کور / سياسي / دسیکي بل اړخ

دسیکي بل اړخ

دسیکي بل اړخ  ، دحامد میر شننه



(دافغانستان شوکت عزیز) تر عنوان لاندی د پاکستان یو مشهور لیکوال «حامد میر» د«جیو» دتلویزون دسیاسي شننونکې «سلیم ساپی » سره د افغان ولسمشر حامدکرزي په مرکه باندي یوه اوږده خندونکي ، تحقیرونکي او افغانانو ته یوه سپکونکي تبصره لیکلي ده دغه تبصره همدا نن د جنګ په اخبار کی په لاندي ادرس خپره شوی ده :


http://www.jang.com.pk/jang/oct2011-daily/24-10-2011/col4.htm


 موږ یی دلته کټ مټ د تبصرې پرته را اخلو:


نوموړي لیکي چی : (ډیرپاکستانیان دخندا نه اوښتل را اوښتل ، کله یی چی د افغانستان دولسمشر جناب حامد کرزي له خولي اوریدل چی که چیري امریکا یا هند په پاکستان باندې حمله وکړي نودهغه هیواد به دپاکستان تر څنګ و دریږي . خلکو دحامد کرزي په خبرو په دې خاطر خندا کوله چی دحامد کرزي په هیواد باندی خو امریکایانو ولکه کړې ده او که چیرې کله هم امریکا په پاکستان باندی یرغل کوي نوهغه به دافغانستان دخاورې څخه کوي ، حامد کرزي خو په کابل کی دخپل محل څخه هم نه شي را وتلې نو په پاکستان به د امریکي دحملي په وخت کي هغه زمونږ سره څه کومک وکړي ؟تر هغو چی د هند پورې اړونده ده نو حامد کرزي خو په دغو لنډو ورځو کې دافغان ملي اردود د ځواکونو د روزلو په خاطر هلته په نوي دهلي کې دهند سره یوه تړون لاسلیک کړې ، نو دهغه هیواد فوځ چی د هنداونو په لاسو روزل کیږي ، هغه هیواد به بیا د هندوانو په خلاف دپاکستان سره ولې مرسته کوي ؟


د حامد کرزي څخه غواړو چی سل ځله دې د بهارت سره تړونونه لاسلیک کړي خو پاکستان دي په دې نه غولوي چی که چیرې بهارت پرې حمله وکړي نو دوې به دپاکستان تر څنګ و دریږي . پاکستانیان په دې ډیر ښه پوهیږي چی ستاسي اصلي مسئله دکومه ځایه ده ؟ ستاسو اصلي خبره داده چی تاسو غواړئ په هر قیمت چی شوني وي په واکمنۍ کی پاته شئ. اوپه واکمنۍ کی دپاته کیدو له پاره تاسي دې ته اړیاست چی تاسي دپاکستان ددښمنانو په لاسو کی ولوبیږئ. ماته یاد دي چی په ۲۰۰۲ زکال ، هغه وخت چی حامد کرزي د پاکستاني خبرنګارانو یوه ګروپ سره هلته په خپله ماڼۍ کي خبرې کولې نو ویی ویل چی که په افغانستان کی جمهوریت راشي نو ټولې ستونزې به حل کړل شي . په ۲۰۰۳ کال هغه له ماسره په یوې مرکې کې وویل چی : که پاکستان په قبایلي سیمو کی نظامي عملیات پیل کړي نو په افغانستان کې به امن و امان راشي . په ۲۰۰۴ کال یی وویل چې په راتلونکو دوو کالو کې به هرڅه سهي شي ،خو په همدې دوو کالو کې ماته د پکتیا اوخوست یو شمیر دوستانو وویل چی کرزي په پټه خوله هندوانو ته په شرقي افغانستان کي پټ تمځایونه ورکړي دي اودهمدې سیمو څخه د پاکستان د فوځ پر خلاف د یوه ستر چریکي جنګ له پاره تیارې نیول کیږي .


په افغانستان کي جمهوریت هم راغې اوپاکستاني فوځ په قبایلي سیموکی نظامي عملیات هم پیل کړل خو حالات په سهي لورې د تللو په ځاې نور هم خراب شول .ددی علت دا وو چی کرزي صیب زمونږ سره «ډبل ګیم » لوباوو.


په هغو وختو کی چی روسانو په افغانستان باندی ولکه کړې وه په همغو سختو وختو کي کرزي دبهارت د شملي په پوهنتون کي ښوونه تر لاسه کوله . کله چې بیرته راستون شونو لږه موده وروسته د برهان الدین رباني په انتقالي حکومت کی د بهرنیو چارو وزیر و ټاکل شو .ځکه چې پلاریی د (ISI) د یوه افسر کرنل شجاع خانزاده سره ډیر نژدې اړیکي درلودل . کرنل شجاع خانزاده هلته په کويټه کې د کرزي پلار ته میاشتني تنخواه هم ورکوله . خو کله چی په افغانستان کی د طالبانو رژیم جوړ کړل شو نوپه لمړیو کي امریکا هم د طالبانو ملاتړ کاوه په دې اساس کرزي هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د معاون په څیر خپله دنده تر سره کوله . خو کله چی د امریکا اوطالبانو معاملات سره ګډوډ شول نو کرزي هم طالبانو ته په مخه ښه وویل .


د۲۰۰۱ کال د سپتمبر دپيښو نه وروسته ، هغه وخت چی امریکا په افغانستان باندې حمله وکړه نو (ISI) او (CIA) دواړو په ګډه حامد کرزي د کویټي له لارې افغانستان ته ور ننویست. (ISI) او(CIA) وعده کړې وه چې حامد کرزي به د پاکستان د ګټو دخوندي ساتلوله پاره ژمن وي . او ماته نن هم دا په یاد دي چی جنرل پرویز مشرف مونږ ته په همغه وخت کي ویلي وو چی دامریکا ولسمشر جارج ډبلیو بوش ورسره ژمنه کړې ده چی په کابل به دشمال ټلواله واکمنۍته نه پریږدی ، بلکه امریکا به پخپله په کابل واکمني کوي ،په دې اساس به دپاکستان ګټو ته هیڅ ډول زیان و نه ورسیږي .خو امریکایانو د خپلې ژمنې پرخلاف شمال ټلواله یو ځل بیا په کابل واکمنه کړه ،حال داچې دې ډلې د بهارت سره ډیر نژدې اړیکي درلودل. دا د پاکستان سره لمړنۍ دوکه او فریب وو.خو کله چی دپاکستان په سفارت باندې بیا بیا حملې وکړل شوي نوپاکستان دا احساس کړه چې کرزي ورسره ډیره ستره دوکه کړې ده . په هر صورت دا یو تاریخې حقیقت دې چی پاکستان د عبدالحق په مقابله کې کرزي ته ترجیح ورکړې وه او دا د پاکستان ډیره ستره تیروتنه وه .


برتانوي لیکوال « لوسي مارګن ایډورډ » په خپل کتاب « دي افغان سلوشن » کی لیکي چی عبدالحق دکرزي څخه ډیر ځواکمن وو . خوهغه د شمال د ټلوالې او امریکایانو په لاسو کي د لوبیدو څخه ځان ساته . دامریکا (CIA) عبدالحق دپیښور له لورې ننګرهارته د ورننوتلو څخه منه کاوه خو عبدالحق ته په خپلو قبایلو باندي پوره باور ور په برخه وو .دهغه نژدې ملګری وایی چی امریکایانو ورته فریب ورکړ ، هغه د طالبانو په لاسو کی پریوت او هغوي هم وواژه . امریکایانو غوښتل کرزي ته واکمني ورکړي، کرزي خو واکمن شو اما د شمال د ټلوالي په لاسو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې کلابند وګرزید.


دشمال په ټلوالې باندی د تاجکو، ازبکو ، او هزاره ګانو مشرانو واکمنی درلوده . لوسی مارګن ایډورډ دخپل همدې کتاب لسم فصل په یوې تاجکي محاوري باندي پیلوي . ددي محاوري په اساس 🙁 په مار باندی باور وکړئ خو په یوې فاحشي ښځي باندی باور مه کوئ ، په یوې فاحشي ښځي باندی باور وکړئ خو هیڅکله په کوم پښتون باندی باور مه کوئ ..) دلته پخپله دغه لیکنه کې ددې محاورې د رانقلولو څخه مې موخې دادي چې هغه تاریخي غلطې انګیرنې مخته راوړل شي چې دافغان پښتنواوتاجکو په آندونو کې دپاکستان د جوړښت نه مخته موجودې وې. خو بدبختي داده چی حامد کرزي د افغانستان هره ستونزه په پاکستان را باروي ، ایا هغه ته دا ډاګیزه نه وه چی برهان الدین رباني تاجک دې ،دامریکایانو ترڅنګ ولاړ دې ، په دې اساس هغه ته دپښتنو طالبانو سره دخبرو کولو واک ورکول هسې د وخت ضیاع ده ؟ حامد کرزي له یوه اړخه رباني ته دامن دخبرو کولو مسؤلیت ور وسپاره خو دبله اړخه یی د افغان خپرنیزو ادارو له اړخه داسې ډرامي خپرول پیل کړل چی په هغې کی یی یوشمیر طالبان په داسې حال کې ډاګیزه کول چی وسلي یی په زمکه ایښودې او ویل یی چی دحکومت خواخوږي دي . دا خو ړندو هم کتل چی کرزي له یوه اړخه ملا عمرته ورور وایی او د بله اړخه د امن دخبرو تر نامه لاندی هغه ته دوکه اوفریب ورکوي ، دا به غلطه نه وی چي ووایو چې د برهان الدین رباني د وژلو وسایل په خپله کرزي راپیدا کړي دي ، ځکه چی دمذاکراتو تر نامه لاندی دهغه ددغه ډول غولونو څخه ټول خلک خبر وو. په دې کې شک نه شته چې کرزی به د افغانستان ولسمشر وي خو هیڅکله هم د ټولو افغانانو نمایندګي نه شی کولې ، دا سهي ده چی کابل د افغانستان پایتخت دې خو هغه څه چې په کابل کی دپاکستان په خلاف ویل کیږي په ننګرهار او قندهار کی هومره نه ویل کیږی . دپاکستان د نفوسو شمیره ۱۸ کروړه اودافغانستان د نفوسو شمیره درې کروړه ده . په افغانستان کې ددرې کروړه نفوس څخه نیمایی (یونیم کروړ )یی اوس هم دپاکستان دوستان دي .


حامد کرزي نه دپاکستان دوست دې او نه امریکا دهغه په مقابل کی د عبدالله ملاتړ کوي. خو یو ځل بیا اصف زرداري او (ISI) په پاکستان کی د افغان مهاجرینو په وټونو باندی حامدکرزي بریالي کړ، خواوس هم که هغه خپل دغه دوه ګونې لوبه بنده نه کړی نو مونږ ته ددي څخه څه سبق تر لاسه کول په کار دي . په راتلونکې کې په کرزي باندی باور مه کوئ، د کرزي سیاسي بقا په افغانستان کي دکورنیو جنګړو په دوام پورې اړونده ده . هغه ورځ چی کورنۍ جګړې پاې ته ورسیږي او امریکایان د افغانستان څخه بیرون شي نوبیا به دکرزي اصلي تمځايی یا بهارت اویا دوبۍ وي،نوموړې د افغانستان شوکت عزیز دې چی دبل کوم هیواد څخه راوړل شوې او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ناست د نورو په اشارو ناڅي. کله یی چی دا نڅا پاې ته ورسیږي نوخپل بریف کیس به اخلي اوبیرته به درومي . توپیر یی دادې چی شوکت عزیز د امریکا څخه راغې اوبیرته په انګلستان کی میشت شو خوحامدکرزی د پاکستان څخه تللې وو خوبیرته ستنیدل به یی بهارت ته وی.(پاې)