کور / تازه خبرونه / افغان چارواکي: د م. م نوی ځانګړی استازی ټاکل کیږي

افغان چارواکي: د م. م نوی ځانګړی استازی ټاکل کیږي

افغان چارواکي وایی، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په پام کې لري، چې د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې وټاکي.
د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون تیر ماښام له افغان ولسمشر سره پدې اړه مشوره وکړه.
اوسمهال په افغانستان کي د ملګررو ملتونو د عمومي منشی ځانګړې استازی سټیفن دیمستورا دي، چی د ماموریت دوره یی د ختمیدو په حال کی ده.
په اعلامیه کی راغلي، چی دواړو لورو موافقه وکړه، چې پدی اړه به د بن کنفرانس په څنده کي خبری وکړي.