کور / تازه خبرونه / هلمند: په ۲ جلاپېښو کي ۵ پوليس زخمي ۶۰ ماينونه نيول سوي

هلمند: په ۲ جلاپېښو کي ۵ پوليس زخمي ۶۰ ماينونه نيول سوي

دهلمند ولايت چارواکي وايي د يوې توغندۍ له امله چې د دوشنبې په ورځ د واشيرپه ولسوالى توغول شوى اود ملي پوليسوپرموټرلگيدلى  دوه پوليس ټپيان شوي اوموټريې هم زيانمن شوى دى.


په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي تېر ماښام  يوه تن ځانمرگي بريد كوونكي په ګرشك ولسوالى هغه مهال ځان ته چاودنه وركړه كله چې ددې ولسوالى امنيتي مسؤلين د كوكنارود كرد مخنيوي له كمپاين څخه بيرته د ولسوالى په لورروان وو، دخبرپاڼي په حواله په دې بريد کي درې پوليس سرسري ټپيان شوي دي.


بل پلو په سنگين ولسوالى كې د گډوځواكونوپه عملياتوكې ۶۰حلقې ماينونه اودرى ميله هاوانونه نيولي او له منځه وړي دي په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى. طالبانو تر اوسه ددغو بريدونو په اړه جزيات نه دي خپاره کړي .