کور / هراړخیز / سینټ کام (پښتو انټرنیټي عملیات ) پيل کړي

سینټ کام (پښتو انټرنیټي عملیات ) پيل کړي

United States Central Command – CENTCOM


سینټکام دامریکایي پوځ دشپږ ګونو پوځي عمومي قومندانیو له جملې یوه ده ، چې دامریکا دفلوریدا ایالت په ټمپا کې مرکز لري ، سینتکام چې په ۱۹۸۳ کال کې تاسیس شو ، دفعالیت ساحه یې منځنی ختیځ ، مرکزي او جنوبي اسیا دغه راز دختیځې افریقا هیوادونه بلل کیږي ، سره له دې چې سینټکام یوه پوځي اداره ده چې تراوسه یې دخپل مسؤلیت په ساحه کې دامریکایي ګټو لپاره دری سترجنګونه ( دخلیج جنګ ، په افغانستان برید ، دعراق جنګ ) سرته رسولي ، خو دغه اداره دخپلو پوځي او ستراتیژیکو اهدافو دبشپړاوي او ساتنې لپاره په پراخه پیمانه غیرپوځي ، استخباراتي او تبلیغاتي فعالیتونه هم لري ، چې په بیلابیلو بڼو دوام ورکوي .


دپوځي قومندانۍ سوړ جنګ


دسینټکام له غیرپوځی فعالیتونو څخه یوهم تبلیغاتي فعالیت دی ، چې دادارې له مهمو فعالیتونو څخه شمیرل کیږي ، په نورو تبلیغاتي او مطبوعاتي کړنو سربیره په دې وروستیو کې سینټکام په منظم ډول هڅه پیل کړې ، ترڅو دخپل مسؤلیت دساحې په رسنیو کې نفوذ وکړي ، ترڅو په دې توګه په سیمه کې مطبوعات او تبلیغات ترکنترول لاندې وساتي .


په دې اړه دشواهدو په ځای دسینټکام دبرحاله عمومي قومندان جنرال این میټس هغه څرګندونې کافي دي چې دروان ۲۰۱۱ کال دمارچ په لومړی یې دامریکا دسنا مجلس غړو ته وکړې ، نوموړي دخپلې بیانیې په ترڅ کې چې دسینټکام فارسي سایټ یې ژباړه نشر کړې ، دخپلو پوځی فعالیتونوڅخه دیادونې ترڅنګ ویلي دي ( دشمنان ما از هر اهرم موجود محیط اطلاعاتی استفاده می کنند تا ایدئولوژی خود را اشاعه داده و تقویت کنند- و سنتکام با همکاری شرکای میانجی متعهد می شود تلاش های مخالفانمان را خنثی کند. دشمنان ما در فضای سایبری (و زیرساخت های هم بسته و وابسته آن) فعالیت می کنند تا پشتیبانی لازم را برای عملیات علیه ایالات متحده، هم پیمانان و منافعش برنامه ریزی کنند، هماهنگ نمایند، استخدام کنند، آموزش دهند، مدیریت کنند و کسب نمایند. آشکار است که در عصر اطلاعات، نیروهای نظامی ما بایستی این حوزه نوین از جنگ افزار را پوشش دهند. ما خواستار حمایت کنگره جهت تخصیص بودجه به برنامه هایمان می باشیم، برنامه هایی که جهت تخریب دشمن در حوزه اطلاعات تلاش می کنند، چراکه نیازمند بودجه برای انهدام افراط گراهای خشن در حوزه فیزیکی می باشیم)


په دې سربیره دسینټکام ادارې یوه بل مسئول ویلیم سپیکس هم څه موده وړاندې له امریکایي ورځپاڼې ( ټمپا تربیون ) سره په خبرو کې له یاد حقیقت څخه پرده پورته کړې وه ، نوموړي منلي وه چې په سینټکام کې د( ډیجیټلي مبارزې ټیم ) په نامه اوس یو ځانګړی ټیم په کار ګمارل شوی ، ترڅو په خاص ډول دانټرنیټ په برخه کې تبلیغاتي فعالیت وکړي ، سپیکس ویلي دي ، چې دې ادارې د ۲۰۰۹ کال له لومړیو څخه خپل فعالیت پیل کړی دی ، چې د عربي ، فارسي ، اردو او دسیمې دنورو ژبو په برخه کې یې ډیر کار کړی ، دغه راز یې اوس تازه تازه په پښتو او روسي ژبو هم فعالیت شروع کړی .


سپیکس زیاته کړې ده ، چې موږ په پراخه پیمانه تلاش کوو چې دسیمیزو ژبو په ازادو رسنیو کې نفوذ وکړو ، دده په وینا د ډیجیټلي مبارز ې په ټیم کې ټول هغه کسان راغونډ شوي ، چې په عربي ، فارسي ، اردو او پښتو باندې لیکنې کولای شي ، دوی ته دسینټکام لخوا اجوره او امکانات برابریږي ، ترڅو په رسنیو کې دسینټکام له ستراتیژۍ سره سم فعالیت کوي ، دوی به دهغو تبلیغاتو مخنیوی ، سپیناوی ، او مقابله کوي چې دامریکا او دامریکا دمتحدینو په ضد وي ، سپیکس ویلي چې دوی دخپلو سیمیزو اجیرانو په واسطه معتبر لیکوالان او هغه رسنۍ چې دکتونکو شمیر یې ډیر وي لومړی مشخص کوي او بیا یې په وړاندې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي ، دنوموړي په وینا دوی هڅه کوي چې دټویټر او فیسبوک غوندې اجتماعي شبکې ، دازاد بحث منتدیات او ویبلاګونه هم دخپل فعالیت په انټرنیټي سیمه کې داخل کړي .


پښتو پاڼې او سینټکامي لیکوالان


همدا اوس اوس دګاونډیو ژبو غوندې پښتو ویب پاڼو ته هم دسینټکام ځیره خورو لیکوالو مخه کړې ده ، چې ځینې بیلګې په رو ښانه توګه لیدل شوي او دنورو څيرې هم کرار کرار رابربنډیږي .


څه موده وړاندې دپښتو دمشهورې ویب پاڼې ټول افغان په بحث فورمونو کې د ( نورزي جهاني ) په نوم یوڅوک راښکاره شو، نوموړي په ښکاره په خپل لاسلیک کې لیکل چې دسینټکام استازی دی ، او غواړي خپل تبلیغات خپاره کړي ، نوموړي دطالبانو په وړاندې ډیر خشن تبلیغات او لیکنې خپرولې او په بحث فورم کې موجود دطالبانو ایډیالوژیکي پلویان یې په بدو نومونه یادول ، دسینټکام دغه استازی وروسته دټول افغان دچلوونکو لخوا له فورم څخه وشړل شواو اکاونټ یې ړنګ کړای شو .


دغه راز په دې وروستیوکې په یوه بله هڅه کې سینټکامي لیکوالو هڅه پیل کړې ، ترڅو دافغانستان یو وتلی لیکوال نثار احمد صمد چې دامریکا په ضد مستندې لیکني کوي ، ترتبلیغاتي ګوزارونو لاندې راولي او ژورنالیستک فعالیت یې اغیزمن کاندي ، په وتلي او ټول خوښي لیکوال نثار صمد صیب باندې دا ډول مطبوعاتي برید یوځل وړاندې هم شوی وه ، خو دا ځل دنوموړي د څپ وهلو منظمه هڅه روانه ده ، دمعصوم افغان ، جلالي پرواني او ځینو نورو مستعارو نومونو داځل دسينټ کام اجیرانو دټول افغان ویب پاڼې له ازادۍ غلطه استفاده پیل کړې ، او خپل فعالیت ته یې زور ورکړی ، نثار صیب چې یو بې پلوه لیکوال مسلکي ژورنالیست او دمستندې لیکوالۍ له امله یې نړیوالې جایزې اخیستي دي ، دسینټکام په وړاندې ښایي ترټولو مهم هدف وي نو ځکه یې په وړاندې مطبوعاتي برید پيل شوی دی .


اجتماعي شبکې ، لیکوالي او جاسوسي


د روان میلادي کال په لومړیو کې دلندن چاپ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی وه ، چې دامریکادپوځ مرکزي قومندانۍ ( سینټ کام ) دخپلوانټرنیټي تبلیغاتي فعالیتونو دپراخولو لپاره په یوه نوي پروګرام دوه میلیونه اویازه زره ډالره سرمایه ګذاري کړې ، دراپور له مخې سینټکام له یوې انټرنیټي کمپنۍ (Ntrepid ) څخه داسې پروګرام رانیولی چې له مخې یې دسینټکام انټرنیټي فعالین کولای شي ، په اجتماعي شبکو کې خپل فعالیت ترپخوا څو چنده زیات کړي ، ددې پروګرام له مخې دسینټکام یو انټرنیټي فعال کولای شي ، پرته له دې چې ای پي او رښتینی ماهیت یې کشف شي ، ترپنځوس ډیر انټرنیتي هویتونه وپالي ، سینټکام ددې پروګرام په واسطه غواړي په اجتماعي شبکو او انټرنیټي بحث خونو کې په لږو امکاناتو ډیر نفوذ خپل کړي ، دغه راز د جعلي شخصیتونو په واسطه انټرنیټي بحثنونه ، احصایې ، ټولپوښتنې په خپله ګټه واړوي .


دانټرنیټي جعلي شخصیتونو څخه سینټکام دخپلې جاسوسۍ په برخه کې هم کار اخلي ددې ادارې جعلی شخصیتونه په اجتماعي شبکو کې له هرچا سره مخامخ کیږي ، تعارف پیدا کوي ، شخصي احوال پوښتي او په دې توګه دخپلو رقیبانو او مطلوبو اشخاصو په اړه معلومات راغونډوي .


همدا اوس که فیسبوک او ټویټر ته سر ورښکاره کړو ، ډیر کم به معلوم الهویته کسان په کې ومومو ، برعکس هغه چې لږترلږه دپښتو او فارسي په برخو کې ددې شبکو لویه فیصدي جوړوي زیاتره مجهول الهویته خلک دي ، چې زیاتره غلط تبلیغات او داسې څه خپروي چې زموږ کلتور او فرهنګ یې نه مني ، د ( ګروه ضد فکر طالباني ) انټرنیټي ډله دغه راز ځینې نورې ډلې چې دافغانانو ترمنځ نفاق او د جهاد او مقاومت بدنامۍ ته یې ملاتړلې د سینټکام دفیسبوکي ډلو ژوندي مثالونه دي .


نتیجه


لکه څنګه زموږ ستر لارښود حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې مؤمن به هوښیار او ځیرک وي ، دغه راز یې ویلي چې مؤمن به له یوه غاره دوه ځله نه چیچل کیږي ، زموږ لوستونکي او لیکونکي باید له انټرنیټ څخه داستفاده په مهال ددښمن لومو او دامونو ته متوجه واوسي ، زمونږ دښمن ډير زرنګ دی او په بیلابیلو جامو او رنګونو کې ځان نغښتلی شي ترڅو مو تیر باسي ، ددې لپاره چې دیوې مفیدې پدیدې په توګه مو انټرنیټ په ښه استعمال کړی وي ، باید له خطراتو یې هم ځان خبر کړو ، نوځکه باید په انټرنیټ کې دهرچا په غوړو شعارونو ، او ځل بلي څيرو او خبرو تېر نه وزو ، دلته هم دنفس الامري نړۍ غوندې دښمن ډیرې لومې ویړې کړې دي ، چې دخدای په فضل او خدای راکړي عقل په واسطه به ترې ځان ساتو .


پای