کور / تازه خبرونه / د ژړۍ عمليات ځپلو ته ۴،۵م.ډالره تاوان ورکړه سویدئ

د ژړۍ عمليات ځپلو ته ۴،۵م.ډالره تاوان ورکړه سویدئ

د ژړۍ ولسوال وايې چي دلته د تېر کال د چاڼيزو عملياتو پرمهال د زياتو لاسته راوړنو ترڅنګ يو شمېرسيمه ييزو خلکو ته مالي تاوانونه هم واوښتل چي دې ډلي کسانو ته تر دې دمه ٤،٥ميليونه امريکايي ډالره د جبران په توګه ورکول سوي دي.


ولسوال نياز محمدسرحدي چي نن يې د ژړۍ ولسوالۍ د پوليسو د قومندان سره يو ځاى د کندهار ولايت درسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته معلومات ورکول زياته کړه چي د روان لمريز کال له پيله راهيسي يې په بيلا بيلو عمليات کي مخالفينوته هم له پنځه ميليونه زيات مالي تاوانونه اړولي دي.


د هغه په خبره چي دروان لمريز کال له پيله تر اوسه په ژړۍ ولسوالي کي د سوو عملياتو په نتيجه کي ٢سوه دولت ضد وسلوال وژل سوي او ٢٢٧ تنه چي پکښي ١٤ يې مهم او کليدي قومندانان دي نيول سوي دي.


ولسوال وويل چي هلته بيا بيا عمليات کيږي چي ورسره سم د ټولو امنيتي ځواکونو په شمېر کي زياتوالىراغلى او همدا لامل دى چي هره اوونۍ دوله ځله له کوم امنيتي تهديده پرته دولسواليو ليري پرتو کليو ته سفرونه کوي او د خلکو غوښتني او وړانديزونه اوري څوبيا پرې له مربوطه ادارو سره خبري وکړي.


نوموړي دې خبري غونډي ته وويل چي د تيرو اتو مياشتو په لړ کي د وسلوالو مخالفينو ٢٠٧ عدده د وسلوزېرمي (ډيپوګان) تر لاسه کړي چي پکښي سلګونه ميله سپکي او درنې وسلې د ملي امنيتي ځواکونو لاسته کښېوتي او همداراز ٤٥٤٥ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځۀ وړل سوي دي.


د ژړۍ ولسوال زياته کړه چي د سيمه ييزو پوليسو په پروسه کي هم د پام وړ پرمختګ سوى او د خلکو لېوالتياډېره زياته چي تر راتلونکي پسرلي به ټول ٤ سوه محلي پوليس پر دندو وګماري.


دده په وينا چي دښوونځيو، کلينيکونو، پلونو، سړکونو، او ويالو په برخه کي هم زيات کار سوى چي دامهال ١٧ ښوونځي او درې کلينکونه فعال لري او د درې بابه نورو ښوونځيو او يوه کلينيک د رغوني کار روان دى.


هغه همداراز وويلچي د ولسوال ټول فرعي سړکونه په پاخه او اساسي ډول رغول سوي او يو شمېر نور سړکونه چي د کليو او کورونو په منځ کي تيريږي پرې شګه اچول سوې ده.


نوموړي زياته کړه چي تر دې دمه يې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو ترڅنګ ٨٠ جريبه د بنګو کښتونه هم له منځه وړي او دا پروسه لا هم روانه ده څو ټول بزګران ددې مضرو بوټو له کرلو څخه راوګرځوي.


ژړۍ ولسوالۍ ټولټال٣١ ښوونځي لري چي له دې ډلي يې ١٧ فعال دي او پکښي د ١٢ سوه تنو نجونو په ګډون له٥ زره زيات زدکوونکي زدکړي کوي.


ديادوني وړ ده چي د ژړۍ ولسوالۍ د عملياتو پر مهال بهرنيو ټلويزني چينلونو د عملياتو هغه تصويرونه هم خپاره کړي وو چي ناټو پوځونو د خلکو په هستوګنځيو کي دټانکونو پذريعه لاري او سړکونه ايستل .خو ولسوال چي نن د هغو عملياتو په اړه خبري کولې ملکي خلکو ته يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه جزيات ورنکړل.