کور / هراړخیز / دبشر حقونو خپلواک کميسون دختيځو ولايتونو درې مياشتنی راپور

دبشر حقونو خپلواک کميسون دختيځو ولايتونو درې مياشتنی راپور

بسم الله الرحمن الرحیم


د ۱۳۹۰ هـ ش کال د دوهمې ربعې رپوټ


تاریخ :د لړم  ۲یمه 


عمومیات:
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د 1993 کال پارس اصولو او د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلۍ د 134 ګڼه پریکړه لیک د 1380 کال د بن د پریکړو او د موقتی ادارې د 1381 ه ش  کال د جوزا د 16 نیټې فرمان پر بنسټ تاسیس شویدی او د 1382 کال د اساسي قانون په (58) ماده کې د یوې ملي ادارې په توګه د بشري حقونو د مراعت کولو څخه څارنې، ملاتړ او ښه والي لپاره دا کمیسیون ګومارلی شوی دی. د اساسي قانون د همدې مادې په اساس ټول وګړي کولای شي چې د خپلو بشري حقونو د نقض په صورت کې دې کمیسیون ته شکایت وکړي. کمیسیون به دا شکایتونه د څیړنې او پلټنې وروسته د هغوي د بشري حقونو د ملاتړ په موخه قانوني ارګانونو ته يې راجع کوي.


د ذکر شوي ماموریت لپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د (8) سیمه ایزو او (6) ولایتي دفترونو له لیارې په ټول هیواد کې کضور لري او د یو څلور کلن استراتیژیک پلان له مخې د هغو د پایلو په بنسټ خپلې کړنې تر سره کوي.


اساسي برخه :


   د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو قانون د(  32 ) مادی پربنسټ کلنی رپورټ چې د هیواد په کچه د بشري حقونو د وضعیت د بشپړ انځور لرونکی وي د ملی شورا کلنۍ غونډې ته وړاندې کوي.


به دې لړ کې د ختیځو ولایتونو سیمه ایز دفتر د استراتیژیک پلان له مخې پتیلی ده چې په سیمه ایزه کچه د رپورټ ورکونې د ود دستور پلي کړي، نو په دې څلور ولایتونو(لغمان، کنر، نورستان او ننګرهار) کې د 1390کال د دوهمې ربعې د کړنو رپوټ وړاندې کړي.


مشرتوب  Leadership
   د ختیځو ولایتونو سیمه ایز دفتر د بشري حقونو د ډول ډول موضوعاتو په هکله د مرکزي دفتر لخوانه نشر شوي (5) مطبوعاتي اعلامې په محلی کچه ټولو اړوندو ادارو او رسنیو ته رسولي دي چې ورستۍ د سیمین بارکزۍ د غذایی اعتصاب په هکله وه.


په ننګرهار ولایت کې د پنځه رادیوګانو ( ننګرهار  ملی رادیو، شرق رادیو، کلید رادیو، همیشه بهار رادیو او اباسین رادیو) په شمول پنځه تلویزیونونو (ننګرهار ملي تلویزیون، شرق سیمه اییز تلویزیون، سبا تلویزیون، لمر تلویزیون او یک تلویزیون ) همدارنګه د دوو ورځپاڼو ( هشت صبح او ننګرهار) او تر لسو زیاتو انټرنیټي پانې( بی بی سی، آزادۍ، پژواک، خدمتګار، لراوبر، تاند، ویسا، باختر او په ورځني ډول د کمیسیون پاڼې ) څخه څارنه شویده تر څو د بشري حقونو موضوعات په ګوته شي او د نورو د استفادې وړ وګرځي.


ښوونه او روزنه Education
   د بشري حقونو په هکله د پوهاوي، ښوونې او روزنې د کچې د پرمختګ په برخه کې (۹) ورکشاپونه او (۲۳) ښوونیزې او تعقیبي جلسې دایرې شویدي چې ټول ټال (۸۰۳) تنو چې (۳۳۵) تنه یې ښځینه وي په کې ګډون کړي چې ډیری د ښوونځیو ، دارلمعلمینو ښوونکي، ملي پولیس، د زندانونو ساتونکي، د ماشومانو د اصلاح او تربیت مرکزونو کارکوونکي، د سیپن کمیټو غړي، معلولیت لرونکي کسان، دینی علما، قومي مشران، ځوانان او دمدني بنسټونو استازي ؤ.


(۴۲۰۰) ټوکه د بشري حقونو میاشتنۍ مجله په ننګرهار، کنر، لغمان او نورستان ولایتونو کې په مختلفو دولتي، ملی او نړیوالو موسیسو باندې ویشل شوي دي.


(۶۵۰) ټوکه د کتابتون کتابونو نوملړ په معیاري ډول جوړ شویدی او په نژدې وختونو کې به يې تکمیل او د پراخې ګټې لپاره ټولو اړوند فرهنګي او تعلیمي ادارو ته واستول شي.


د دوو تلویزني رسنیو (ننګرهارملی تلویزیون او شرق تلویزیون) او همدارنګه د یوې  رادیو (همیشه بهار) سره  قرار دادونه تر سره شوي دي.


همدارنګه په دې دریو میاشتو کې د شرق رادیو تلویزیون، ننګرهار رادیو تلویزیون او اباسین رادیو له لاری ( 15 ) پروګرامونه چې ټولټال (405) دقیقې تلویزیوني او (1080) دقیقي د بشري حقونو په هکله رادیويي نشرات کړيدي.


ځواکمنتيا Empowerment
دسيمه ايز دفتر کارکوونکو دظرفيتونو داوچتولو په منظور دماشومانو دحقوقو دملاتړ دڅانګي


(١) کارکوونکي ، دبشري حقونو دښووني او روزني څانګي (١) کارکونکي ،دښځو دحقونو دملاتړ او پرمختګ څانګي (١) کارکوونکي ، دبشري حقونو د څارني او پلټني دڅانګي (١) کارکوونکي دبشري حقونو څخه دآګاهي دکچي دمعلومولو دڅيړنيزي پروژي دتطبيق دلارښووني (٢) ورځني ورکشاپ کښي ګډون کړي دي .


دبشري حقونو دښووني او روزني څانګي (١) کارکوونکي او دمعلوليت لرونکو کسانو دحقونو دملاتړ څانګي (١) کارکوونکي دښځو او ماشومانو دقاچاق سره  دمخنيوي دلارو چارو په هکله د WAW دفتر لخوانه جوړ شوي (٢) ورځني ورکشاپ کښي ګډون کړي دي . دښځو دحقونو دملاتړ او پرمختګ څانګي (١) کارکوونکي د MODE  دفتر لخوا نه (١) ورځني ورکشاپ کي چي دخطابي دفنونو په هکله په کابل کي جوړ شوي وو ګډون کړي . دمطبوعاتو او منابعو څانګي مسوول په کابل او هرات کي دتجاربو او افکارو دتبادلي په هکله ټول ټال (٥) ورځي دسيمه ايز دفترونو څخه يي ليدني کتني ترسره کړي دي .


دننګرهار ولايت د CPAN دکميټي په درخواست دلغمان ،کنړ او ننګرهار ولايتونو د کميټو غړو لپاره  دماشومانو دتخلفاتو دڅيړني ددوسيو په هکله دهمغږي په (٣) ورځني ورکشاپ  کي چي دunicef په مالي مرسته جوړه شوي وو دماشومانو  دحقوقو دملاتړ څانګي (١) کارکوونکي ګډون کړي دي


عدالت غوښتنه Advocacy
دبشري حقونو څخه دمدافعي او په دي هکله دعدالت غوښتني او ملاتړپه برخه کي زمونږ دفعاليتونو  ډيره برخه او انرژي په ډول ډول شبکه اي او متحدانه کارونو کي لګيدلي وه او په دي وياړو چي دنورو فعالينو او مدني ټولنو او دولتي ادارو سره يو ځاي ډير شمير بخش کارکړي دي


دبشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ايز دفتر دننګرهار او لغمان ولايتونو دماشومانو دخفاظتي شبکي په (٤) غونډو کي  ، دمعلوليت لرونکو کسانو دحقونو دملاتړ کميټي په (٢) غونډو کي دښځو دحقونو کاري کميټي په (٣) غونډو کي دښځو پر وړاندي تاوتريخوالي دکميټو په ٣ غونډو  ،دبشري حقونو او دملکي تلفاتو او خپل سري تالاشيو دمخنيوي لپاره کميټي په (٢) غونډو دعدلي ارګانونودهمغږي (٣) غونډو کي فعالانه  توګه ګډون کړي . همدا شان دنړيوالو ادارو لخوا نه   دحقوقو دملاتړ دکميټي په (٣) غونډو  ،دجنسيت پر بنياد دتاوتريخوالي دفرعي کميټي  په (٣) دملکيتونو دفرعي کميټي په (١) غوندي کي يا دمشر يا دمرستيال په توګه ګډون کړي .


د لغمان او ننګرهاردCPAN دکميټو له لاري ٧٤ دکوچنيانو قضايا حل و فصل شويدي . دلغمان ولايت مقام او دمعلوليت لرونکو کسانو ترمينځ (٧٠) نمرو ځمکو په سر رامينځ ته شوي لانجه دعدالت پر بنياد حل وفصل شوي دي .


په ننګرهار ولايت کښي دمعلوليت لرونکو کسانو دمعاشونو دتوزيع جريان څخه څارنه شوي ده.


څارنه Monitoring
دبشري حقونو څخه دسرغړونو دڅارني او څيړني څانګي ته  (٢٠) شکايتونه رارسيدلي دي چي (١٣)يي  د بشري حقونو سرغړوني لري چي د آزادي او شخصي امنيت حق (٨) پيښي ،دکورني جوړولو او په رضارغبت په اساس دواده حق(٣) پيښي او دملکيت حق (١) پيښه پکي  شاملي وي (٣) تنه چي جرمي مسووليت ورته راجع نه وو دبند څخه خوشي شويدي.


دکال په دوهمي ربعي کي ټول ټال (٤١)دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي پيښي  دي دفتر ته رسيدلي دي چي (٧) پيشي دمينځکړتوب له لاري په عرفي او دوديزه طريقه حل او متباقي (٣٤) پيښو ته دمدافع وکيل په نيولو سره حقوقي مرسته شويده او په قانوني ،عدلي او قضايي ارګانونو  کي تراجراتو لاندي نيول شويدي .ډيري پيښي دوهل ټکولو ،جبري ودونو،په ماشومتوب کي ودول ، دنفقي نه ورکول،په اجباري توګه دکورنه شړل ،توهين او سپکاوي دي .


په دي دوره کي (٤٣) ځلي دنارينوو دسلب آزادي  ځايونو او (١٦) ځلي  دښځينه و دسلب آزادي ځايونه څخه څارنه شوي ده . همدا شان (٥) ځلي په ننګرهار ولايت کي دښځو دارجاع مرکز  څخه څارنه شوي ده ترڅو دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي پيښي ديوقانوني او قناعت وړ جريان له لاري حل وفصل شي .


دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي دپيښو دمعلومولو په منظور دننګرهار ، لغمان او کنړ ولايتونو دعامه روغتونو دښځينه مريضانو څانګو څخه (٥) ځلي  څارنه شويده.


دمتخلفو ماشومانو دحقونو دملاتړ لپاره لغمان ، کنړ او ننګرهار ولايتونو دماشومانو داصلاح او روزني دمراکزو څخه (١٦) ځلي څارنه شوي او دهغو دحقوقي وضعيت ،معيشت  او روغتياي ستونزود حل په منظو اړوندو مقاماتو  ته رسولي دي .


په دي دوره کي دوګړو داقتصادي ،اجتماعي او فرهنګي حقونو ته دلري پرتو سيمو داوسيدونکو دلاس رسي او دبشري حقونو دوضيعيت دمعلومولو په منظور (١٦٣) کسانو سره چي (١٥١)  يي نارينه او (٦٢) تنه يي ښځينه و دلري پرتو سيمو دماشومانو دحقونو دوضعيت  څخه دسيمه ايزي څارني په منظور (٥٤) مرکي او په طورخم بندر کي دماشومانو دشاقه کارونو دکچي او دهغي نه راولاړو ستونزو دمعلومولو په منظور (٣٧٤) مرکي ترسره کړيدي چي ډيري په پنډيتوب، جاروکشي،ګدايي ،دلاس سودا خرڅول او په ورکشاپونو کي په شاګردي لګياوو.


دڅارني او پلټني څانګي دريس جمهور دعفو فرما د ( ٤٧) ګڼي فرمان په کميسيون کي ګډون کړي او په پاي کي (١٣١) ته دښځو او ماشومانو په ګډون دبند څخه خلاص او (١٠٠) تنه دعفو دفرمان دمزاياو څخه په ګټه اخستو سره د حبس په معياد کي کموالي راغي


پدي موده کي دبشري حقونو خپلواک کميسيون دسيمه ايز دفتر لپاره (٣) مسالي دخواشيني او انديښني وړ وي.


(١) دپاکستان، ددولت ملاتړو نړيوالو قوتونو او ددولت مخالفينو له خوا نه کنړ ولايت کي  په جګړو کي ددرنو وسلو استعمال چي ملکي خلکو ،ښځو او ماشومانو دوژني او ټپي کيدو او غير اختياري ګډوالي موجب ګرځيدلي دي . سره ددي چي ځيني نړيوالو ادارو زمونږ دسيمه ايز دفتر سره په همغږي کي دبشري مرستو لړي پيل کړي  ولي دا ټولي مرستي دهغه وړ پيښ کړاو سره متناسب ندي .


(٢) دځمکو دعصب او دځمکو پر سر لانجو کي دزور خاوندانو او قومونو راټاله کيدل ددولتي شتمنيو دلوټ تالان څيره خپله کړي او د عادي وګړو څخه يي دعدل او انصاف لاره ورکه کړيده  چي کله ناکله دا شخړي انساني ضايعاتو سبب ګرځي دځمکو او جايدادونو دحراست او داصلي مالکانو دخوانه په ملکيت کي دمالکانه تصرف حق د احقاق لپاره ديو معقول ميکانيزم او جديت  نه موجوديت د غو لانجو ته لاره هواره کړيده .


(٣) دبيان آزادي دوسايلو ډيروالي سره سره ددي سيمي دوضعيت څخه په خپل وخت او کره معلوماتو تر لاسه کول ستونزمن شويدي. هغه منابع چي دا معلومات دخپلو ادارو دپاليسيو په چوکاټ بايد رسنيو ته وړاندي کړي ،په دغه کار کي ناغيړي کوي او دقانوني مکلفيت په توګه دسخاوت څخه کارنه اخلي . درسنيو کارکوونکي په پټه او ښکاره ګواښل کيږي .زمونږ په اند که چيري په شايق مطبوعاتي مرکزباندي دڅو ځلي حملو ، همدا شان ژورنالستانو سره ددندي دترسره کولو پروخت تاوتريخوالي او فزيکي برخوردونو سره سم او قانوني غبرګون ښودل شوي وايي نو نن به مونږه  دبيان دآزادي په دودولو کي دښه پرمختګ خاوندان و.


درنو ښاغلو او آغلو!


داټولي لاسته راوړني به ناشوني واي  که چيري دنړيوالو ادارو NRC,IOM,UNICEF,UNHCR,UNAMA   دعدلي او قضايي ارګانونو ،دامنيه قومانداني ،ملي امنيت رياستونو ،استناف څارنواليو ، ښځو چارو رياستونو، اطلاعات او فرهنګ رياستونو، عامي روغتيا رياستونو ، دکاراوټولنيز چارو رياستونو،دکډوالو او راستنديدونکو رياستونو ،دښووني او روزني رياستونو،ولسوالانو ،دولسواليوامنيه قوماندانانو، قومي مشرانو ،دمدني ټولنو استازو ،ديني علما و مرستي زمونږ سره نه وايي ،همدا شان دمدافع وکيلانو ټولنو لکه ,ILFA,WAW قانون غوښتونکي او دحقوقي مرستو اداري څخه مننه او قدرداني کوو چي دبشري حقونو دقضاياو په څيړنه او پلټنه کي زمونږ سره مرسته کړي ده . دننګرهار ،لغمان ،کنړ او نورستان ولايت مقاماتو څخه په ځانګړي تو ګه مننه کوم چي زمونږ دقانوني کړنو (دبشر حقونو دوضعيت څخه څارنه ،ملاتړ او ښه والي )څخه يي ملاتړ کړيدي 


و من الله توفيق