ته ئی سقوط ورکړی پدی ټولو دورانوکی د لویې پکتیا مرکزی پښتو نخوا
ملی ژبه هم هغه  پښتو ژبه وه یوازی د اسلام  په دوران کی رسمي  دری
کوهستانی ژبه په رسمیت پیژندل شوی چی ورته در باری ژبه هم ویل کیږی د
عربی دالفبا د منځ ته راتلو سره پښتو ژبې او دری  در باری کوهستانی ژبې
هم پراختیاموندلی څنگه چی تاریخ وائی د دری ژبې د سلطان محمود غزنوي او
پښتو ژبی  ته دسوریانو په زمانه کی پر اختیاورکړل  شوی چی په هند او
افغانستان کې ئی حکومتونه در لودلې .د غزنویانو په دوران کی دگردیز
ښارغزنی او هند په منځ کی د یو پله حثیت يی درلودلی.
څنګه چې د ګرديز ښاريانو د غزنويانو  د دولتونو دسلسلې سره د ډير نږدي نه
په تماس کې وو او ژبه يي هم د دري کوهستاني تر اغيزې لاندي راغلې .
له بله پلوه څنګه چې غزني او ګرديز يود بل سره له نږدي څخه اړيکې لرلې
غزني هم د غزنويانو په دوران کې دعلم او فرهنګ زانګو وه پدې اساس د لوېې
پکتيا مرکز ګرديز د غزني د علم او فرهنګ څخه محروم نه وو پاتې چې ثبوت يي
د لوي ليکوال او مورخ ارواښاد ابوسعید عبدالحی بن ضحاک بن محمود گردیزی
موجوديت دى .
دلویې پکتیا مرکزی پښتو نخوا پاک عناصر د افغانستان آریائی قوم د یو
مستقل تاریخی سیاسی تاریخ لیکنوته ضرورت لری  ترڅو د دی قوم د عاداتو، ښو
اخلاقو او ښه انسانی خصوصیاتو ، رسومونو  رواجونو ، جرگو ، جنگ ، صلحی ،
شعر او موزیک او نورو  اجتماعی او سیاسی معلوماتو نه تر لاسه شی.
مگر افسوس چی وروسته د اتلسمی 18 پیړی نه لویه مرکزی پښتونخوا ولایت
دبريتانې د پالیسی په اساس له  سیاسی  پلوه  په ډیره  حیرانتیاسره ټوټه
ټوټه او متلاشی شوی چی  په کال 1893 کی چمن د جنوبی پښتو نخوانه، سوات او
با جوړ د شمالی پښتونخوانه ، چترال  نیمه بلوچستان وزیرستان او داور چاکی
سیمی دلویې پکتیا ولایت مرکزی پښتو نخوانه جلاشوی چې يوازې غربي پښتونخوا
لکه پکتيا پکتيکا خوست ولايتونه راپاتې شوي دي او نورد بريتانوي  هند
لاسته ورغلي ، چی دا د لاس نه تللي پښتانه د هيڅ يوه بل دولت لکه پنجابي
او يا بل غير تسلط لاندې تصور کولاي نشو دغه منطقه چې دلويي پکتيا زړه
تشکيلوي بهترین معنوی ممثل د پښتنو گڼل  کیږي اوتر نن ورځی پوری د  آزادو
سرحداتو په نامه  ياديږې چې خپل څلور نيم زره کلن هويت يي ساتلي دي .
ددې سيمې مهمې برخې هغه سيمې دي چې د کابل او ګومل دريابو په منځ کې پرتې
 دي چی په خپل شمالی سيموکی  افریدي لوی قبایل اورکزائی او جنوب کی قدرت
لرونکی وزیر او مسعود قبیلې ده چی د شمال او جنوب  فاصله ئی د کرم وادی
گڼل کیږی.
څنګه چې مخکې تير شويو دولتونو کوشش کړي ترڅو لويه پکتيا د علم او معرفت
نه لري وساتي مګر الحمدالله په اوسنې وخت کې لويه پکتيا ولايت دعلم او
معرفت سره مينه او علاقه پيداکړي ده او پدې باندې پوه شو ي چې بي له علم
او پوهي نه انسان نشي کولاي چې د خپلي پاکې عقيدي له مزاياو څخه خبر شي
تر څو د علم او پوهي په واسطه علاوه له دينه دخپل راتلونکي ژوندانه کې د
تمدن او ترقي څښتنان شي او پخپل هيواد کې له مادي او معنوي  نعمتونو
برخورداره وي د يادونې وړده چې  پکتيا په پورتنيو ټولو دورانونو کې خپل
ملي حيثيت او هويت او پښتونوالي ساتلي او د افغانستان خير يي غوښتي ده خو
باوجودددي چې دولتي پروژې له پيړيو راپديخوا جوړي شو ي ندي او د بلې خوا
له فصلي ځمکونه هم محروم دي نو د نننی دولت نه داهيله کيږي چې په اوله
درجه د هغو سيمو او منطقو غم وخوړل شي چې په پيړيو پيړيو کې له دولتي
مادي او معنوي حقونو څخه محروم پاتې شوي  په خاصه توګه دپکتيا لوي ولايت
او  کنړونو  ته پام لرنه وشي دا ځکه چې زموږ بشري قوت په غرنيو او سرحدي
سيمو کې ده او ددوي اولادو ته په کابل کې ځانکړي پوهنتون د سرحدي پوهنتون
ترنامه لاندې جوړشي
په درناوي