کور / تازه خبرونه / د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د 5 لکه روپو منظوري وركړه

د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د 5 لکه روپو منظوري وركړه

پېښور: د اى پي پي د خېبر پښتونخوا وزيراعلی امير حېدر خان هوتي د كرسمس په موقعه د بې وزله كسانو لپاره د 5 لكه روپو جاري كولو منظوري وركړه۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعلی د صوبائي اسمبلۍ اقليتي غړو آصف بهټي او د پرنس جاوېد په خواست د دې پېسو منظوري وركړې ده كومې به چې پېوست د صوبائي اسمبلۍ غړي د كرسمس په موقع بې وزله عيسايانو ته وركوي۔