کور / تازه خبرونه / ناټو د خپل يوه بل پوځي د وژل کيدو خبر ورکړ

ناټو د خپل يوه بل پوځي د وژل کيدو خبر ورکړ

د ناټو او ايساف مطبوعاتی دفتر لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي ددوی يو بل پوځي نن د افغانستان په سهېلي سيمو کي د ماين چاودلو له امله وژل سوی دی ، ناټو د تل غوندي د وژل سوي سرتيري هويت او دچاودني قيق ځای پټ ساتلی دی .کوم بهرني هيواد هم تر اوسه د خپل سرتيري د وژل کېدو خبر نه دی ورکړئ .بله خوا طالبان وايي چي نن يې هم په پکتيا ، پکتيکا ، کنړ ، لوګر ،غزني ، کندوز او بلخ په ولايتونو کي پر بهرنيو او افغان ځواکونو بېلابېل بريدونه کړي دي .