کور / سياسي / دحامد کرزي مرکه او په وړاندې یې غبرګونونه

دحامد کرزي مرکه او په وړاندې یې غبرګونونه

لیکوال : سلیم ساپی
ژباړه : شفیق همدرد


دتېرې جمعې په ورځ په کابل کې ثبت شوې مرکه ،چې بیا دشنبې په ورځ له جیو نیوز تلویزون څخه خپره شوه ، پکې د حامد کرزي خبرې  احساساتي نه بلکې دژور فکرپایله وه .  ما ته له دې ټولې مرکې څخه ثابته شوه ، چې نوموړي په شعوري توګه امریکا او پاکستان ته دبیلابیلو پیغامونو درسولو کوښښ کاوه . په یاده مرکه کې نوموړي دافغان بحران او د پاکستان په اړه یې خپل دریځ او فکرڅرګند کړ.


که څه هم دنوموړي لهجه متواضح وه خو هغه په پوره قوت سره دپاکستان په وړاندي خپله ادعا وړاندي کړه ، کرزي په ډېره ښه توګه دپاکستان اوسنۍ دپالیسۍ دناوړه پایلو ګواښ هم وکړ . نوموړي به په تیر وخت کې دپاکستان په وړاندي دافغان خاورې داستعمال  امکان رداوه خو دا ځل یې دا خبره په ښکار توګه ومنله او پیغام یې داوو، چې که چیرې دافغانستان او پاکستان اړیکې خرابي وې او دپاکستان خاوره دافغانستان په وړاندي کاریږې نو افغان خاوره به هم دپاکستان په وړاندي استعمالیږي .


دخپلې ادعا تر وړاندي کولو وروسته نوموړي په اغیزمنه طریقه دافغانستان په وړاندي دپاکستان دراولاړو شویو اندیښنو درفعه کولو هڅه وکړه او پر پاکستان یې دامریکا او هند داحتمالي برید پرمهال دپاکستان سره ددریدو داعلان ترڅنګ یې ددې خبرې دواضحت وکړ، چې که پاکستان دافغانستان سره مرسته وکړې نو افغانستان یې هم په وړاندي هر ډول مرستي ته تیار دی .


دحامدکرزي صاحب دې مرکې په ټوله نړۍ کې غوغاه جوړه کړه ، که واشنګټن پوسټ وه یا نیویارم ټایم ، ګارډین وه که هندوستان ټایمز، هرځای یاده مرکه دورځپاڼو سرټکی وه ،خودامریکا او هند ورځپاڼو بیا پر حامد کرزي بیلابیل تورنه ولګول . همدارازله هغه مهاله ،چې دا مرکه خپره شوه ،په افغان رسنیو کې هم دا خبره ډېره توده شوه ، دافغانستان ولسي جرګې په دې اړه خپل ژور خفګان څرګند کړ . همداراز ځینونورو کړیو بیا حامد کرزی دپاکستان جاسوس او پر روانې ستونزو اخته کس وباله.


پرانټرنیټ هم ځینو افغانانو دا دمعمول په توګه یوه لویه دسیسه وبلله ،همدارز په پاکستان کې هم دپاکستان ځینو ټیکه دارانو ته هم دامریکا په وړاندي دحامد کرزي دې خبرو خوند ورنکړ. هغه مهال ،چې کرزی امریکا ته نږدې وو ، دوی ته هم ګران وو ،خو کله چې بیا کرزي دامریکا په وړاندي دپاکستان سره ددریدو هوډ څرګندکړ، دوی ورته سپکې سپورې وویلې . دپاکستانې په نامه افغانانو او پښتنو ته دسپکاوي کونکو خلکو له لاسه دافغانستان عام ولس په ځانګړې توګه پښتانه له پاکستان او پاکستانیانو څخه کرکه لري ، نو همدا لا مل دی ، چې کله هم په افغانستان کې برهالدین رباني ، صبغت الله مجددي او یا حامد کرزی واک ته رسیدلي ، چې هر ځومره یې ځانونه پاکستان ته نږدې کړې ، خو ګټه یې نه ده کړې او دپاکستان په ملاتړ واک ته رسیدلې مشران بیا دپاکستان په مخالفت راپاڅیدلي.


موږ تور لګوو، چې افغانستان دامریکا مستعمره  او چارواکي یې لاسپوڅې دي ، خو دا خبره مو له یاده وتلې ،چې بیا پاکستان دتیرو شپیتو کلنو راهسیې دامریکا څړځای دی .دلته هرڅوک په دې پوهیږي،چې دسیاسي قدرت لپاره دامریکا رول څومره اړین دی ، دامریکا په حکم پرویزمشرف او بېنظیربوټو په خپلو کې سره جوړه وه کړه ، همداراز بل لورته ټول پوهیږي ، چې دافغانستان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې امریکا هڅه کوله ترڅو، عبدالله عبدالله دواک پرګدۍ کېنوي او کرزی مات کړي ، خو بیا هم حامد کرزي تېرې ټاکنې وګټلې او دامریکا دهیلې خلاف دافغانستان ولسمشر شوو.


هروخت ،چې دا حسان مند پاکستان  دامریکا سره دجنګ مصنوعې فضا جوړه وي ،هغه مهال خو موږه هغه ته ډارمه نه وایو ، خو که چیرې بیا افغان حکومت دراتلونکي لپاره دداسي یوې خبرې یادونه کوي هغه ډرامه بولو!!!! اخېر دبې شرمۍ هم حد وي .


په پاکستان کې دافغانستان پخوانی سفېر او دانجینر ګلبدین حکمتیار زوم ډاکټرغیرت بهیر په اسلام اباد کې دپاکستانیانو له لوري ونیول شوو،او بیا امریکا ته وسپارل شوو، خو حامدکرزي له هغه پیله دهغه دراخلاصه ولو هڅې کولې (دا خبره خپله غیرت بهیر هم کوي) دامریکا له زندان څخه تررا خلاصې وروسته ،ښاغلی بهیر دوې اونۍ  دحامد کرزي سره په ارګ کې میلمه وو او هغه ته یې دلویو دندو وړاندیز وکړ، خو هغه ددې پر ځای پاکستان ته پر تګ ټینګار کاوه ،نو حامدکرزي په خپله ځانګړې الوتکه کې پاکستان ته راولیږه . په همدې ډول دطالبانو دحکومت پر مهال په پاکستان کې دافغانتسان سفېر ملا عبدالسلام ضعیف مو هم په پوره بې شرمۍدټولو نړیوالو قوانینو خلاف امریکا ته وسپاره ، اما  حامد کرزي اوس هغه ته په کابل کې دډیر احترام او عزت ژوند برابر کړی .


کومه سلا ، چې همدا اوس په افغانستان کې دامریکا یې ځواکونو له لوري کاریږي داتیا فیصدو څخه ډېره یې دپاکستان له لارې ځې او موږه یې پیسې دسوال په ډول ترلاسه کوو، خو دخندا خبره دا ده،چې موږ بیا ځانته ازاد هیواد وایو، او افغانستان حکومت ته دلاسپوڅې خطاب کوو،پر پاکستان دتیرو شپږو کلنو راهیسې دامرکا دبې پيلوټه الوتکو بریدونه روان دي په چا کې دومره همت شته چې ځواب یې ورکړې ؟ خو موږ بیا هم افغانان ډرامه بازان بولو.


افغان ولسمشر حامد کرزي کله هم دا خبره نه ده کړې ،چې که چیرې امریکا یا هند پر پاکستان برید وکړې نو دی به له ارګ څخه راووزي او دهغوی سره به وجنګیږي ،هغه دافغانستان خبره کړې ،یعني دجنګ پرمهال به افغانستان دپاکستان تر څنګ دریږي او دیوه پاکستاني په توګه زما نظر هم همددا دی ،چې پرپاکستان دبرید پر مهال به افغان ولس دپاکستان سره دریږي . موږ ولي دا خبره هیره وو ،چې ملامحمدعمر او حکمتیار هم دافغانستان دي ؟ ترهغه ځایه ،چې دافغانستان خبره کیږي په هغه کې ټول افغانان راځي .


دهند اوپاکستان دجنګونو 1965 او1971 پر مهال چې دافغانستان او پاکستات اړیکې تر اوس څو ځله خرابې وې خو افغانستان هغه مهال هم دهندوستان ملګرتیا ونه کړه ،که چیرې افغانان له امریکا سره دمقابلې خبرې کوي نو له هغوی سره ښایې ،ځکه هغوی په تیر وخت کې له انګریزانو سره سختې مقابلې کړي ، او شوروي اتحاد ته یې هم درس ورکړی او اوس یې دا دی امریکا ته هم ور زده کوي خو بیل عکس زموږ مشران او چارواکي تل دامریکا او انګریز غلامان پاته شوي .


اوس نو دامریکا په وړاندي زموږه سورې نارې چې په حقیقت کې ډارمه ده دویاړ وړ خبره ده ،خو دافغانانو ګواښونه ،چې تاریخ یې ما وړاندي بیان کړ ډرامه ده !!!!


هندوستان زموږه هیواد را ټوټې کړ ، زموږه پر کشمیر یې دتیرو شپیتو کلنو راهیسي خیټه اچولې ،موږه دکشمیر دازادولو او اودهندوستان سره ددښمنۍ لپاره ،دخلکو داحساساتو سره لوبې کونکي مداریان هم تشویق کړل ،مګردهند پرخلاف یې هیڅ هم ونکړل ، په داسی حال کې چې دملاعمراو حامدکرزي نیکونو هندوانو ته څو څو وارې ماتي ورکړې اوداوږدې مودي لپاره یې پرې حکومتونه کړي ، اوس نو چې کله زموږه ډرامه بازان هندوستان ته ګواښونه کوې دې ته ویاړ وایو خو که کوم افغان بیا دهند او پیاکستان دجنګ پرمهال دپاکستان سره دمرستې خبره کوي دې ته بیا ډرامه وایوو!! اخیر دبې شرمۍ هم حد وي .


نه پوهیږم موږ کله چې هم دافغانستان په اړه خبرې کوو  ډیپلیماتیک، دژورنالیږم او نړیوالو قوانین له یاده باسوو!! که ګلبدین حکمتیار یاملامحمد عمراو یا هم حامد کرزی دی دوی دافغانانو مشران دي ، دیوه بیل او ګاوندي هیواد په توګه پرموږه فرض ده ،چې دهغوی دمشرانو احترام وکړو ، که چیرې ځنې افغان مشران دامریکا تراغیزې لاندي هم دي خو بیا هم کله نا کله خوورته ګواښونه کوې، اما عربي مشران خو دادی ټول عمر دامریکا احسان مند دي، افغانانو خو دډوډۍ ، امنیت په ټوله کې دهر شي لپاره دامریکا محتاجه دي ،په داسی حال کې چې دهغوی سره دهمت او جرآت کموالی دی کنې اوس به امریکا هم ددوی محتاجه وای .


دافغانستان دستونزې له امله چې کوم کسان دلته زمریان شوي ، دغه جنابان خو دې یوه ورځ هم عرب چارواکي په داسی نامه یادکړي؟


رښتیا خبره خو دا ده ،چې هغوی دغلامانو غلامان دي ، خو دا چې هغوی اوس دپاکستان دکاکا او ماما ناویې په څېره کې دي ، نو په دې اړه وړاندي تر دې چې بل چا ته پیغور ورکړو لمړی باید په خپلو ګریوانوکې وګورو !! په اوسنیو حالاتو کې افغانستان له پاکستانه لري کول او دافغانستان په دننه کې دپښتون او تاجک په نامه تفرقه اچول دپاکستان نه بلکې دامریکا لپاره خدمت دی .


په سېمه کې دامریکا دپلانونو دناکامۍ یوازینۍ لاره دیوه موټي افغانستان جوړیدل او دهر افغان په زړه کې دپاکستان لپاره په عزت سره کیدایشي،که پاکستان لوی او افغانستان کوچنی ورور دی ،نو دا چې پاکستان دافغانستان مشر وروردی پکارده ،چې مشر ورور دکشرورور ځني خبرې هم تیرې کړې ، نه دا چې کشر ورور ورته دمهربانۍ خبرې کوي او مشر ورته سپکې سپورې .


دتربګنۍ او حسد ناروغي دانسانیت لپاره زهر ده ، نو په همدې اساس خدای ج دخپل کتاب په پای کې پردغه ناروغۍ دنه اخته کیدویادونه کړې، زه هسي هم هغو کسانو ته چې حسد کوی ځواب نه ورکوم ځکه حضرت محمد ص فرمایې دحسد کونکې سزا همدا ده ،چې خپله دحسد په اور کې وسوځي ،خو که څوک دجیوتلویزون یا زما سره په حسادت کې افغانانو او پښتنو ته سپکاوی کوی نو ښه به وي چې دا کار بند کړي .


زما مور زما تربیه څه داسي کړې ،چې زه دکنځلو ځواب په کنځلو نشم ورکولی ، زه پر خپل قوم ویاړ اودنورو قومونو احترام کوم خو دا چې زما په رګونو کې هم دپښتون وینه بهیږي نو په دې اساس هرڅوک چې زما قوم ته سپکاوی کوي پرې ډېر خفه کیږم .