کور / تازه خبرونه / طالبانو آینده لویه جرګه یوه دسیسه وبلله

طالبانو آینده لویه جرګه یوه دسیسه وبلله

طالبانو د لر او بر په شمول رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغې کی یې ویلی چی د عقرب په پنځلسمه د تش په نوم لویی جرګې جوړیدل د ستراتیژیک تړون تر نامه لاندی د افغانستان د اشغال د دایمی کولو یوه دسیسه ده .

اعلامیه وایی چی په دغه نمایشی لویه جرګه کی به امریکایانو ته د ستراتیژیک تړون په نوم د افغانستان د اشغال سند ور تسلیم کړه شی . په اعلامیه کی راغلی چی دغه لویه جرګه د امریکا په دستور او پلان سره جوړیږی نه د افغان ولس په ارده سره . اعلامیه زیاتوی چی په افغانستان کی د روان جنګ یوازینی عامل بهرني اشغالګران دي .

اعلامیه په پای کی وایی چی هغه کسان چی د را روانې تش په نوم لویی جرګې تر نامه لاندی د امریکایی دایمی اډو شتون تایید کړی ، هغوی به ملی خاینین وی او د خورا سختو مجازاتو مستحق به وګنل شی .