کور / راپور / لندن:دډيورنډکرښي د غندني سيمينار راپور

لندن:دډيورنډکرښي د غندني سيمينار راپور

د “ډيورند لاين” د تپل شوې استعماري کرښې د غندنې او پدې هکله د جوړ شوي علمي سمینار د غونډو رپوټ


دا یوه ورځنی اعتراضیه غونډه اوعلمي نړیوال سمینارد« ډیورند لاین » د ۱۱۸ کرغیړن او غمناک تلین په اړه او ددې کرکیچ او معضلی نه دوتلو دلارو د پلټنی اوپه شکلی ډول دلاسه تللی او غصب شوی سیمی او ځمکی په هکله د روان کال ۲۰۱۱ نوامبر د میاشتې په دیارلسمه دانګلستان د لندن په ښارکې، جوړه شوی وه.


 په دې اعتراضیه غوڼډه اوعلمي سمینارکې زمونږ د هیوادوالواوددې ملي داعيی د فعالینو سربیره یوشمیر سیاسي، فرهنګي، اجتماعي،اکادمیک او ملي شخصیتونو ګډون کړی وٴو.


د لرو افغانانویوشمیر مخور، مخکښ قومي  او سیاسي مشرانوتیلفوني او تحریري پیغامونه، ویناوی او د آستازيو په فزیکي شتون د غوڼډی حاضرینو ته واورول شوچې دغوڼډی دحاضرینو خاص پام یې ځانته واړوه و هرکلی يې ځینې وکړ. 



ددې غونډې لمړی برخه چې اعتراضیه برخه وه د


د قاری عبدالله له خوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسی په انګلستان کې د ډیورند جرګې مسؤول او د عالي شوراغړی محترم د. سید ذاکر شاه سادات له خوا د دی تپل شوي توری استعماري  کرښې په تاریخچی د رڼا اچولو سره غوڼډه پرانستله.


ورپسی  د غوڼډی نطاقی د و مخته وړنه د هیواد درنې او خوږ ژبی شاعری میرمن زرکه حسن زاده پرمخ یوړله.


بیا ددی غونډې رئیسه هیاٴت د غونډی د ګډونوالو څخه هریو ښاغلی پوهاند ډاکترصاحب عزیزالرحمن حکمی  د دیورند جرګی دعالی شورا غړی، ښاغلی فایق خان د پښتونخوا عوامی ګوند په آستازیتوب ، درنی خور  او د ډیورند جرګی دعالی شورا غړې ماری جان شیرزاد او محترم ورور د.سید ذاکر شاه سادات دډیورنډ جرګې مشراو دعالي شوراء غړی دغوڼډی دښه انسجام په خاطر وټاکل شو.


دی ناستی د تعین شوی اجندا سرسم خپل په کار پیل وکړ. په دې غونډه کې دهیواد تکړه اومخکښو پوهانو، مؤرخینو، ملی ، فرهنګی او اکادمیک شخصیتونوچی دددې تپل شوی استعماري کرښی « ډیورند لاین » د دواړو خواووڅخه ګډون درلود په لاندې ډول او وار سره يې تاریخی ویناوی و توضیحات وړاندې کړل:


په سر کی محترم استاد داکتر محمدعثمان روستار تره کی دهیواد ملی، اکادمیک او سیاسی شخصیت/فرانسه


محترم افضل خان لالا/ د تیلفون په کرښه/ دپاکستان څخه (د پښتنو د قومی وحدت ګوند مشر)


محترم پوهاند داکتر عزیز الرحمن حکمی د ډیورند جرګی د عالی شورا غړی /اسپانیا


محترم فایق خان / دپشتونخواه عوامی پارټی په آستازيتوب  انګلستان /لندن


محترم حسن امیری د هیواد تکړه مبارز، سیاسی مبصراو تحلیل ګر /امریکا


محترم غوث الدین میر – په اطریش کی دافغانانو د کلتوری ټولنی مسؤول /اطریش


محترم محمدشاه فرهود د افغانانو د اروپائي فدراسیون په آستازیتوب / مقیم هالند


محترمه میرمن ماری شیرزاد دهیواد فرهنګی، کلتوری اوسیاسی فعاله /لندن


محترم استاد هارون مهدی شخصیت فرهنګی و سیاسی فعال کشور/انگلستان


  محترم انجنیر عبدالوکیل پاڅون سیاسی او ټولنیز فعال مخکښ اود دیورند جرګی د عالی شورا غړی


محترم شیرمحمد احمدزی  د افغانانو د کلکتیف فعال غړی اود احمد شاه بابا فوند یشن مسؤل /برمنګهام


انګلستان.


 ددی غوڼډی په دویمه برخه (علمی سمینار) کې


مسؤل او چلونکی دهیواد تکړه ادیب،لیکوال اوسیاسی فعال محترم محمد شاه فرهود


 د دی برخې رئیسه هیاٴت په لاندی ډول غوره شود:


محترم پوهاند ډاکتر عزیزالرحمن حکمی /اسپانیه


محترم داکتر محمد عثمان روستار تره کی دهیواد تکړه سیاسی کار پوه او اکادمیک/ فرانسه


محترم محمد حسن امیری سیاسی فعال تحلیل ګر اومبصر


محترم فارمسست سید ذاکر شاه سادات ددیورند جرګی مشر


آزاد تاریخی بحثونه، سؤالونه او ځوابونه طرحه شول. چی په دی برخه کې د غونډې ګډونوالو هر یو پخپل وار سره ددی استعماری او تپل شوي کرښی پر عدم مشروعیت تأکید وکړ، دلایل او توضیحات يې ارایه کړل چې بیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.          


په دې سمینار کې په عمده توګه لاندیني مطالب او پوښتنې مطرح او بحث پرې وشوؤ:


وړاندیز او سپارښت وشوؤ چی ددی ملی خوځښت چی د تاریخی افغانستان داحیا کولوپه نیت جوړشوی، د نوم پرجوړښت باندی دی له سره غوروشي. وړاندیزوشوچی که ممکنه وي ( دډیورند لاین د لانجی دحل ملی خوځښت ) یا ( دډیورند لاین د معضلی د حل عالی شورا ) او یا ( د دیورند جرګی مؤقته عالي شورا ) تغییر کړال شي او ددې خوځښت د عالی شورا د مؤسسو او نورو غړو لست دې مطبوعاتو کې نشر ته ورسیږي.


دا وړاندیزونه او سپارښتونه د لا ښه غور او د مناسب نوم د انتخاب لپاره د ډیورند جرګې د اساسنامی په نظر کې نیولو سره سم د دې جرګې عالي شورا غړیو ته بلاتأخیره وړاندی کړای شي، چی مناسب تصمیم پرې ونیول شي او یا هم سپارښت شوې نوم غوره کړای شي.


دې سمینار کې د صلاحیت او مشروعیت پر سرهم د بحثونه لړی او سؤالونه مطرح شول چی د رئیسه هیاٴ ت لخوا د قناعت وړ ځوابونه او معلومات ورکړ شو او تأکید وشو چې دا حق دافغانستان هرفرد او کلکتیف چې دې وطن او خلکوته دخدمت قصد لري، مطرح کولای شي. په دی برخه کې اوږد بحث مجال نه شته.


وضاحت ورکړل شو او وویل شو چی دا ملی داعیه او د دی مطالبه د هر اصیل افغان بچي مسؤلیت، دنده او حق دی چی د نړیوالو سازمانونو پام ورته راوګرځوي.


تأکید وشو چې هیڅ یو فرد، سازمان او ډله اویا ډلې نشي کولای او اجازه نلري چی ددی نوم څخه شخصی ګټی پورته کړي اود ځان د شهرت یا تجارت په خاطر دا ملي داعیه بدنام یا متضرره کړي . تأکید وشو چې د تاریخی افغانستان جوړښت هیڅ کوم معاملې یا طرف د معاملې ته اړتیا نه لري، ځکه چی موضوع روښانه ده او دا استعماری کرښه «دیورند لاین»  د حقوقی لحاظه ( دي يوره ) او فزیکي موجودیت ( ديفکتو ) او مشروعیت نه لــــــــــري، او صرفٵ  یوه فرضی خیالی او غیر مشروع کرښه ده چی د نړیوالو نورمونو خلاف نن ۱۱۸ کاله تیریږي.


پدی علمی او تحقیقاتی سمینارکې په دې نتیجې درسیدو چی د تپل شوي کرښی«دیورند لاین»  د لانجی د حل لپاره دی یو لړ نور جدي ګامونه او تحقیقات دی په کار واچول شي او د هری مشروعه ممکنه لارې نه په ګټې اخیستو د افغانانو دا ناسم او غیر عادلانه ویش ته دی د پای ټکی کیښودل شي.


پدی ناسته کې د تصاویرو، تحریری نشریو، کنفرانسونو او ډله ایزو او انفرادي کتنه باندې تاٴکید وشوؤ، او په پر له پسی توګه ددی ملي حرکت یا خوځښت د مسؤلینو څخه د مننی مراتب اجرا او تاٴکید وشو، چې تر دی نامی لاندی « د ډیورند لاین د لانجی د حل شوراء، یا جــــــرګه او یا د ډیورند لاین د لانجی دحل عالي شورا » تر نامی لاندی، د یو ملی مشروع خوځښت په حیث دی د سیاسی فشارونو او عملي ګامونو په هکله نور جدي تصامیم ونیول شي.


په دې لړ کې یو څه نور بحثونه هم صورت وموندل چې د هیواد د فرهنګي، کلتوري او اکادمیک شخصیتونو له خوا ورته د قناعت وړځوابونه ورکړ شول.


په پای کې د ډیورند جرګې د عالي شورا د مشرتابه له خوا دا ډاډ او وعده ورکړل شوه چې د مطرح شویو مسایلو او وړاندیزونو په هکله به کلک و بې له ځنډه غور وشي او د سپارښتونو سره سم به د اساسنامې له مخې تصامیم و نیول شي او پریکړې وشي.


دا اعتراضیه غونډه او علمي نړیوال سمینار د ډیورند جرګې د عالي شورا د مشرتابه له خوا د ګډونوالو څخه د مننی او دعا ګانوسره او د وعدې په ورکولو چې لار اوږده او دهرډول  مشکلات په مقابل کې به  په پوره تدبر او متانت  داساسی هدف د لاسته رواړلو لپاره کارکوي او په هیڅ فرعی او غیربنسټیزو کارو به ځان نه مصروفوي. ناسته د نیک او خیر د تفاهم په فضا کې پای ته ورسیده.