کور / تازه خبرونه / بلوڅ آزادي غوښتونکو ۱۵ ملېشه ځواکونه ووژل

بلوڅ آزادي غوښتونکو ۱۵ ملېشه ځواکونه ووژل

د کوټد کوټې ښارشمال ختيځ لورته په درې سوہکيلوميترۍکي د څماولنګ په بهلول سيمه کي د پاکستان د امنيتي سرتېرو او وسله والوکسانو ترمينځ په نښته کې ۱۵ امنيتي سرتېري ووژل سو .
پېښه هغه مهال رامينځته سوه، کله چي دبلوڅ آزادي غوښتونکې وسله والې ډلې د ملېشه ځواک يا اېف سي پريوه څوکۍ بريد وکړ، چي له امله يې د يوه مېجرعامرشهزادپه ګډون پنځلس سرتېري مړه اوترشپاړس زيات نورټپيان سو.
د بلوڅ خپلواکۍ غوښتونکې ډلې د دغه بريد مسوولئيت پرغاړه اخيستی. اودڅلوېشتو سرتېرودوژلوادعا يې کړې ده .
څماولنګ دسکرو اوګازوډکه سيمه دہ، د سکرود رايستلو پروژې څلورکاله وړاندي د پخواني ديکتاتور جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ په وخت کې په کار پيل وکړ . خو د بلوڅ بېلتونپاله ډلو ددغې پروژې په ضدکلک غبرګون وشود.
او تر دې وړاندي هم څو ځله د بلوڅ آزادي غوښتونکې وسله والې ډلې له خوا په سيمه کې پرامنيتي سرتېريو دغه ډول بريدونه سوي دي . چي پړه يې دوي پرغاړه اخيستې .