کور / هراړخیز / هغه کس سره مرکه چې قذافي یې په خپلو لاسو وژلی دی

هغه کس سره مرکه چې قذافي یې په خپلو لاسو وژلی دی

حمید با با څه ښه ویلي دي


څه زمري کړل زمانې د تماشو  —  ننوزي یې په  غار ګیدړ پیشو


رښتیا هم زمانې ډیر زمري خوار کړل له فرعون نه نیولې شداد،نمرود،دارا  سکندر، چنګیز  او داسې نور ټول وینو چې نن ورځ یې صرف نومونه د کاغذ په مخ او د خلکو په خولې پاتې دي  هوښیاران وایی میړونه مري خو نومونه یې پاتیږي  یو ددغو میړو نه معمر قذافي هم وو خو چې مړ شي پړ شي د نوموړي په هکله ډیرې لیکنې شوي او ډیر کتابونه ور باندې لیکل شوي دي او هر څوک یې پیژني ۴۲ کاله یې په  لیبیا واکمني وکړد منځني ختیز بدمعاش چې ریګن به ورته د لیوني سپی خطاب کاوو او تل به د عرب لیګ په غونډو کې په مخالف سمت کې ولاړ وو حتی چې یو ځل یې د عرب لیګ په غونډه کې د سعودي پاچا ملک عبد الله سره لفظي شخړه هم وکړه وای هوښیاره مرغۍ نه نښلي خو چې نښلي نو به  غبرګو لومو کې نښلي  نوموړی هم په داسې یوه لومه کې ونښت چې اخر دده په مرګ تمامه شوه غواړم دهغه سرتیري مرکه چې معمر قذافي یې وژلی تاسو سره شریکه کړم .



سند الصادق العربي هغه ځوان دی چې معمر قدافي یې وژلی د هغه لباس او د سرو زرو ګوتې یې د سند په شکل په اختیا رکې لري دا ثابتوي چې نوموړي معمر قذافي وژلی دی


قذافي د لیبیا عزت او ابرو تباه کړې وه


۱ پوښتنه :که خپل ځان را ته مارفي کړﺉ


ځواب :


سند الصادق العربي مې نوم دی  په کال ۱۹۸۹ م کال د بنغازي ښار په (الماجور) سیمه کې زیږیدلی یم او همدلته اوسیږم تر دریم ټولګي پورې مې ذدکړې کړي دي  د خپل پلار د بوډاتوب (زوړوالي )په اساس مې ونشوای کړای چې نور تعلیم وکړم مجبور شوم ښوونځی پریږدم او کاروکړم


۲ پوښتنه : تر څه وخت راهیسې د لیبیا د خلکو د انقلابي خوځښت سره یو ځای شوي یاست او وجه یې څه وه ؟


ځواب:


په بنغازي کې اوسیږم او تاسو ته بهتره مالومه ده چې خوځښت هم د بنغازي د ښار څخه شروع شو په همدې وجه هغه نفرت او کرکه چې ما د قذافي او د هغه د کورنۍ سره درلوده په همغه اولو ورځو کې مې د یو انقلابي ځوان په حیث وسله راواخیسته


۳ پوښتنه :د قذافي او د هغه د کورنۍ سره دې نفرت او کرکې وجه څه وه ؟


ځواب:


ته باید یو لیبیایی واوسې چې ددې نفرت وجه درته مالومه شي ۴۲ کاله کیږي چې دوی په موږ حکومت کاو ډیر سخت دیني او سیاسي فشارونه یې په موږ خلکو باندې وارد کړ ي وو ددو ی په دور کې لبیایان د نړۍ د خندا وړ ګرځیدلي وو هغه یو لیونی دیکتاتور وو چې په دې ۴۲ کالو کې یې په زرګونو خپل خلک وژلي وو  سیف لالسلام قذافي په یوه شپه یو امریکایی سندر غاړې ته ۵ میلونه ډالر ورکړي وو


۴ پوښتنه :ښه دا خو د قذافي نه د کرکې دلیل وو تاسووایی چې د کورنۍ نه یې همکرکه لري  ولې؟


ځواب:


کورنۍ او بچي یې له قذافی هم بد تر وو دوی هغه څوک واژه چې خوښ به یې نه وو په میلونونو ډالر یې په خپلو عیاشیو لګول سیف الاسلام یوه شپه د سندرو په یو محفل کې چې د سویس په جزیره کې وو یوې امریکایی سندر غاړې ته په یوه شپه ۵ میلونه ډالر ورکړي وو ایا د کینې او نفرت وړ خلک نه  دي ؟


۵ پوښتنه : لیبیایان تاسو ته د یو اتل په سترګه ګوري ولې؟


ځواب


:ځکه چې ما قدافي وواژه


۶ پوښتنه :کولای شې ټوله کیسه را ته وکړﺉ؟


ولې نه دسیرت ښار سقوط کړی وو موږ بیرته بنغازي ته روان وو په لاره کې یو څو دوستان موږ نه جدا شول ویل یې راځﺉ چې لاړ شو اد قدافي ملګري او طرفداران پیدا کړو هیڅوک مو پیدا نکړل ما ملګرو ته وویل  اځﺉ د (الخضر ) په خوا لاړ شو کله چې هلته ورسیدو قدافي مې ولیده د شا د خوا نه مې په ویښتانو وپیژانده چې د یو څو کسانو سره د تیښتې په حال کې وو ژر ددوی خوا ته په منډه ورغلم د قذافي ملګرو چې ولیدم وتښتیدل قدافي یې یواځې پریښود ما قذافي د شا له خوا له ویښتانو ونیوه او څو څاپیړې مې ورکړې


۷ پوښتنه :هغه تا ته ځه وویل


ځواب


 قدافي ما ته وویل ته مې ځوی یې ما بله څاپیړه وواهه بیا یې را ته وویا زه دې پلار  غوندې یم ولې ما وهې زه هغه وخت په یو داسې حال کې وم چې خبرې مې هم نشوای کولای  همداسې مې په زمکه څملاوو لاسونه او پښې مې ورته وتړل او خپل موټر ته مې دننه کړ غوښتل مې چې بنغازي ته یې ځان سره بوځم


۸ پوښتنه :یعنې قذافي دې ژوندی ونیو ؟


هو ژوندی مې ونیو


۹پوښتنه :مخکې لدې چې وې نیسې په هغه دې ډزې وکړې؟


ځواب:


نه یو څو هوای باړونه مې وچلول وروسته هغسې پخوا چې مې وویل د شاله خوا مې له ویښتانو ونیوڅنګه چې ومې نشوای کړای بنغازی ته یې د ځان سره بوځم نو ومې واژه


۱۰پوښتنه :هغه وخت چې موټر کې دې سور کړ بیا څنګه شو


ځواب:


ما اودوستانو مې غوښتل چې نوموړی بنغازي ته د ځان سره بوځو قذافي زموږ سره په موټر کې وو زما ملګرو چیغې وهلې قذافي مو نیولی قذافي مو نیولی دی په همدې اساس ټول خلک موږ ته متوجه شول نور و ساتونکو زموږ موټر ودراو قذافي یې را کوز کړ په کوتکو یې وواهه په دې وخت کې هر چا کوشش کاوه چې قذافي خپل ښار ته بوځي ما هغو ی ته وویل چې ما نیولی او زه به یې د ځان سره بنغازي ته ولم ساتونکو ونه منله  په اخر کې د مصراته د ښار اوسیدونکو چې تعداد یې هم زیات وو غوښتل قذافي مصراته ښار ته بوځي ما ورته وویل  ما نیولی او زه یې ځان سره ولم مګر هغوی ونه منله زه همنورغصې واخیستم قذافي مې وواژه


۱۱پوښتنه :څنګه دې وواژه


ځواب:


په خپل ټوپک مې وواژه دوه مرمۍ مې وویشته


۱۲پوښتنه :هغه وخت مړ شو؟


ځواب:


نه په امبولانس کې ویوړل شو بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه


۱۳پوښتنه :په عکسونو کې مې ولیده چې نوموړی په یو غار کې پټ دی او هملته وژل شوی دی ؟


ځواب:


نه داسې نه ده قذافي په غار کې نه وو اما وړاندې تر دې چې ووژل شي په دې غار کې یې پناه اخیستې وه هغه ځای چې موږ قذافي ونیو ددغه غار نه په څو مترو کې وو


۱۴پوښتنه :د قذافي په تن کوم لباس او نور څه ورسره وو


ځواب:


هغه وخت چې ما ونیو نظامی لباس یې په تن وو یوه د سرو زرو تفنګچه چې د مصراتې د ښار ساتونکو ځان سره یوړه دوه د سرو زرو ګوتې چې په یوې یې د خپلې میرمنې نوم کښلی وو . زه اوس د قذافي لباس او د سرو زرو ګوتې د ځان سره لرم او انشاالله په اینده څو ورځو کې به یې دطرابلس موزیم ته ورکړم


۱۵پوښتنه :تاسو دا فکر کاو چې قذافي به یوه ورځ زما د لاسه ووژل شي


ځواب :


زه په دې عقیده وم چې قذافي به وژل کیږي موږ به کامیابیږو هیڅکله مې دا فکر نه وو کړی چې په دې وتوانیږم هغه ووژنم


۱۶مخکې لدې چې قذافي ووژل شي ښه به نه وه چې محاکمه شوی وای ؟


ځواب:


محاکمه کول یې ښه وو خوپه هر صورت ما هغه وواژه کیدای شي د لیبیا د خلکو په ګټه وي


څه فکر کوﺉ د قذافي وژل د لیبیا د خلکو په ګټه وو؟


ځواب:


که هغه زنداني شوی وای ېرفدارانو به یې د ازادولو د پاره مبارزه کوله موږ سره به جنګیدل هیواد به یې نا رامه کاو اوس چې هغه وژل شوی نور د هغوی د پاره کومه هیله پاتې نه ده


۱۷ بعضې خلک وایی غربیانو غوښتل قذافي تر محاکمې ونه رسیږي  هغه ووژل شي ستاسو څه نظری دی ؟


ځواب :


نه پوهیږم خبر هم نه یم چې دا د هغوی غوښتنه وه . څنګه چې مخکې مې وویل ما غوښتل بنغازي ته یې د ځان سره بوځم څنګه چې زما مخه ونیول شوه ما هم وواژه


۱۸ پوښتنه :که قذافي بیا هم ووینې وبه یې وژنې؟


ځواب:


سل په سلو کې خو دا ځل به یې یوه مرمۍ ولم هغه هم په سر


۱۹ پوښتنه : ناټو وویل نوموړی زموږ په بمبار کې وژل شوی یعنې ناټو وواژه  ته په کې څه وایې.؟


ځواب :


ټول درواغ دي


قذافي زما یو تره هم وژلی وو


۲۰ پوښتنه :که مبارک او نور دیکتاتوران ونیسې وبه یې وژنې؟


ځواب:


نه په دې عقیده یم ټول دیکتاتوران باید د خپلو خلکو په لاس ووژل شي زه خوښ یم چې مبارک د مصریانو په لاس اوعلی عبد الله صالح د یمنیانو په لاس ووژل شي دا زما یواځنۍ ارزوه او هیله ده


۲۱ پوښتنه :اندیښمن نه یې که د قذافي په ځای ناټو په لیبیا حکومت وکړي؟


ځواب :


زه په ښاغلي مصطفی عبد الجلیل باورلرم او پوهیږم چې هغه به د نورو په لاس جوړ شوی حکومت هیڅکله قبول نکړي د انقلاب کامیابي د لیبیا یانو له خوا د ه نه د ناټو


۲۲ پوښتنه :د انقلاب په کامیابیدو کې  د ناټو رول نه وو؟


ځواب:


یو څه عملییات د هغوی په غاړه وو اما د انقلاب کامیابي د لیبیا د خلکو د کوششونو نتیجه وه


۲۳ پوښتنه :په یو تازه را پور کې راغلي چې د انګلستان یو ې کمپنۍ سره قرارداد شوی چې د لیبیا تیل اوباسي دا خبره د اندیښنې وړ نه ده ؟


ځواب:


هغسې پخوا چې مې وویل مطمن یم چې ښاغلی مصطفی عبد الجلیل به هیڅکله لیبیا ته غدر او خیانت ونکړی


۲۴ پوښتنه : د یو انقلابي ځوان په حیث ستاسو هیله څه ده ؟


ځواب:


آزاد دیموکرات هیواد ولرو چې د ټولو حقونو ته دروناوی وکړي په خپلو خلکو ظلم ونکړي


۲۵ پوښتنه :


مخکې لدې نه ښاغلي مصطفی عبد الجلیل اعلان وکړ انتقالي شوری به د قذافي وژونکي ته میلونونه ډالر ورکړي دا جایزه دې تر لاسه کړې که یه ؟


ځواب :


تر اوسه نه که یې تر لاسه کړم بیرته به یې دولت ته ورکړم.